بن لادن : اوباما بې قدرته دئ 
د اسوشیټیډ پریس د تازه خبر له مخي د اسامه بن لادن نوې فیته نن راووته او په هغه کی یې ویلی چی اوباما د افغانستان د جنګ په تم کولو کی بې وسه دئ .
د بن لادن دا فیته چی د سپټمبر د یوولسمی د حملې د اتمی کالیزي څخه دوې ورځی وروسته راووته وایی چی د سپینی ماڼۍ اوسني چارواکي هماغه د بوش ستراتیژی مخته بیایی چی د مارکېټونو د سود بیرول دي . ده وویل د دې پر ځای چی د عراق د آزادۍ خبره وسی باید پخپله سپینه ماڼۍ آزاده سي .
ده زیاته کړه چی موږ به تاسو د دې جنګ په دوام سره په هره چوړۍ کی وسولوو ( وتوږو ) . څیړونکي وایی چی د بن لادن دغه نوې فیته به د امریکا پر پوځي او جنګي ستراتیژي لوی منفي اثر وکړي .
د اسامه بن لادن نوی پيغام :