کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زه د بشر مور يمه خپل حقوق او سوله غواړمه !

زه د بشر مور يمه خپل حقوق او سوله غواړمه !

هو :-زه موريمه ته به مې نه پيژنی ځکه چې ته اوس غټ شوی يې
ستا لاسونه اوخپي ترما ډيرقوي دي اوس ته ترما ښايسته قواره لری
نوې اوښکلي جامې اغوندی اوس نو ته ترماهم په محفيلونوکې ښه
اوپه لوړاوازخبرۍ کوی اوغټ ټوپک په اوږه ګرځوی او تومانچه دپه ملاکې تړلی
هو :-زويه تاته وايمه !

ته اوس وزيرشولی بل وروردی ليډرشواوهغه بل وروردی مکتب يې د لسم صنف نه خوشی کړويل موری اوس ته نه پوهيږي پيسي په تعليم کې نه دټوپک په خوله کې ده دټوپک په زورښه پيسي ګټل کيږي
بل ورورته دی ګوره هغه خو وايي زه دټول دونيا دسياست مدارانو مشر يم زه عدالت کومه په نړۍ کې عدالت غواړمه د ټوپکونواو دتوپونوتياروسره ټوله نړۍ اوافغانانو ته سوله راوړمه اوبل وروردی وايي زه خوترتا هم زورلرمه ته يومړکړه زه به دوه وګوره څوک به دانسان وژنی مسابقه ګټي؟

اونورورنه دی هم بيلاري شول وايي که جنګ خلاص شي بيازمونږه دګټۍ لارې به دګاونډيو لخوا پرمونږ بندی شي ژوندبه څنګه تيرووتعليم خوهسی هم نلرواومونږته خو په ټولنه کې کارهم نه پيدا کيږي ځکه چې افغانستان کې کارونه نشته ډاکټران او انجينرانو ته کارنه پيدا کيږي نو مونږ ته به څه پيدا شي لاره به کوم وي بله چاره نشته او هغه ځيني خوخپلووطنو کې تيل اوګازنلري دموټرلپاره وطن کې تيل نشته ټول پيسي يې په جنګ لګولي دي اوس نو په غرونوکې بمونه غوورزوي چې دغرونونه پټي خزانې راوباسي خوګورئ تاسي ټول په يواوازغږ کوئ چې د بشرحقوق او سوله!

تاسي پوهيږی چې زه موهيره کړې يمه زه دبشرموريمه او سوله غواړمه ته چې زما په ګيډه کې وی مانهه مياشتې بی خوبي کړيده چې ته يې تحمل نه لری کله چې ته پيدا شولی اوپه ژړا شولی ما خپل غيږی ته جوخته کړی په مينه مې درته دمينې سبق درکړ اومينه مې درکړه ښکل مې کړی او په خپل غيږ ه کې مې ته ارامه ويده کړلی هغه دی په يادده چې دلومړي ځل لپاره تا خوله خلاصه کړه خبروته دا چې زما مينه دی ډيرليدلی وتاغږوکړمممما ممممااوزه درته دخوشحالې نه په جامو کې نه ځايدمه بيا مې خپل غيږی ته جوخته کړی اوپرمخ مې ښکل کړلی اويوه يوه جمله کې مې درته الله اولايلا درزده کړاوکله چې په لاره تګ راغلی دا زه ومه چې دخوشحالې نه په جامو کې نه ځايدمه او بيا کله چې ته بی خوبه شولې په نيمو شپوکې مې ستا زانګو زنګول او دا سندره مې درته ويل ته به بيادناز په خوب ويده شولی اوکله به چې ويښ شولې بيابه به په ژړا شولې بيا به هم زه ستا مورتاته به مې منډه کړه او بيابه مې نازولې ستاد هر ژړا سره زه به په نيمو شپوکې بی خوبه ومه اوته به مې نازولی ته به چې وږی شولې يا تږی ماته به راتلی اوکله چې لږلوې شولې زه دی هيرکړلمه ما تاته مينه ،محبت، مذهب، دخبرۍ کولو طريقه، په ټولنه کې اداب ،ماشرت ټول هغه څه دي چې په ماشوم توپ کې دروښودل ما تاته دټوپک په ځاې قلم په لاس درکړی وه مادرته دخداې لاره درښودلې وچې حرام مه خوره قتل مه که غلامه کوه زنا مه کوه بيګناه انسان مه وژنه حتی په لاره کې هم چې ځی احتياط کوه چې ميږۍ دی تر پخونه شي دخلکو سره ښه کوه نړۍ دخداۍ دی اوخداې(ج)د انسان اوهرژوندی موجود ته دژوند ښه انتظام دپاره پيغمبران اواسماني کتابونه را ليګلي دي چې دنړۍ دبشريت دهوسا ژوند انتطام په کې موجودده ته دهغی څخه پيروي وکړه خو افسوس افسوس چی تا زماحق پايمال کړلوتا ټوپک واخيست تاتاغلا وکړ تا رشوت وخوړل تا زما بچي زماپه مخ کې ترچاړه تيرکړل تا زما دغيږې دماشوم زړه دطياری په بم وچاوه تا زما ميړه زما لوراوځوې زما په مخکې شهيدان کړداځکه چې ته جنګ کوي اوستا دجنګ دلمبې هرتاوماته رسيږي ځکه چې زه دبشرموريمه دهرانسان په مرګ ماته ډيردردرسيږي .

زه درديږمه ځکه چې زه مور يمه، ښځه يمه اودچا دژوندمعشوقه اويادژوند ملګرې يمه ته پوهيړی زه دبشرمور يمه او سوله غواړمه کله چې تا دټوپک ،الوتکي، ټانکونو باندې دزی وکړلې او زما دکور ټول غړي دي يوځاې په وينوکې ولمبول او شهيدان کړل تازمادژړاګانو اواز واوريدو!

ای جنګ سالارانو او ای دسولې ښوخونکو سربازانواو پيلوټانوتاسي زما دبچيانو نه ژوندواخيست اوکورونه موورته کڼوالي کړلي تاسي پوهيږئ چې زه دبشر موريمه او سوله غواړمه .

هغه چې يومړکوي او ته دوه ته به څنګه دټوپک په خوله دانسان وژني مسابقه کې د سولې ارمغان افغانانو او نړيوال ته راوړی ؟

ته پوهيږی چې ستا اوستا دورورترمينځ دانسان وژني مسابقه روانه ده اودهرانسان مړيني سره نورجنګونه نوری دوښمنې پيدا کيږي .

ته په دی نه پوهيږي کله چې ته ماشوم وی تا دقهره ژړل اومامينه درکول تاته وايمه ترخداې ورسته زه د نړۍ دبشريت موريمه او سوله غواړمه زه دخپل سالمې روزنی دمينې،اخلاص،او دنيمو شپوبی خوبيو محصول غواړمه زما حقوق پيمال شوې ده زه په ټولنه اونړۍ کې دخپل معصومو بچيانو دپاره دسولې په فضا کې ژوندغواړمه هو زه هغه مور يمه چې دجنګ لمبۍزما دژوند دارمانونو په دونيا اور پورې کړ او دلړۍ اوس هم دوام لري زه دجنګ اختتام غواړمه !

زما قهريدلو بچيانوجنګ مه کوئ
دکرکی نه کرکه پيدا کيږي
دمينې نه محبت
انسان وژنه بندکړئ
دبخلواوبښنې غوښتني روحيه ته په ټولنه اونړۍ کې پرښتيا ورکړئ
زما حق پرځاې کړئ
زه له تاسې نه افغانان اودنړۍ ټول بشريت لپاره سوله غواړمه ځکه زه دبشر موريمه زه خپل حقوق غواړمه !!!