کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره له انتخاباتو سره تړلي مسایل او روانه امنیتي وضعه پخپلو مطلالبو کې ځاې کړیدي.

په کابل کې د ازادۍ راډیو همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې په کندز کې د ناټو د وروستۍ هوايي حملې په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو څیړنیز مطلب خپور کړې او لیکلي دي، چې په افغانستان کې د ناټو دې حملې ددغه سازمان قوانین مات کړیدي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې په کابو یو سل او پنځو ویشتو کسانو کې، چې پدې حمله کې وژل شوي لږ تر لږه شل تنه يې ملکي وګړي وو.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د ناټو د عمومي منشي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او هغه يې له مایوسۍ او نا هیلو ډک بللي دي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام په افغانستان کې د امریکا او ناټو د هلو ځلو پاتې راتلو ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې لویدیځ دې د سیمې له هیوادونو سره په ګډه یوه داسې ستراتیژي جوړه کړي، چې پکې سیاسي هلی ځلی او اقتصادي وده په لومړیتوب کې ځاې ولري.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې روانه امنیتي وضع څیړلې او مشرانو جرګې ته د وروستیو پیښو په اړه د توضحاتو د ورکولو لپاره د امنیتي چارواکو وربللو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې د امنیت د ښه کولو لپاره باید څه وشي.

ورځپاڼې په دوام کې پخپله ددې پوښتنې د ځوابولو هڅه کړې او لیکلي دي، چې په هیواد کې د بهرنیو لاس وهنو د مخنیوي لپاره باید نظام پیاوړې شي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د مشرانو جرګې دا سپارښتنه هم راخستې، چې افغانستان د سمبال اردو پر روزلو سربیره، پراخې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بیارغونې ته اړتیا لري.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف روانه مبارزه څیړلې او پدې ترڅ کې د نشه يې توکو قاچاق وړونکو ته سزا ورکول یو پر خاې اقدام بللې دې.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې بیا د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډې ته په اشارې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې پر خپلې ناکامۍ اعتراف وکړ.

ورځپاڼې په دوام کې ددې ټولنې د بهرني سیاست د مسؤل هاویر سلونا په حواله لیکلي دي، چې پر افغان حکومت له انتقاد کولو نه دا مهمه ده، چې له دوی سره همغږي رامنځ ته شي او له دوی سره لا زیاتې مالي او ستراتیژیکې مرستې وشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د انتخاباتو په روان بهیر کې د بهرنیو او ځینو کورنیو کړیو لاس وهنې ته په اشارې دا خبردارې ورکړې، چې ددې کار دوام به د نړیوالې ټولنې او افغان ولس ترمنځ د لویو لانجو او ټکرونو رامنځ ته کول حتمي کړي.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د انتخاباتو د دوه اویا فیصدو رایو نتایجو اعلان ته په اشارې لیکلي دي، چې ولسمشر کرزی د پنځوس فیصدو رایو ته نور هم ورنږدې شوې دې.

ورځپاڼې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د کمي په اړه په یو څیړنیز مطلب کې لیکلي دي، چې له دې سره د وسلوالو مالي منابع کمزوری کیږي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستیو بریاو ته په اشارې په هیواد کې د سپورټ ودې ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه شوې ده.

افغانستان ټایمز خپل نننې کارټون په کابل کې د چاپیریال او هوا ککړیدو ته خانګړې کړې او پکې دا ښودل شوې که حالت همداسې دوام وکړي نو پدې ښار کې به ژوند خورا ستونزمن شي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات راخستي دي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان په شمال او په تیره بیا په کندز ولایت کې د نا امنیو د خوریدو عوامل څیړلي او دا خبردارې ورکړې که چیرې ناټو په کندز کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلو نو نه یوازې عامه خلک به له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي بلکه د ناټو اکمالاتي کاروانونو به هم حملې زور واخلي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په هیواد کې د نا امنیو د خوریدو د مخنیوي لپاره دداسې اقداماتو غوښتنه کړې، چې د سولې اوامن ضمانت وکړاې شي.