میدان وردګ : هوايي او ځمکني عملياتو مرګژوبله اوړولې ده
په میدان وردګ ولایت کې (۹) تنه وسلوال مخالفین وطل سوي او اته تنه نور ژوندي نیول شوې .
دوږي په ۱۹ مه دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ د ډنډوکي او باغک په سیموکې د ایساف په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو دیو عرب په ګډون نهه تنه وژل شوې او اته تنه نوریې ژوندي نیول .
دغه عملیات چې بیګا دسیداباد ولسوالۍ دډنډوکي او باغک په سیموکې پیل شوې وو نن غرمه ۱۱بجې پای ته ورسیده پکې وسلوالو مهم سرګروپان هریو ملاعابد مشهور په غیرت ،نور احمد،ملا مسعود،قوماندان نورحمان ،ملانور حبیب ،دوه تنه چې یویې دهلمنداو بل یې دکندهار وو دیوعرب په ګډون چې اسدالله نومیدو وژل شوې او اته تنه نور یې ایساف له ځانه سره ژوندي بولي دي، دغه عملیاتو کې ایساف ته کوم تلفات نه دي رسیدلي .