کور / خبرتیا او پيغامونه / د روان شناسانو او داکترانو سر خلاصي ليک

د روان شناسانو او داکترانو سر خلاصي ليک

دبین المللي ډاکټرانو د اتومي جنګ د مخنوي (International Phsicians )اتحادیه – دالماني څانګه
 (IPPNW) War learfort the Prevention of Nuc)
 اړیکي : (E-Mail ippnw@ippnw.de)


دروان شناسانو او ډاکټرانو لخوا دالمان وزیر دفاع ښاغلي « یونګ » ته سر خلاصی لیک!


د المان د دفاع وزیر ښاغلی ډاکټر « یونګ » !


که څه هم ستاسو دادارې له خوا انکار پرې کېږي، خو حقیقت څرګند دی : دالمان جمهوري دولت دملي حقوقو خلافپه افغانستان کي په جګړه بوخت دی. هغه جنګ چې ملل متحد پخوا اجازه ورکړې وه، چې د غیري افغاني سخت دریزو سره دي وسي یو تېر سوی او پخوانی عمل دی . د افغانستان بیا رغاونه د دغو سر تیرو لخوا ځنډیږي او پرمخ نه ځي دا ځکه چې بې ګناه ملکي افغانان وژل کېږي او د افغانانو احساسات د ښکیلاکګرو پر ضد را پارول کېږي . په دا اوسوکي الماني سرتیري هم وژل کېږي . په بین المللي رسنیو کي جنګ ډېر سخت بلل سوی دی . د نورو سرتیرو مرګ ژوبله او رواني ناروغۍ وېره هم سته . په څرګنده توګه دغه پلان په افغانستان کي له ناکامۍ سره مخ دی . ټولو المانانودرک کړې ده . د المان ملي دتلویزون پخپله خپرونه کي دا ښوولې ده، چې (۶۹ ) په سلو کي اوس خلک دغه جنګ نه غواړي . اوس باید دالمان روان شناسان خپل خلک روحي تسکین کړي، چې دجنګ په مقابل کي د ځان کنترول او زغم ولري .او په دې ډول سره چې د جنګ بهیر ونه دريږي، نو د دې لپاره ئي روان شناساني رابللي . سیاستمندان په دې عقیده دي، چې ګواکي د (PTBS) (راوني ناروغي ) ناروغي کېداي سي، چې په روحي درملنه ئي د تل لپاره لمنځه یوسي . . .


نو له دې کبله موږ اعلان وو :


موږ ډاکټران او روان شناسان په افغانستان کي د المان د سرتیر برخه اخستنه په جنګ کي رده وو. موږ ډېر سخت اندېښمن یو، چې دغه اوسنی تمایل د المان د حکومت ودغه ټولنیز ملي او بین المللي کړکېچ ته تر ډېره د سرتیرو په مټ به ځواب ورکړي .


 د کلنیکي ازمویني له مخه چې د جنګ رواني ناروغه انسانان او هم سرتيري لیدل کېږي ،نو موږ د یوې سوله یزي ټولني او دولت ملاتړي یو . باید زیار و ایستل سي، چې کړکېچ په سوله حل سي . جنګ پخپله په افغانستان کي د خلکو لپاره د روحي ناروغۍ یو لامل دی او هم تر ډېره پوري د المان د سرتیرو لپاره چې هلته په جنګ کي بوخت دي هم یو لامل دی . دجنګ روحي ناروغان زموږ له نظره کېداي سي، چې هله ئي ښه درملنه وسي، چې په منځ کي د حمله کونکي او ناروغي سم فرق وسي . او هم بایدفرق په منځ کي د هغه کسانو چې په زور ازموینه کي بېله د دوي دکړو څخه دوي ورګډسوي وي ا و د هغوکسانو چې دغه زور مخ ته بیائي ،وسي . یا که چيري موږ د ناروغي د مقدماتي ناروغۍ په لامل ونه پوهېږو نو به مو یوه سرسري درمنله کړې وي . زموږ د پوهي له مخي که چیري رواني درملنه بېله سیاسي او عسکري زمنې اړوند څخه کېږي موږ موافقه نه لرو . په هره توګه چې ده خو د دغي درملني پایله د زور زیاتۍ مخنیوی، په لېونتوب خلک وژل، ځان وژنه، ځان په خطر کي یا بل په خطر کي اچولو مخنیوی کوي . د دفاع دویزارت اعلامیه، چې موږ د سرتیرو د رواني ناروغۍ په درملنه کي برخه واخلو او موږ ددې لپاره چې د المان د سرتیرو د جنک پرمخ وړلو اله وګرځو، دا په کلکه رده وو . خو مګر دا زموږ د دندي او تیارۍ د درملني او سمدلاسه مرستي او روحي ناروغۍ مرستي مخنیوی نه کوي .


لاسلیک کونکي دوه سوه او دوولس (۲۱۲ ) کسه روان شناسانو، پروفیسرانو او ډاکټرانو لاسلیک کړئ دئ . دغه ډاکتران د پورته اتحادېي غړي دي دغه لیک په ۳۱ . ۸ . ۲۰۰۹ په برلین کي لیکل سوئ .