کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو هم تر ډیره د انتخاباتو په اړه مطالب خپاره کړې، خو ددې ترڅنګ يې د هیواد روانه امنیتي وضعه او د ناټو او وسلوالو طالبانو فعالیتونه هم څیړلي دي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې په کابل کې د روسیې د سفیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې، چې ویلي دوی غواړي، ناټو په افغانستان کې خپله دنده ژر تر ژره ترسره کړي او بیرته خپلې جغرافیايي او سیاسي حوزې ته ستون شي.


ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره دا هم لیکلي دي، چې طالبان او اسامه بن لادن منځنۍ اسیا ته ورځي.


ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د همدې مقصد لپاره د طاهر یولداش او ابو قیام تر مشرۍ لاندې روسي، ازبک، تاجک او چیچیني وسلوال د افغانستان شمال ته ورغلي دي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ځینې چارواکي په بوزنیا او یوګوسلویا کې په مسلمان وژنه کې ککړ بللي، چې د ورځپاڼې په وینا اوس د افغانانو له رایو سره هم لوبې کوي.


هیواد:


دې دولتي ورځپاڼې یو ځلې بیا پخپله سرمقاله کې له نړیوالو غوښتي، چې د افغانانو د رایو درناوې دې وکړي او د نا سمو فورمولونو له تپلو لاس واخلي.


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیبکلي ديو چې د انتخاباتو په اړه د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې د افغانانو د سپکاوي پرته بل څه مفهوم نلري.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کارپوهانو په حواله لیکلي دي، چې امریکایانو په افغانستان کې د واشنګټن د سیاست په اړه خپل باور له لاسه ورکړې دې.


ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د سپټمبر له یوولسمې نیټې وروسته د ترورزم په خلاف پیل شوې مبارزه څیړلې او پوښتلي دي، چې دا مبارزه کومې خواته روانه ده.
 


هشت صبح:


دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې د القاعده د پراخه حضور نښې نه لیدلې کیږي.


خو ورځپاڼې په عینې حال کې د هغه دا خبردارې هم راخستې، چې القاعده په افغانستان کې له وسلوالو سره خپلې اړیکې ټینګې ساتلي او د وسلوالو تر کنټرول لاندې سیمو نه د قرار ګاه په توګه کار اخلي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جنرال مک کریسټال په څرګندونو په اړه پخپله تبصره کې دا پوښتنه کړې ، که چیرې په افغانستان کې القاعده حضور نلري نو د بهرنیو سرتیرو شمیر ولې زیاتیږي.


دې ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې امریکا او ناټو ته د روسیې د سفیر دا سپارښتنه راخستې، چې افغانستان ته دې زیات سرتیري نه استوي، ځکه دده په وینا څومره ، چې سرتیري زیاتیزي هومره ستونزې زیاتیږي.


اصلاح او انیس:


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب یې پرې خپاره کړیدي.


انیس هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د سپټمبر له یوولسمې نیټې وروسته د تیرو اتو کلونو پیښې څیړلې اوړ لیکلي دي، چې د ترورزم ګواښ لا هم له منځه ندې تللې. 


خو اصلاح بیا د بلخ د والي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او پداسې حال کې ، چې هغه يې له غرضه ډک بللي لیکلي دي، چې افغانان به هیڅکله هم پداسې غرضي څرګندونو دوکه نشي.


راه نجات:


دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي، چې امریکا په افغانستان کې د سولې هر فرصت له منځه وړې دې.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي ديو چې لویدیځ باید له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.


ورځپاڼې په بل ځاې کې په افغانستان کې د ناټو د فعالیتونو په اړه د یوې نظر پوښتنې نتایج خپاره کړي او لیکلي دي، چې ناټو په افغانستان کې خپل اهداف نشي ترلاسه کولې.