کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : د علماء او امامانو شورا د ترسره شوو ټاکنو څخه ملاتړ وښوده

میدان وردګ : د علماء او امامانو شورا د ترسره شوو ټاکنو څخه ملاتړ وښوده

دمیدان وردګ ولایت علماء او مساجدو امامانو شورا د ترسره شوو ټاکنوڅخه ملاړ وښوده .

دوږي په ۲۲ مه دمیدان وردګ ولایت دعلماو او مساجدو امامانو (۵۰) کسزیزې شورا استازو د ترسره شوو ټاکنودشفافیت ننګه او ملاتړ وکړو یاد شوو شوراګانو جیدو علماو د روژې دمبارکې میاشتې دافطار په موخه چې دټولو ولسوالیو څخه مرکز میدانښار کې راټول شوې وو .

دمیدان وردګ ولایت د حالاتو او دعلماو دستونزو په اړه یې نظرونه سره شریک کړل، په اخرکې داچې علماء د پیغمبرانو وارثین دي او په ټولنه کې دمسولیت داحساس په بنسټ یې یو څلور مادیز پریکړه لیک تصویب کړو چې په کې دترسره شوو ټاکنودشفافیت څخه په نوموړي ولایت او دهېواد په کچه ملاتړ اوننګه،د لویولاروساتل،دټول ګټوپروژو ساتنه،ترور او بې ځایه وژنو غندنه .
د وسلوالومخالفینو سره د دسولې او مذاکراتو دهرډول پروګرمونو څخه ملاتړ او دغه لړۍ غښتلي کول، همدارنګه دعلماو دژوند دکچې لوړول او دیني مدارسو ته د دولت توجو د پریکړه لیک منځپانګه تشکیلوله. ناسته غونډه په هېواد کې دسرتاسري سولې دټینګښت او دبې ځایه وینو دتویدو دمخنیوي په دعاء پای ته ورسیده.