نن جمعه د سپټمبر پر یوولسمه اسوشیټیډ پریس يو راپور خپور کړ او وایي چي د امریکا د سنا په مجلس کښي د وسلوالو چارو د کومیټې رئیس « کارل لیوین » اعتراف وکړ چي امریکا په افغانستان کښي د جنګیالیو پر ضد په جنګ کي « ابتکار د لاسه ورکړئ دئ . »
ده په جمعه سنا ته وویل چي د امریکایي پوځونو د ډېرښت څخه مخکي باید د افغان اردو تعداد زیات کړل سي .
ده د اوباما پر حکومت ټینګار وکړ چي د افغان اردو شمیر باید ۲۴۰۰۰۰ کسو ته او د افغان پولیسو شمېر هم باید ۱۶۰۰۰۰ ته جګ کړه سي .
ده هلته د امریکایي پوځیانو د نور ډېرښت په باره کي خبرداری ورکړ .