کاناډا : افغان ۱۹ کلن کرکټ ټېم هالنډ ته هم ماته ورکړه
په کاناډا کښي د ۲۰۱۰ کال د کرکټ د نړيوال جام د پېل سويو کرکټ سياليو په ترڅ کښي افغان ۱۹ کلن کرکټ ټېم د خپلو پرله پسې برياوو په لړ کښي نن د هالنډ کرکټ ټېم ته هم ماته ورکړله .
پچه افغان ټېم وګټل او د منډي جوړول يې غوره کړل چي په 49.5 اورونو کښي د 10 لوبغاړو په سوځېدلو سره ټوټال ۲۷۲ منډي جوړي کړلې او په ۱۸۳ منډو سره يې د نن ورځي سيالي له هالنډه څخه په خورا مېړانه وګټله !
هالنډ چي ټولټال لوبغاړي يې په 21.2 اورونو کښي اوټ سول ټوله ۸۹ منډي جوړي کړې .
د افغان ۱۹ کلن کرکټ ټېم له ډلي څخه تر ټولو ډيري منډي ايوب خان احمدزي وکړلې چي ۱۰۵ ته ورسېدلې، ورپسې اقبال خان خپلي ډيري منډي ۵۱ ته ورسولې او ايمل وفا ۴۸ منډي وکړلې او همدارنګه عزت الله خان په ۳۱ کښي ۶ ، ايوب او ذکي الله ۲ هالنډي لوبغاړي اوټ کړله .
سبا به افغان ۱۹ کلن کرکټ ټېم د Papua New Guinea سره لوبه کوي .
Afghanistan 272 (50 overs)
Netherlands 89 (21.2 overs)
Afghanistan won by 183 runs