کور / علمي / دایران اټومي بم ټکنالوژي

دایران اټومي بم ټکنالوژي

دایران اټومي بم ټکنالوژي


(لومړۍ برخه)



ليکوال :


پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ


د جرمني  هیواد                                                                               


نيټه : 9-Sept-2009 


سریزه :


په داسې حال کې چې دافغانستان ټول ګاونډي هیوادونه په هستوي وسلوسمبال شوي دي داسې اټکل کیږي چې په  دوه زره یوولسم  زکال کې به ایران هم داټوم بم په جوړولوبریالی شي . دایران اټومي بم پروګرام نه یوازې داچې  په افغانستان  اوسیمه کې به سوله نوره هم  ګډه وډه کړي    بلکې    منځنۍ اسیا اوپه تیره بیا ټولې نړۍ ته ډیرسترګواښ ګڼل کیږي . څرنګه چې افغانستان دنړیوالې اټومي انرژۍ (IAEA) سازمان دپرېکړوپلې کولوپه تړاویووفادارتاریخي غړی دی نودنړیوالې ټولنې څخه هیله کیږي چې دایران په دولت باندې هراړخیزاقتصادي او پوځي بندیزونه ولګوي ، ترڅوداټومي وسلودتولیدڅخه لاس واخلي . نن ورځ چې د نړیوال کیدنې یا ګلوبلایزیشن د تګ لاري   (Globalization)  پروسه په ډیره چټکی سره مخ پر وړاندې روانه ده نوددې اړتیالیدل کیږي چې دسولې په خاطردمنځنۍ اسیاټوله سیمه دهستوي وسلوڅخه پاکه شي . په بله وینا نوموړې سیمه  دهستوي وسلوڅخه آزادې  Nuclear-Weapons-Free Zone, سیمې په توګه اعلان شي .


ددویمې نړیوالې جګړې څخه راپدې خوادنړۍ  په ټولو مذهبونوکې ځینې بنسټپالې ډلې پیداشوې دي چې  مذهب دسیاسي موخې لپاره کاروي .  دغه لړۍ هغه مهال پیل شوه کله چې په دویمه نړیواله جګړه کې دامریکابنسټپالوډلوخپل لومړي اټومي  بم ته عیسوي اټوم بم نوم ورکړ. وروسته نوروهیوادونوهم دغه ډول چلنلاره تعقیب کړه . په دې مانا چې جوړشوواټومي بمونوته یې د خپل مذهب  نومونه وټاکل .   دبیلګې په توګه لکه  :


  عیسوي اټوم بم ، یهودي اټوم بم ، دتزاراټوم بم ، هیندي اټوم بم (خندیدنکی بوداSmiling Buddha ) ، اسلامي اټوم بم  اونور.


دپام وړخبره خوداده چې داسلامي اټوم بم نوم دغیراسلامي هیوادونوپه خپرونوکې کارول کیږي . په همدې تړاوکله چې په ۱۹۹۸ زکال کې دکوزې پښتونخواپښتون مسلمان ساینس پوه ډاکټر عبدالقدیرخان له خوا په بریالیتوب سره پينځه   هستوي وسلې وازمویل شوې  نودایران مذهبي مشرانوپریکړه وکړه چې  دسوني اټوم بم سره په سیالی کې (شعیه اټوم بم ) هم جوړکړي . همدالامل دی چې نن ورځ ایران غواړي چې دهستوي وسلولړۍ مخ په وړاندې بوزي  . که څه هم دټولوجوړشوواټومونورسمي نومونه ټاکلې کوډنمبرلري  خوسره دهغې هم په ځانګړوخپرونوکې د کوډنمبرپرځای نوموړي مذهبي نومونه کارول کیږي . 


دهستوي وسلودډیرښت بندیزتړون :  Nuclear Non-Proliferation Treaty (NNPT ) 


په ۱۹۶۸ زکال دجولای میاشتې په لومړی نیټه دهستوي وسلوبندیزتړون  NNPT  دیوسلوڅلور اتیاهیوادونوله خوا لاس لیک شو. ایران  دلومړی ډلې هیوادونوڅخه  وو چې نوموړې نړیوال تړون  یې لاس لیک کړ : ځینوهیوادونولکه پاکستان،اسرائیل ،هندوستان اوشمالي کوریادهستوي  وسلوبندیزتړون لاس لیک نه کړ.  دنوموړې تړون اړین محتویات په لاندې ډول دي .



  • هغه هیوادونه چې هستوي وسلې په واک کې لري “nuclear weapons states”  لکه امریکا،انګلستان ،فرانسه ،روسیه اوچین ژبنه  کوي    چې خپلې هستوي وسلې به نورې نه ډیروي او  بیخې به یې کموي .
  • په بدل کې هرغړی هیواد ددې رښتې لري چې دهستوي انرژۍ څخه د سولې په موخه او دمدني خدمتونوپه لاره کېګټه پورته کړي . دبېلګې په توګه لکه په کرهڼه ، طبابت ،هستوي بټۍ ، ریسرچ اوصنعت کې  درادیوایزوټوپونوکارول
  • غړي هیوادونه   ژبنه کوي چې  دهستوي انرژۍ څخه به  په پوځې لاره کې کارنه اخلي 
  • غړي هیوادونه به  نوروهیوادونوته دهستوي وسلوټکنالوژي نه انتقال  کوي

دایران اټومي پروګرام :


څرنګه چې ایران په ۱۹۶۸ زکال کې داټومي  وسلوبندیزتړون لاسلیک کړی اوهمدارنګه دنړیوال اټومي انرژۍ سازمان فعال غړی دی  نوایران هم  لکه دنوروډیروهیوادونو په څیر اټومي انرژۍ دعامې مدني ګټو اخیستلوپه موخه کارولای شي . په دې ماناچې ایران ددې رښتې لري چې داټوم انرژۍ څخه یواځې په  سوله ایزه لاره کې ګټه پورته کړي اود پوځي موخې لپاره یې وه نه کاروي   .  په بله وینا ایران کولای شي چې په مشروع توګه هستوي  ټکنالوژي اوپوهه دنړیوالې اټومي انرژۍ سازمان څخه ترلاسه کړي . پایله یې داده چې دایران لپاره دوه لارې  شته دي چې په پټه سره د اټوم بم ټکنالوژي ترلاسه کړي .  


لومړی : دیورانیوم بډای کولوکړنلاره (Uranium enrichment)


دویم : دهستوي بټیو کارولو کړنلاره (Nuclear power plant)  


دایران چارواکي کولای شي چې دکارپوهانوپه مرسته دپورته یادشوودواړولاروڅخه کارواخلي. 


که چېرته ایران دیورانیوم بډای کولوکړنلاره په مخ بوزي نوپه پایله کې کولای شي چې په ټیټه کچه اوهم په لوړه کچه بډای شوی چاودیدونکی یورانیوم دوه سوه پینځه دیر ش(uranium-235 (U-235 ترلاسه کړي . په دې مانا چې په طبیعي یورانیوم کې په ټیټه کچه بډای شوی یورانیوم دوه سوه پینځه دیر ش Lowenriched uranium (LEU)   لږڅه درې په سل برخه 3–5 % U-235      تشکیلوي  اوپه لوړه کچه بډای شوی یورانیوم هغه یورانیوم ته ویل کیږي چې لږترلږه  شل په سل کې 20 % U-235 په یورانیوم دوه سوه پینځه دیر ش Highly enriched uranium (HEU)   بډای شوی وي


په داسې حال کې چې دبرېښنادتولیدپه موخه دسپکواوبوهستوي بټۍ(Light water reactor) لپاره په ټیټه کچه بډای شوي  یورانیوم څخه ګټه پورته  کیږي  خوددې وېره شته ده چې ایران به طبیعي یورانیوم داټوم بم دجوړولوپه موخه په لوړه کچه بډای کړي (HEU) . دیورانیوم دغني کولولپاره یوډول څرخیدونکې آله په کارده چې دسنټریوفوګ  Centrifuge په نامه سره یادیږي . په ۱-شکل کې په لوړسرعت سره څرخیدونکې آلې ښوول شوې دي چې دیورانیوم دبډای کولولپاره کارول کیږي  . دسنټریفوګ آلوسرعت دومره لوړدی چې په یوه ثانیه کې درې زره  پېرې ترسره کوي (3000 revolutions per second) . په داسې حال کې چې دکالیومینځلوماشین په یوه ثانیه کې یواځې شل پېرې څرخي . دنوموړې آلې په مرسته کیدای شي  چې په لوړه کچه بډای شوی یورانیوم ترلاسه شي اوپه اټومي سرګولیوکې  ځای پر ځای شي  .


نړیواله ټولنه ایران ودې ته هڅوي چې هغوی به په ټیټه کچه بډای شوی  یورانیوم (LEU) په وړیاتوګه ورکړي ترڅوایران وکولای شي دهیوادهستوي بټیو لپاره یې وکاروي  اوپه بدل کې بایدچې ایران دیورانیوم د بډای کولوټکنالوژۍ څخه لاس واخلي . خوایران دنړیوالې ټولنې دغه وړاندیزپه کلکه ردکوي .


بلخواایران کولای شي چې دهستوي بټۍ دکارکولوپه چلنلاره کې دتولیدشوي  پلوتونیوم Plutonium-239 څخه اټوم بم جوړکړي . پلوتونیوم په یوه چټکه تولیدوونکې هستوي بټۍ  breeder reactor کې د  یورانیوم دوه سوه اته دیرش       U-238 څخه ترلاسه کیږي کله چې یوچټک نیوترونهستې ته ورننوځي . دپلوتونیوم  دتولیدهستوي معادله په لاندې ډول ده .  


Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.  


په یوه چټکه  تولیدوونکې هستوي بټۍ  کې دسونګ موادو Nuclear fuel په موخه د  طبیعي یورانیوم  څخه کاراخیستل کیږي .  طبیعي یورانیوم لږڅه نهه نوي په سل کې   99,3%  دیورانیوم دوه سوه اته دیرش ایزوټوپ  اوصفرعشاریه اوه په سل کې 0,7%  دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پنځه دیرش U-235 ایزوټوپ څخه  جوړدی . کله چې دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش هسته وچوي نوپه پایله کې یوسریع یانې چټک نیوترون منځ ته راځی . دغه چټک  نیوترون په خپل وارسره  دشاوخواګاونډیویورانیوم دوه سوه اته دیرش U-238 په هستولګیږي اولومړی دغه نیوترون جذب کوي اوبیاپه یورانیوم دوه سوه نهه دیرش هیجاني هسته اوړې U-239 ، ورپسې یوه بیتا زره دځانه څخه بهرته شړي . دیوې  بیتارادیواکټیوتجزیې څخه وروسته لومړې دنیپټونیوم Neptunium-239 اوبیادپلوتونیوم هستې  Plutonium-239 منځ ته راځی .  دهستوي بټۍ دسړولولپاره دمایع سوډیم څخه کاراخیستل کیږي .


  دیو ې چټکې تولیدوونکې هستوي بټۍ  breeder reactor ځانګړتیاوې په دې کې دي چې دخپل ځان دمصرف اویا په بله ژبه   داړتیاوړچاودیدونکوسونګ موادو     په پرتله اضافه نورچاودیدونکي مواد تولیدکولاي  شي .


په دې مانا چې هغه هیوادونه چې یوه داسې هستوي بټۍ په کاراچوی نوموخه یې دبریښناتولیدنه وي بلکې داټوم بم لپاره چاودیدونکی هستوي موادترلاسه کوي  . دبېلګې په توګه د نوموړې بټۍ  په مرسته سره کولای شو چې په یوه ورځ کې لږڅه نیم کیلوګرام 0,6 Kilogramm پلوتونیوم ترلاسه کړو . 



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.
  


۱-شکل


۱-شکل : دایران اټومي پروګرام په ډاګه کوي  چې د زرګونوڅرخیدونکو غاز سنټریفوګ  Gas Centrifuge په مرسته په طبیعي یورانیوم کې دچاودیدونکي  یورانیوم  دوه سوه پینځه دیرش ایزوټوپ U-235 برخه تر درې په سل کې 3% بډای شي (1)  .   دایران اسفهان  ولایت په ( نطنز Natans) نومي  ښارکې ترمځکې لاندې په زرګونه غازسنتریفوګ دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش ایزوټوپ دغني کولوپه موخه کارکوي . د نطنز  ښاردوه سوه پینځه ویشت کیلومتره واټن کې دتهران ښارپه جنوب شرقې برخه  کې پروت دی(Urenco Plant) .    


بلخوادسپکواوبوپه هستوي بټۍ light water reactor کې هم پلوتونیوم دچاودیدونکوسونګ موادوپه پایله کې منځ ته راځي .په دې ترځ کې دتوپيرلرونکو عنصرونو  رادیواکټیو ایزوټوپونه هم تولیدکېږي . دنوموړورادیوایزوټوپونوڅخه دسوچه پلوتونیوم بیلول  دومره  اسانه کارنه دی بلکې یوې ډیرې پرمخ تللې  ټکنالوژي ته اړتیالري. داټوم بم دجوړولولپاره بایدچې پلوتونیوم  دنوروایزوټوپونوڅخه بیل شي ترڅوسوچه پلوتونیوم ترلاسه شي .  دسوچه پلوتونیوم څخه جوړشوي  اټوم بم کې ځنځیري هستوي تعامل هغه مهال منځ ته راتلای شي  کله چې دبحراني کتلې (critical mass) وزن دپینځه نیم کیلوګرام 5,4 Kilogramm   څخه واوړي . دپلوتونیوم یوکروي شکله غونډاری چې قطریې اته سانتي متره وی  ca. 8cm  دبحراني کتلې همدغه شرط پوره کوي . په هستوي  بټۍ کې دبریښنادتولیدپه موخه دپلوتونیوم اکساید Plutoniumoxid (PuO2) څخه کاراخیستل کیږي . دنوموړي مرکب بحراني کتلې وزن لږڅه دیارلس  12,8kg  کیلوګرام ده . که څه هم په تخنیکي تړاودپلوتونیوم اټوم بم دلوړې کچې بډای شوي یورانیوم اټوم بم په پرتله اسانه کاردی خودسوچه پلوتونیوم سونګ موادوتولیدډیرسخت تمامیږي .که چیرته داټوم بم دجوړولوپه موخه  دسوچه پلوتونیوم پرځاې  دسوچه یورانیوم دوه سوه پینځه دیرش ایزوټوپ څخه   کارواخیستل شي نود بحراني کتلې اندازه دپینځه نیم کیلوګرام پرځای اوه څلویښت نیم کیلوګرام  47.5 kg ته اړتیاده.



  • دهستوي بټۍ دکارکولوپه موخه اړین ده چې چاودیدونکي سونګ مواد  لږترلږه ددریونه ترپینځوپه سل کې په یورانیوم دوه سوه پینځه دیرش بډای شوي وي
  • دهستوي وسلودجوړولوپه موخه اړین ده چې په طبیعي یورانیوم کې چاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پینځه دیرش  ایزوټوپ سلیزه برخه د 0.72 %  څخه لږترلږه  نوي په سل  90%    بډای شي  .
 

(دلومړۍ برخې پای)


په درنښت


پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ


  



  1. http://cryptome.org/cia-waffle.htm http://www.euronuclear.org/info/encyclopedia/g/gascentrifuge.htm
  2. http://en.wikipedia.org/wiki/Enriched_uranium#Gas_centrifuge
  3. Stern 5/2006 „Zwei Wege zur Bombe“