کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : د مهماتو یوه لارۍموټر ونیول شو

میدان وردګ : د مهماتو یوه لارۍموټر ونیول شو

د وږي په ۱۵ مه دمیدان وردګ ولایت د همغږۍ مرکز او (۰۴) قطعی د موظفینو په مرسته په یوه مازده ډوله لارۍ چې دمهماتو بار وو دمیدانښار د دورایي په سمیه کې نیولې.

د ولایت دهمغږۍ مرکز مسول جنرال چوپان په وینا دغه مازدا موټر چې دکابل پلیټ لری او غزني لورې ته یې همات لیږدول په کې د (۸۲) ملي میترې وپ ٧٤ ګو لۍ، د (RPG ) راکیټ دوه مرمۍ،او یو شمیر دپیکا او کلاشینکوف مرمۍ او شریدونه چې په ډیره مهارت په کې ځای پرځای شوی وو تیر شپه دسهار په ۵ بجو د دنرخ دورایي پوستې پولیسو ونیوله. همدارنګه دښاغلي چوپان په وینا پخوا هم ددغه مازدا په اړه دوۍ راپورونه ترلاسه کړې وو چې وسلوالومخالفینو ته مهمات لیږدوي، چې له نیمکرغه دپولیسو مسولین په خپلو ترلاسه شوو معلوماتوکې بریالي شول.

دیادونې وړ ده چې ددغې پیښې په تور دوه تنه هریو اسدالله او نظرمحمد دپکتیا ولایت اوسیدونکی نیول شوې چې د عدلي او کشفي ارګانونو د پوښتنو ګرویګنو لاندې دي .