کور / تازه خبرونه / كندهار:دوه ځانمرګي بريد كوونكي ونيول شول

كندهار:دوه ځانمرګي بريد كوونكي ونيول شول

دكندهار امنيتي چارواكي وايي چې دښار په چاوڼۍ سيمه كې دوه ځانمرګي بريد كوونكي نيولي دي . يوه حكومتي منصبدار چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي لراوبرويپاڼي ته وويل چې دځانمرګي په تور نيول شوي كسان دواړه ورونه ښكاري خو يوه صدرۍ چې له چاودېدونكو توكو جوړه ده ورسره نيول شوې ده . خو رسماً تراوسه په دې اړوند افغان چارواكو خپل غبرګون نه دى ښودلى.