په لسګونو افغان حاجيان په عربستان کښي راګير دي

د لراوبر اداره | جنوري 13th, 2008


سلګونو په عربستان کي راګيرو د الوتني منتظرو افغان حاجيانو ولس مشر کرزي و د سعودي وزارت حج ته په لاسليکونو خط ليکلي و د افغان حاجيانو بيرته وطن ته د ستنيدو په پروسه کي د لس درځني ځنډ لامله د وزير حج اوقاف د بر طرفي, دحج کميسيون د غړو د محاکمي او کام اير په هواي شرکت د بنديز او هر حاجي دت و ٤٠ مقررو ورځو نه اظافه د هري ورځي په سر د  ٥٠  امريکاي ډالر و معاوضې غو ښته کوي.


حاجي محمد يو سف احمذي په سعودي کا د بند پاتي ١٥٠٠٠حاجيانو د ددفاع د کميټي مشر واي چی تر اوسه ١٢٠٠ کسانو پدغه شکايتي خط په مدينه او مکه کرمه کي حاجيانو لاسليکونه کړي دي .نوموړي وويل  چي ولس مشر دي سمدستي مداخله وکړي خوار او ځوريدلي افغان حاجيان دي د تاتو او isaf د الوتکو د لاري انتقال کړي.احمدزي زياته کړه چي کام اير هره ورځ د 1300جاجيانو د انتقال قرار داد کړي د ١٣جنوري پوري بايد ټول ٢٥زره حاجيان انتقال ګړي واي خو تر اوسه د نيم نه هم کم تعداد نه دي انتقال شوي.


نومړي ووبيل د واوري له امله يو ورځ الوتني نه دي شوي خو کام اير د حاجيانو ٥ ورځي معطل کړيدي.احمدزي زياته کړه چي کابل ته په ستنيدو په ستره محکمه د کام اير پر خلاف د حاجيانو سره د وعده خلافۍ فراد او په خپل مسويلت کي د نا کامۍ او زيان رسو لو او تلا في دعوه دايره کړم او به د هوایي کرښو نړيوال شکايتو دفتر ته شکات وکړي.


نوموړي زياته کړه چي افغان حاجيان چي د شکايت خبره وکړي نو چارواکي ورته وايئ د ٦٠ حاجينو په سر يو د ملي امنيت جاسوس درپسې دي په کابل کي به درسره ګورو دا يو بله رسوایي ده مونږ حاجيان يو که  ترهګر ؟بايد ملي امنيت خپل دريځ روښانه کړي. 


 د مدينې منورې حاجيان د ٨ ورځو لپاره راوستل شوي اوس ئي ١٢ ورځي اوښتي لا د تګ درک ئي نشته دي همدرنګه و مکي شريفي کي ٥٠ ورځني حاجيان لا پراته دي .نوموړي زياته کړ ه د پاکستان حاجيان ٦٠ زره افغانۍ د حج لپاره جمع کړي او د افغان حاجيانو څخه 124000  افغانۍ ولي اخيستل شوي دي.دادی نيم په نيمه فرق ، بايد په دې اړه هم څېړني وشي .

Copyright Larawbar 2007-2024