کور / تازه خبرونه / نن د هيواد په ګوټ-ګوټ كې د سواد زده كړې له ورځې لمانځنه وشوه

نن د هيواد په ګوټ-ګوټ كې د سواد زده كړې له ورځې لمانځنه وشوه

د وږي ۱۷مه

نن د ۱۳۸۸هـ ش كال د وږي۱۷مه چې د سواد زده كړې له نړيوالې ورځې سره سمه وه، د هيواد په ګوټ ګوټ كې د پوهنې رياستونو پر مسؤولينو او كاركوونكو سربيره د ځايي حكومتي چارواكو، ديني علماؤ او قومي مخورو لخوا ولمانځل شوه

د سواد زده كړې دغه ورځ پر نيمروز،كندهار، زابل، پكتيا او تخار ولايتونو سربيره د ارزګان ولايت په مركز ترينكوټ كې هم د غونډې په جوړولو ولمانځل شوه او د ګډونوالو لخوا له اسلامي او ټولنيز پلوه د ليك لوست پر اهميت خبرې وشوې.

د ارزګان ولايت د پوهنې رئيس حاجې رحمت الله دغې لمانځ غونډې ته د خبرو پرمهال په دغه ولايت كې له دولت ضد ټولو كسانو او قومي مخورو وغوښتل چې د زده كړې د تعميم به برخه كې خپله ملي او اسلامي دنده ادا كړي او په ښوونيزو تاسيساتو، ښوونكو او زده كوونكو د بريدونو او د هغوى د تهديد مخه ونيسي.

د يادولو وړ ده چې دا مهال په هيواد كي اووه ميليونه ماشومان او نجونې په ښوونځيو او مدرسو كې د علم پر زده كړه بوخت دي چې دا شميره د هيواد د پوهنې په تاريخ كې تر ټولو زياته او بې سارې ده.