کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هره ورځ وژنې او هره ورځ په تېروتنو اعتراف

هره ورځ وژنې او هره ورځ په تېروتنو اعتراف

دا څووم ځل دې چې د ناټو ځواكونه يو ځل په سوونو ملكي وګړي له خپل ژونده بې برخې كوي او بيا له څېړنو وروسته په خپلو تېروتنو اعتراف كوي، دوه ورځې وړاندې د ناټو ځواكونو وروسته له هغې چې طالبانو د دوى څو د تېلو ټانكرونه وتښتول، او يوې سيمې ته يې يوړل او ملكي خلكو هم د طالبانو له امر سره سم د تېلو په وړلو پيل وكړ، د ناټو ځواكونو په نيمه شپه كې بمبار وكړ چې په ترڅ كې يې تر سلو ډېر ملكي خلك ټپيان او ووژل شول. خو افغان دولت او ناټو ځواكونو اعلان وكړ چې په سيمه كې يې مخالف وسله وال وژلي. وروسته له دوو ورځو څخه په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان، چې په کندز کې د خونړۍ بمبارۍ سيمې ته تللي وو، وړمه ورځ ويلي، چې د بمباري شوو ټانکرونو په ځاى کې ګڼ شمېر ملکيان هم ټپيان شوي او ده ليدلي دي.

سټنلي مک کرېسټل ژمنه وکړه چې وورسته له دې به تر وسه وسه هڅه وکړي چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي، چې د ده په وينا د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه له ستونزو سره مخامخوي.

خو دوى بايد په ياد ولري چې له هرې داسې خونړۍ پېښې وروسته دوى داسې ژمنه كړې چې نور به د ملكي كسانو د تلفاتو د مخنيوي هلې ځلې كوي.

جنرال مک کرېسټل د شنبې په ورخ د کندز د عمرخېلو هغې سيمې ته لاړ، چې د امريکا دوو جنګي الوتکو د جرمني قوماندان په امر د طالبانو له لوري پر دوو تښتول شوو ټانکرونو بمباري وکړه.

له سيمې څخه د تاند راپور وايي، چې طالبانو د ټانکرونو له تښتولو وروسته د عمرخېلو کليوالو ته خبر ورکړ، چې وړيا تېل واخلي، خلک هم له ګيلنونو او وړو ټانکيو سره پر ټانکرونو راتاو شول او تېل يې خپلو کورونو ته وړل.

عيني شاهدان وايي چې د پېښې په وخت دوه يا درې طالبان شاوخوا پاتې شوي و، او د ناټو د الوتکو په بمبارۍ کې ټول عام کليوال ووژل شول.

د ناټو اوامريکايي ځواکونو قوماندان مک کرېسټل د کندز دوه سوه بستري روغتون ته هم لاړ او له ټپيانو سره يې له نژدې وکتل. هغه د دې پېښې له يوه لس کلن ټپي ماشوم سره هم خبرې وکړې، چې سخت سوزېدلى وو.

مک کرېسټل وويل، چې دى د دې لپاره هلته تللى دى چې د ناټو عمليات د افغانانو ژوند وژغوري نه دا چې د هغوى د تباهۍ لامل شي.

خو د کندز د ولايتي شورا رييس احمدالله د کندز د حملې دفاع وکړه او ويې ويل، چې که ناټو درې نورې داسې حملې وکړي د کندز امنيت به يو مخ ښه شي.

خو مک کرېسټل د کندز د بمبارۍ په اړه له ولسمشرکرزي سره هم خبرې وکړې او وروسته يې د ناټو له جګپوړو قوماندانانو سره سلا مشوره وکړه. چې نور به په داسې جنايت لاس نه پورې كوي.

كه اعتراف وكړي، څوك به يې مخنيوى وكړي او څوك به جزا وركړي، ملګري ملتونه د دوى دي، د بشري حقونو كميسيون د دوى دى، په هېواد كې هر ډول ځواك د دوى دى، نو په دې صورت كې كه سل اعترافه هم وكړي هېوادوالو ته يې ګټه نه رسېږي. دوى تر دې مخكې هم ډېر ځله دا ډول اعترافونه كړي، دوى خو د شينډنډ په پېښه هم اعتراف وكړ، چا څه ورته وويل، ملګرو ملتونو او كه د بشري حقوقو نړيوالو مدافعينو؟ چې داسې ده نو بيا اعتراف څه مانا؟ كله چې د يو جرم جزا نه وي كه چا كړى هم نه وي كولاى شي اعتراف پرې وكړي، ځكه چې څوك څه نه شي ورته ويلاى. دوى ځواك لري، سرتېري لري، ټوله لويديزه نړۍ په جنايتونو، وژنو، بمباريو، او خونړيو پېښو كې ورسره ملګرې ده. نو پرې يې ږدى چې هر څه كوي، كوي دي.