کور / تازه خبرونه / ننګرهار: خبريالانو د افغان خبريال منادي وژنه وغندله

ننګرهار: خبريالانو د افغان خبريال منادي وژنه وغندله

د ختيزې سيمې د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې او د سفما سيميز دفتر نن په جلال اباد کې يوه غونډه وکړه او د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه يې په کلکه وغندله. د ختيزې سيمې لسګونو ژورنالستانو وويل چې بهرنيو ځواکونو په خپل سر د نيويارک ټايمز د برطانوي خبريال دخلاصون په موخه وسله وال عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې بهرنی خبريال راخوشې او افغان خبريال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د بهرنيو ځواکونو دا کارددوی لپاره خواشينوونکی و.
د ختيزې سيمې ژورنالستانو په ګډه يو پينځه مادييز پرېکړه هم خپور کړ چې پکې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې چې د يوه ناپلوي ارګان په توګه دې د خپل مسوليت له مخې ددې پېښې پلټنه وکړي او سرغړوونکې دي د قانون منګلو ته راکاږي. د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې تولنې مشر لال پاچا ازمون وويل چې په افغانستان کې ټولې وسله والې خواوې د ژورنالستانو لپاره يو ګواښ ګرځيدلي او که دا چاره همداسې دوام ومومي نو په هېواد کې به ژورناليستيکو چارو ته د پای ټکی کېښودل شي.

ښاغلي ازمون ګواښ وکړ که دژورنالستانو پر وړاندې پرتې ننګونې پای ونه مومي نو دوی به د هېوادپه ښارونو کې په سوليزو لاريونونو لاس پورې کړي او تر هغې به يې وغزوي تر څو چې ښکېلې خواوې د ژورنالستانو د خونديتوب ډاډ ورنکړي. دوی په هېواد کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو هم غوښتنه وکړه چې دبيان ازادۍ ته په درناوي او ژمنتياسره دې دافغان خبريالانو لپاره د ښه کار کولو زمينه برابره کړي او دوی ته دې خنډونه نه پيدا کوي. ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د نيويارک ټايمز يو برطانوی خبريال له افغان خبريال سلطان محمد منادي سره يو ځای وتښتاوه چې بهرنی خبريال د ايساف ځواکونو په عملياتو کې راخوشې خو افغان خبريال منادي بيا ووژل شو. تر دې مخکې هم په هېواد کې خبريالان وژل شوي، وهل شوي ټکول شوي، ګواښل شوي خو چايې پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم په تور څوک زنداني شوي دي.