کور / تازه خبرونه / هرات : د سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندل شوه

هرات : د سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندل شوه

په هرات ولایت کي دسیمیزو، ملي او بین المللي رسنیو خبریالانو په یوې ناسته کي دافغان خبریال د سلطان محمد منادي وژنه په کلکه و غندله .

دغه ناسته نن دسفما دځوانو خبریالانو دمرکز، ژورنالیستانود انجمن او دهرات پوهنتون دژورنالیستانو دټولني له خوا په لاره اچول شوی وو.

دغو ټولنو د سلطان محمد منادي له کورنې سره دخواخوږی سره سم د افغانستان له حکومتونه غوښتي چي د دغه خبريال د وژني په اړه پلټني وکړي او دهغه قاتلین دي محاکمه کړي .

دسلطان محمدمنادی چي د يو شمېر افغان او نړيوالو رسنيو لپاره يې کار کاوه، چی تېره او په کندز ولایت د طالبانو له منگولو څخه د خلاصېدو په عملياتو کې ووژل شو .

له خبريال او ژباړونکي سلطان محمد منادي سره د نيويارک ټايمز ورځپاڼې تښتول شوى برتانوی خبريال روغ رمټ خلاص کړى شو .

ولسمشر حامد کرزی هم ددغه افغان خبریال وژنه غندلې وو او هغه يې د ژورنا ليزم په ډگر کې ستره ضايعه بللې ده .

په هیواد کې د خبريالانو ټولنو يو ځل بيا د خپلو هم مسلکانو ژوند ته دپام غوښتنه کړې او پر ټولوښکېلو غاړو يې غږ کړى چې دخبريالانو دکار پر وړاندې خنډ نشي .

په تېرو دوو کلونو کې عبدالصمد روحاني ، جان الله ها شمزاده ، اجمل نقشبندي ،څانگه اماج ،زکيه ذکي او ځينې نور په هیواد کی ووژل شوی دی ، خو تراوسه ددوى د وژنې څرنگوالى د يوې معما په توگه نا معلومه ښکاري .