کور / تازه خبرونه / كندهار:لس پوليس ووژل شول

كندهار:لس پوليس ووژل شول

دكندهار دميوند ولسوالي په شاميركلا كې لس كسه پوليس وژل شوي وسلې او موهمات يې ځيني وړي دي . دميوند ولسوالي يوه امنيتي چارواكي لراوبرويپاڼي ته وويل چې پېښه نن سهار پرشاوخوا شپږ بجې باندي شوې ده . چارواكي دنوم په نه افشا كولو وويل چې دپوليسو وسلې اوموټرونه هم وسله والو له ځان سره بيولي دي . دطالبانو يوه وياند قاري يوسف په يوه ليكلي پيغام كي لراوبر ويپاڼي ته وويل چې طالبانو دولس۱۲پوليس وژلي وسلې اوموټر يې ځيني بيولي دي . خو تردامهاله دكندهار چارواكو رسماً دې خبري ته خپل غبرګون نه دى ښودلى.