کور / تازه خبرونه / چارواكي:دطالبانو يومشهورقوماندان ووژل شو

چارواكي:دطالبانو يومشهورقوماندان ووژل شو

دكندهار ولايتي چارواكو خپر وركړ چې دپنجوايي ولسوالي په خنجكك سيمه كې دوسله والو طالبانو يومشهور قوماندان ملا عطاوالله عطايي له دوو نورو ملګروسره وژلى دى ، او دده دوه ملګري يې ژوندي نيولي دي ، دكندهار ولايتي چارواكو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې عطاولا عطايي په سيمه كې دطالبانو يومشهور قوماندان وو او دپنجوايي دتاوتريخوالي سره سره يې په ځينو نورو پېښو كې هم لاس درلود ، دكندهار ولايتي چارواكي وايي چې عطايي په تښتونو كې هم لاس درلود او په دېوروستيو كې يو ځايي بانفوظه كامي مشر هم تښتولى وو.