کور / تازه خبرونه / د ملي پيوستون١٠ پروژې ګټي اخستني ته چمتو شولې

د ملي پيوستون١٠ پروژې ګټي اخستني ته چمتو شولې

د کليو د بيارغونی اوپراختيا وزارت د ملی پيوستون پروگرام(١٠) پروژی پدی وروستيو کى دبغلان په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپارل شو ی .

د دی ولايت دملی پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی د(١٣٣٠٠) مترو په اوږدوالى دسرک ترميم او شگى اچول ، ديوه ټولنيز مرکز جوړول ، د(٢٩) پل گوټيو جوړول ، د(١٢٠) مترو په اوږدوالى ديوه استنادى ديوال جوړول ، ديوه عمومى تشناب جوړول چى څلور خونى لرى اود څښاک داوبو د(٢٠) څاگانو کيندنه او په هغو باندى دلاسى بمبو نصبول شامل دى .

يادي شوي پروژي دبغلان ولايت دبرکه ، نهرين ، بغلان جديد ،بغلان کهنه ، په ولسواليو کى د( ٦٣٦٤٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پاسه (٢٠٥٢) کورنی ترينه گټۀ اخلی .