کور / تازه خبرونه / هلمند:ځانمرګي له حج نه راغلى قوماندان په نښه كړ

هلمند:ځانمرګي له حج نه راغلى قوماندان په نښه كړ

دهلمند په مركز لښكرګا كې نن غرمه يوه ځانمرګي بريد كوونكي په داسي حال كې بريد ترسره كړ چې ديوه دولتي قوماندان كورته دحج مباركي په نوم ورننوت . دغه قوماندان دوسله والو طالبانو يو له كلكو مخاليفينو څخه ګڼل كېږي او وسله والو طالبانو يې له وړاندي دمرګ تابيا كړې ده . كوكا قوماندان دموساكلا ولسوالي قوماندان پاتي شوى او اوس له حجه راغلى دى . كوكا لراوبر ويپاڼي ته وويل چې په ځانمرګي بريد كې دوه ساتونكي وژل سوي او څلورساتونكي يې ټپيان دي چې دده په خبره ددو روغتيا يي حالت ډېراندېښمن دى. كوكا وويل چې يو لس كلن ماشوم زوى يې هم ټپي شوى دى .