کور / نثر / زما د زړه خبرې

زما د زړه خبرې

زما د زړه ارمان پر شویدی ټوټې يې غواړي
ځان ته مې بیا احتياجوي خو که پيوند يې راکړ

درنو لوستونکو دا پورته دوه بیتونه د ځوان شاعر قدرت الله حیدرخیل دي، شايد ډیر کم کسان به وي چې ځوان او تکړه شاعر قدرت الله حیدرخيل پيژني، وجهه يې يوه شايد دا هم وي، چې ډیرو دوستانو به تر اوسه دده شعرونه نه وي اوريدلي، ځکه چې حېدرخيل صیب تر اوسه کومه شعري ټولګه نده چاپ کړي، بل دا چې د انټرنيټ په پاڼو کې هم دده شعرونه د ندرت په توګه ليدل شوي، دا چې څومره يې زه پيژنم نو هغومره به يې تاسو ته دروپيژنم، ښاغلی قدرت الله حیدرخیل د خوست ولایت د اسماعيل خیلو او مندوزیو ولسوالی د حیدرخیلو قوم د کوچه خیلو کلي اوسیدونکی دی، دا مهال د خوست ولایت د ځوان غږ راډیو کې د خبريال په صفت دنده ترسره کوي ، ډیر ښايسته شعرونه لیکي ، خو دده مزاج څه داسې دی چې په ادبي غونډو، او مشاعرو کې ګډون د ندرت په توګه کوي، له ډير مخکې يي شعر ويل پيل کړي، تر کومه چې ما ته معلومات شته د طالبانو د رژيم په لومړيو ورځوکې ما دده ډير ښایسته شعرونه اوريدلي شايد ده له دې مخکې هم په شعر پيل کړی وي. ډير شعرونه يې ما لوستلي او دده هر شعر ماته خوند راکړی، دا چې ولی يې خوند راکړی په دغه شعر کې به يې ولولو.

زه غواړم دلته دده د پورته دوو بیتونو او ددغه شعر اړوند نورو بیتونو باندې يو څه ولیکم، هیله ده چې ستاسو ادبي تنده پرې ماته شي.

اول به يې ددغه شعر له پيل دوو بیتونو راشروع کړم.

د شعر پيل:

چې کومو سترګو ما له ساه راکړه او ژوند يې راکړ

نن هغه سترګې ګواښيدې راته ډير خوند يې راکړ

حيدرخيل صیب د خپل شعر په لومړيو دوو بیتونو کې د يوې ډيرې ښکلي تشبې تر څنګ يو ډير ښايسته اندز خپل شعر ته ورکړی ، پورته دوه بيتونه د يوه مین د محبت د پيل او د مخامخ شويو خطرونو کیسه کوي، د کومو سترګو څخه چې حيدرخيل صیب د خپل ژوند الهام اخیستی او د همغه الهام له وجهې ده خپل ژوند پيل کړی ،نن هغه سترګې ورته د مرګ ګواښونه کوي، دا چې ولې حيدرخيل صیب د داسې ګواښونو سره مخ شوی دا به په لاندې دوو بیتونو کې ولولو،

ما يې د شونډو د غوټيو کوکنار پټ پټ ترړل

پدغه جرم يې سزا راکړه او بند يې راکړ

دوستانو ددغه پورته دوو بیتونو په لوستلو به پوه شوي وی چې حيدر خيل صیب ولې له ګواښونو او سزا ګانوسره مخ شوی، دوستانو دحیدرخیل صیب په شعر کې د ښو شعري تخلیقاتو تر څنګ د يوه مين د عاشقی کیسه هم په ډیر ښکلي انداز سره انځور شويده.

دا چې پده له ګواښونو او سزا ګانو وروسته څه شويدي، لاندې دوه بیتونه يې وايو.

زما د زړه ارمان پر شویدی ټوټې يې غواړي

ځان ته مې بیا احتياجوي خو که پيوند يې راکړ

خوږو لوستونکو د حيدرخيل صیب پورته دوو بیتونو داسې معلوميږي، کله چې پده لګليدلی تور ثبوت شوی نو دومره ظلم يې ورباندې کړی چې دده زړه يې ټوټې ټوټې کړی خو اوس يې معشوقه په خپل ظلم بیرته پيښمانه شويده او غواړي چې حيدرخيل صیب بیا له سره ورغوي، خو که امکان يې لرلو ، په دا پورته دوو بیتونو کې د ظلم او پيښمانی کیسه په ډير شاعرانه انداز سره انځور شويده.او پکې دا پيغام تمثیل شویدی چې که يو څوک هر څومره ظلم وکړي وروسته پيښمانه کيږي چې بیا هيڅ ګټه نلري.

دا چې حیدرخیل صیب له دومره ناخوالو څومره زده کړي وړاندې ځو

پدې حساب دې له هر غم ځينې مننه کوم

د ژوند تر پايه مې کافي دی دومره پند يې راکړ

که څه هم حیدرخیل صیب د خپل دوست له مينې ډير کړيدلی خو بیا هم ده د خپلې معشوقې له ناکړدو دومره څه زده کړي چې ټول عمر يې بس دي.

په وروستيو دوو بیتونو کې حیدرخیل صیب د خپل محبوب راز ویلی دا چې څنګه ده ورباندې ويلی مخکې لولو.

اول يې نه منل په ځان چې ( حيدرخیل) پيژنم

هله يې ومنل چې څو ځله سوګند يې راکړ

حیدرخیل صیب له ډیرې شله ګی او قسمونو وروسته پدې توانيدلی، او دا يې په ثبوت رسولي چې خپل محبوب يې ښه پيژني خو شايد د ځينو دوديزو ستونزو له کبله ورته د خلکو وړاندې غږ نشي کولای.

خوږو لوستونکو د ځوان او هڅاند شاعر قدرت الله حیدرخیل دا پورته شعر زما په نظر په ټوله معنا د يوه ښکلي او وتلي شعر په شان دی، ځکه چې له ډيرو ښکلو تشبیهاتو، په وزن پوره، ښايسته قافیې او ردیف درلودنکی دی، او په ضمن کې ښکلي پيغام هم لري، کوم چې د مینې او نفرت، د ظلم او پيښمانی يوه ښه نصحت پکې نغښتی دی.

ګران افغانستان ، کابل

۲۰۰۹/۰۹/۳