کور / کیسه / مينه او انتقام

مينه او انتقام

د شپي يوه بجه وه د سپيني سپوږمۍ لاندي په يوه ازاده فضاء كي په داسي حال كي چي ستوري په خپل ښايست سره ځليدل زما چار چاپيره د كرل شويو ګلانو خوشبوئي په فضاء كي خپره وه داسي مي محسوسول لكه په ډيره جذابه او ښكلي فضا كي چي ناست يم د نيمي شپي يخ باد به زما بدن ته ريږد وركړ داسي ښكاريدى چي دا رنګه شپه تر دي دمه زما په ژوند كي نه وه راغلې دا زما د ژوند لمړۍ شپه وه چي مختلف احساس مي درلود كله د خوشحالۍ څخه به مي زړه راته ويل چي څومره خوش بخته او بختور انسان يم ليكن د لږ ځنډ څخه وروسته به مي هغه شيبې په ياد شوې چي تر داسي ژوند به مرګ ته خوشحاليدم.

د همداسي فكرونو او خيالونو په دنيا كي مي هغه ورځ په ياد شو چي كله د لمړي ځل لپاره زه د هغي سره مخ شوم دا ملاقات داسي ملاقات نه وو چي موږ دي د يو ميز مخ ته ناست د قهوي يا چاي په چښلو سره يو بل ته د خپل ژوند په هكله معلومات وركړو، كه څه هم دا ملاقات شايد او بايد راته په زړه پوري نه واى ځكه چي د هغې د خولې څخه مي ډيري خبري واوريدل په غوسه او درد ناكه لهجه د هغې رويه او كردار زما سره د هغې تهمت كول چي د نه كار په كولو زه تورن كړم او په ډيره غوسه اوقهر سره به ئي راته وويل دا ټول ستا بي هوده حركات دي چي زما په وړاندي ئې تر سره كوي، نه د خپل ځان د عزت په فكر كي يي او نه هم د نورو د عزت په فكر كي ته څه فكر كوي چي د داسي بې ځايه كړنو او تمثيلونو په احراء سره ته زما زړه لاسته راوړې او يا هم ما د ځانه كولاي شي. نه ، نه ، هيڅكله هم نه ستا د دا رنګه تمثيلونو بايد نن آخري ورځ وي تر دې د مخ دي هم ډير زيات په تكليف كړې يم او په مختلفو شكلونو دي هڅه كړيده چي ماته غم راكړې او ومي زوروي آخر ته څوك ئي او دا هر څه د څه لپاره كوې كه زما كورنۍ راباندي خبره شي هغوې به مي ووژني او زه دا هر څه سره هيڅ ډول علاقه نه لرم او ته هم په دې باندي پوه شه چي كومه لاره چي ته تعقيبوې دا غلطه لار ده د وروستۍ ځل لپاره درته دا اختار دركوم چي كه دا حركات دي يو ځلي بيا هم تكرار كړې زه مي كورنۍ ته وايم تر څو ستا ژوند درڅخه واخلي.كله چي د دې خبري خلاصي شوې په داسي حال كي چي زه هك پك وم او په هيڅ هم نه پوهيدم چي دا هر څه څه دي او دا ټول څوك د دې سره كوي او بيا چي هر څوك ئى ورسره كوي نو بيا دا انجلۍ ماته ولي دغه خبري كوي . صرف څو كلمې مي ورته وويل هغه دا چي ګورۍ زه په نا غلطۍ او په نا پامۍ كي ستاسو سره ټكر شوم او كومي خبري چي تاسو راته وكړې زه په دغه ټول هيڅ هم نه پوهيږم. د همدي خبري په جريان كي راته بيا په غوسه وويل ګوره كوم څه چي تا راته په تيلفون كي وويل كومي نښانې چي دي راكړې او د خپل ځان په هكله دي معلومات راكړ او زه دي دې مغازې ته وغوښتم دا هر څه دروغ دي ؟ ايا دا خبره هم دروغ ده چي ته روزمره ماته په ټولګۍ كي د تحفي په نامه رنګارنګ شيان نه را استوې ؟ تر دې د مخه چي زه ورته ځواب وركړم په دردمنه لهجه او په ډيره غوسه ئى راته وويل بس نور بس مخكي مي هم درته وويل چي دا به ستا وروستۍ ځل وي.

د دا هر څه د اوريدو نه وروسته بيا مي هم دا ملاقات ډير خوښ شو او راته په زړه پورى ملاقات وو دا ځكه چي په تورو غټو سترګو كي درد، په جګه ونه كي د بدن حركات او په سپين رخسار كي د ډيري غوسې څخه سور رنګ هغه څه و چي زما زړه ئي خپل كړ. فكر مي وكړ چي دا يو تصادفي ملاقات وو او داسي كله كله د هر انسان سره كيږي او ومي غوښتل چي بهتره ده چي دا ملاقات هير كړم او نور په دي هكله فكر هم ونه كړم ليكن زه نه پوهيدم چي داسي كوم بل څوك شته چي غواړي د خپل انتقام لپاره زما ژوند په خطر كي اچوي.

دا هغه شخص وو چي د هغي معصومي انجلۍ ژوند ئى په غير مستقيم ډول تريخ كړى وو په داسي شكل چي د تيلفون د لاري به په څو څو واري دې معصومي ته د ميني اظهار كوى او هيڅكله هم د هغي مخي ته نه دي ښكاره شوى ځكه چي د ده يوازنى مطلب دا وو چي د هغې انجلۍ د ورور څخه خپل انتقام واخلي كوم چي څو كاله مخكي د دوي تر منځ يوه شخړه شوې وه او په هغه شخړه كي دغه شخص ته مالي زيان او د ده په اند د دوي د كورنۍ سره څه نا څه بي حرمتي شوي وو.

دا شخص چي نجيب نوميدى د دې انجلى د اكا زوې وو او زما د څو كلونو ملګرى وو ده غوښتل چي خپل انتقام زما په ذريعه په داسي ډول د خپل د اكا د كورنۍ څخه واخلي چي زه هم خبر نشم او دوې ته هم زيان ورسوم په همدي خاطر نجيب به هر وخت غوښتل چي دغي انجلي ته زما په نامه تحفې وركړي او هغه په مختلفو شكلونو اذيت كړي.تر څو دا انجلۍ مجبوره شي چي داسي يوه پريكړه وكړي چي د هغې په كولو سره كورنۍ ئى درد او غم وويني .

د نجيب همدا شان كړني جريان درلود هر ځل به ئى به مختلفو ځايونو وغوښتم ليكن د دې پر ځاى چي خپله نجيب هلته وي هلته به مي هغه انجلۍپه سترګو كيده او بيا بيا به مي د هغې څخه خبري اوريدل يوه ورځ كله چي د نجيب په واسطه زه او هغه انجلۍ يو پارك ته غوښتل شوي وو زه پارك ته په رسيدو كي لږ څه وځنډيماو د لږ ځنډ څخه وروسته كله چي پارك ته داخل شوم ومي ليد چي بيا هم هغه انجلۍ د يوې وني تر سيوري لاندي ولاړه ده ليكن دا ځل د هغې په څيره كي هيڅ ډول جديت او غوسه نه ښكاريده كله چي ورته نږدې شوم راته ئى وويل راځه چي قدم ووهو زه حيران وم او په دې نه پوهيدم چي نن وليد دې په څيره كي غوسه نه ليدل كيږي او ولي راته وائى چي راځه چي وګرځيږو داسي ډير سوالونه مي په ذهن كي را تاويدل د څو ګامونو د اخيستلو نه وروسته ئى راته وويل ډير وخت كيږي چي ته راته د ليكونو او تيلفون كولو په واسطه خپلي خبري كوى او تل راته وائى چي زه ستا سره مينه كوم ليكن يو ځلي دي هم مخامخ ندي راته ويلي چي زه درسره مينه كوم او كه ستا هدف رښتيا هم د ميني وي نو بيا ولي مي تل د نورو مخ كي د مختلفو حركاتو په كولو سره بي عزته كوې نن تر ټولو ښه موقع ده وخت هم په څه كم د ماښام د ډوډۍ ده نو بهتره خبره به دا وي چي نن زه او ته دواړه په همدې پارك كي ډوډۍ وخورو او هم مجلس وكړو .

زه په هيڅ هم نه پوهيدم هره خبره چي به دې وكړه ما به ورسره تائيدول هغه په دې خاطر چي شايد د دې د رخسار اغيزه وه ډوډۍ مو را وغوښتل ليكن مخكي له دې چي د ډوډۍ په خوړلو پيل وكړو د دې غوښتنه دا وه چي دا په خپله څه ساړه د چښلو لپاره برابروي ما هم دا خبره ورسره ومنله او د څو شيبو وروسته د دې په لاس كي دوه د فانتا ګيلاسونه وو چي يو ګيلاس ئى ماته راكړ او راته ئى وويل چي دا خاص ستا لپاره ده او ته به د دې په چښلو سره ډير خوند واخلې د ډوډۍ د خوړلو سره سم ما هغه يو ګيلاس فانتا هم وچښل كوم چي دې راته تهيه كړې وه د فانتا د چښلو سره سم د لاسه مي په زړه شديد درد شروع شو او په همدي حال كله چي مي سر پورته كړ ومي ليد چي دا معصومه راته موسكۍ ده او په ډير ورو آواز ئى راته وويل څنګه ده د فانتا اثر ما خو داسي فكر نه كوى چي دومره ژر به اثر ولري ليكن ګورم چي ډير زيات درد لرې او دا ستا په مخ كي ډير واضح ښكاري ستا څه فكر وو چي د دومره ستونزو سره سره چي تا راته جوړول بيا هم زه ستا سره مينه كوم نه هيڅكله هم نه ډير زيات دي د هم ټولګيو او نورو خلكو مخ ته بي عزته كړم څو ځلي مي درته وويل چي مه مي اذيته وه ليكن تا په خپله دې ته مجبوره كړم چي ژوند ته دي د پاى ټكى كښيږدم او زما په فكر تر ټولو غوره لاره همدا وه چي په فانتا كي درته زهر دركړم او اوس ګورم چي حالت دي وار په وار خراپيږي او زه نه غواړم چي ستا د مرګ په تور خپل وخت په زندان كي تير كړم شايد دا به مو وروستى ملاقات وي او نه وروسته به زه خپل وخت ه خوشحالۍ سره تيروم نور نو د خداى په امان د همدې خبري په كولو سره دا د چوكۍ څخه ولاړه شوه او غوښتل چي لاړه شي ليكن په ډير تكليفسره مي دومره وكړاى شواى جي ئى تر لاس ونيسم په وارخطائي سره ئى زما خوا ته نظر شو او راته ئى وويل لاس مي پريږده ده ځم د دې د خبري په قطعه كولو سره ما ورته وويل هو پريږدم دي حتماٌ دي پريږدم كوم درد چي ماته د زهر د كبله راكړل شوى دى شايد هغه دومره زيات نه وي د دې نه چي كه دا خبره مي په زړه كي پاتي شي او درته وې نه وايم او بيا تا پخپله راته وويل چي تر اوسه دي مخامخ راته ندي ويلي چي زه درسره مينه لرم او بله خبره دا جي كه ته فكر كوې چي دا ټولي ستونزي ما درته جوړول نو بيا كوم عمل چي تا راسره وكړه دا عمل د هغو ستونزو په مقابل كي هيڅ هم ندي او شايد زه دا د سر په سترګو قبول كړم او وروستۍ جمله چي مي دې ته تر خوله ووته هغه په ژړغوني ږغ د ميني اظهار وو نور مي داسي محسوسول چي زما د ژوند څو شيبې پاتي دي او زه نور دا نړۍ سره مخه ښه كوم .

دا يو د هغو فكرونو څخه و چي زه ئى د شپې په يوه بجه د مرګ په حال كي خپلي نړۍ ته بوتلم په همدي حال كي نجيب مي تر سترګو شو او هغه د خپلو كړنو په هكله راته وويل او دائى هم وويل چي زما مطلب ستا تباهي نه بلكه د هغې د كورنۍ تباهي وه ليكن زه نه پوهيدم چي دا به ستا سره داسي كوم حركت وكړي زه بخښنه غواړم او اوس به دي زه شفاخانې ته د درملني لپاره بوزم .

د دغو ټولو كارونو په ترسره كولو بيا مي هم نجيب ته وويل چي نه اوس ډير ناوخته ده او ستا څخه هم زه هيڅ كوم شكايت نلرم دا به زما په تقدير كي ليكل شوى وو او همدا راسره وشو كيداى شي چي زه په رښتيا د هغې سره مينه كوم او هغه ځان ته نږدې بولم څه فرق كوي چي هغه مي مرګ ته خوشحاليږي زه د هغې خوشحالي غواړم او د هغې خوشحالي زما په مرګ كي ده دا دي تل خوشحاله وي كه څه هم چي تر اوسه زما د هغې نوم هم نده زده .