کور / تازه خبرونه / واورو ځپلو سیمو ته دچټکو مرستو درسولو امر سوئ

واورو ځپلو سیمو ته دچټکو مرستو درسولو امر سوئ

د ولسمشرۍ ماڼۍ درسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر حامد کرزي دملي دفاع وزارت، له طبیعي پیښو سره دمبارزې ادارو او هرات والي ته امر کړې تر څو په چټکه توګه واورو ځپلو سیمو ته خپلې مرستې ورسوي.


پدې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر کرزي له هرات نه ولسي جرګې کې استازي عبدالسلام قاضي زاده سره هم چې دا مهال د هرات د غوریانو په ولسوالۍ کې دی په ټیلیفون کې خبري کړي او له هغه نه یې په سیمه کې دحال دمعلومولو پلټنې پایلې اوریدلي، دهرات استازي عبدالسلام ولسمشر کرزي ته پدغه ولسوالۍ کې دسختې یخنۍ خبره کړې او پدغه سیمه کې دزیات یخ له امله انساني او حیواني تلفاتو یادونه کړی.


دا ډول ولسمشر کرزي دهرات دغوریان، زنده جان، ګلران او شینډنډ ولسوالیو ته هم مرستې ورسو ي. دا ډول ولسمشر کرزي له طبیعي پیښو سره دمبارزې ادارې ته هم لارښوونه کړې چې په ننګرهار، غور او بدخشان کې هم یخ ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي.