کور / تازه خبرونه / پنجشېر : له دارالمعلمين سره د دوه كاسټر ډوله موټرو مرسته وشوه

پنجشېر : له دارالمعلمين سره د دوه كاسټر ډوله موټرو مرسته وشوه

د وږي۱۷مه

د ازاد افغانستان مؤسسې نن د وږي په ۱۷مه د پنجشیر ولايت د دارالمعلمين سره، محصلينو ته د ليږد راليږد د اسانتياوو د برابرولو په موخه د دوو كاسټر ډوله موټرو مرسته وكړه، چې د هر موټر ارزښت ۱۶ زره امريكايي ډالره دى .

په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د دغه ولايت د مقام د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د يادې شوې مؤسسې د مسؤولينو لخوا د پوهنې رياست مسؤولينو ته د دغو موټرو اسناد تسليم شول .

د پوهنې رياست رئيس او د دارالمعلمين مسؤولينو د آزاد افغانستان مؤسسې له دغې مرستې مننه وكړه او د پوهنې په برخه كې يې ورڅخه د لازياتو همكاريو او مرستو غوښتنه وكړه.