کور / نثر / عطار نيشابوري (۲)

عطار نيشابوري (۲)

د هغه یو بل طنز :

یکی پرسید ازان مجنون که تب داشت
که تب می‬گیردت مجنون عجب داشت
جوابش داد آن شوریده مجنون
که گر میرم کراگیرد تب اکنون
یوه وپوښتل له مجنونه چې یې وه تبه
چې تبه دی نیسي اریان شو هغه
ځواب يي ورکر هغه سرګردانه مجنون
که مړ شم بیا څوک تبه نیسی اکنون
***

سلطان محمود غزنوی یو لیونی ولید، ورغی د هغه تر څنګ کیناست لیوني د هغه به لیدو سترګې پټي کړې ،سلطان په ډیر ه غوسه له هغه نه وپوښتل:
ولې دی زما په لیدو سترګې پټي کړې؟
هغه ځواب ورکړ: نه غواړم مخ دي ووینم!
بر دیوانۀ محمود بنشست
نهاد او چشم برهم، شاه بشکست
بدو گفت این چرا کردی، چنین گفت
که تا رویت نه بینم، شه برآشفت
چو خود بینی درین مذهب روا نیست
اگر غیری به بینی جز خطا نیست
د لیونی څنګ ته کیناست شاه
هغه پټې کړې سترګې په خښم شو پاچا
لیوني ته یې ویل: ولې؟ هغه ورکړ ځواب
نه غواړم مخ دی و وینم، شاه شو بیتاب
پاچا ویل :خود بیني په مذهب کې روا نه ده
لیوني ویل :که بل وینې بېله ختا بل څه نه ده؟
پاچا ورته وویل: ای زما رعیته په تا مې ټوله جاري حکمونه چلیږي !
لیوني په خندا ځواب ورکړ : پوه شه چې ستا امر پر ما څه په هیڅ چا نه چلیږي !

نمی‬آید ترا زین خواجگی ننگ
که گِرد آوردۀ عمری دو مَن سنگ؟
کسی باشد بمعنی مالک خویش
که نه ناجی بود نه هالک خویش
نمی‬دانی که کوژی ای مرائی
چرا در راستی خود را نمائی

نه درځي تاته په دې پاچاهي شرم
چې په عمر کې دي راټول کړي دوه منه برم
هغه څوک وي په مانا خپل مالک
چې نه ناجي ولري اونه هالک
په ملا کړوپ يې ریاکاره نه پوهیږې
ولې په سم درېدو ځان ښکاره کوې

**
غزالي صاحب سلطان سنجر ته ویل : عمر لکه د باڼو د رپولو په شان تیریږي !

بسنجر گفت غزّالی که ای شاه
برون نیست از دو حالِ تو درین راه
اگر بیداری اینجا چون نشینی
که تا برهم زنی دیده، نه بینی
وگر تو خفتۀ این پادشائی
نه بینی هیچ تا دیده گشائی
بملکی چَند نازی چند خندی
که تا چشمی گشائی و ببندی
ازو آثار در عالم نه بینی
کم از هیچی بوَد آن هم نه بینی
تو گر خود یزدجرد پادشائی
بکشته عاقبت در آسیائی

سنجر ته ویل غزالي چې اې پاچا
بهر نه دی له دې لارې دوحالته ستا
که وېښ یې چې دلته کښینې
چې باڼه ورپوې، څه به و نه وینې
که ته ویده يې ، وبه نه وینې دا پاچاهي
چې خلاصې کړې سترګې ناپامي
ژوند دی څو نازه او څو خنداوي
چې سترګې کړې بندی او خلاصي
د هغو به اثر ونه وینې
له هیڅه لږ به هم ونه وینې
ته که خپله یزد جرد پاچاهي
اخیر به مړ په اسیا يي

په اخیر کې ورته وایي:
درین آتش چه عودی چه گیائی
بخسپد شب چه شاهی چه گدائی
په دې اور کې سوځي څه وي عود یا واښه
څه ګډا اوڅه پاچاټوله دشپې شي ویده
***
سیلمان (ع) د اودسه لپاره داسې یوه کوزه غوښتله چې د مړو له خاور جوړه شوې نه وي
یو دیب ورته ویل: زه به داسې خاوره درته راوړم چې د مړوخاوره نه وي
هغه د سیند تل ته غوټې ووهلې او دهغه له ژورو څخه يې پاکه خاوره راویسته او بیا يې له هغه څخه کوزه جوړه کړه او په هغه کې یې سلیمان (ع) ته د اودسه لپاره اوبه راوړې.
چې هغه کوزه په سر پورته کړه کوزې ورته وویل:

که من هستم فلان بن فلانی
بخور آبی چه می‬پرسی نشانی
کز اینجا تا به پُشت گاو و ماهی
تن خلقست چندانی که خواهی
زان خاکی که شخص آن واین نیست
اگر تو کوزه خواهی در زمین نیست
ترا گر کوزۀ وگر تنوریست
یقین می‬دان که آن از خاک گوریست
خُنُک آن گِل که گرچه یافت تابی
ولیکن کوزه شد از بهرِ آبی
بتر آن گل که سازندش تنوری
که هر ساعت بتابندش بزوری
او په اخیر کی ورته وایی

اگر خواهی صفای آن جهانی
بگورستان گذر تا می‬توانی
که دل زنده شود از مرده دیدن
شود نقدت بدان عالم رسیدن
زه یم فلان زوی د فلاني
وڅښه اوبه څه پوښتې نښاني
له دې ځایه تر شا دغوا او ماهي
د خلکو د بدنونه ده فراواني
داسې خاوره بې انسانه نشته
که يې کوزه غواړې په مځکه نشته
ستاسو چې څه کوزې دي یاتنور
په یقین ټوله خاور ده د ګور
شاباش په هغه خټې چی وهل کیږي
او د اوبو لپاره کوزه کیږي
بدتره هغه خټه چې ترې جوړ شي تنور
چې هر ګړی اور په کې بل وي په زور
که غواړې د هغه نړۍ صفا یي
له هدیرو تیریږه تر څو لرې توانايي
زړه ژوندی کیږی د مړو د دیدن
درته به شي نقد هغه نړۍ ته رسیدن
***

عبداله مسعود یوه ښکلې مېنځه لرله خو د اړتیا له کبله يې غوښتل هغه وپلوري هغې ته يې وویل :

کنیزک را چنین گفت ای دلاور
برَو جامه بشوی و شانه کن سر
مینځې ته يې ویل ورسه هغه دلاور
پرېمنځه کالي او زمونځ که سر
مېنځې دهغه امر ومنه له وېښتانو څخه يې سپین تارونه وشکوله چې عبداله مسعود هغې ته پام شو د هغې سترګې د اوښکو ډکي وې هغه هم غمجن شو له هغې څخه يي وپوښتل :
ولې ژاړې؟ ته زما مینځه يې ستا پلورل زما حق دی ته مه ژاړه زه وعده کوم چې تا ونه پلورم
مینځې ورته وویل: زه له دې لپاره نه ژاړم چې ما پلورې
په دې ژاړم چې ټول ژوند مې د هغه چا په چوپړ کې تور وېښته سپین کړه چې اخیر يي ناامیده کړمه.

چرا بودم بآخر پیش مردی
که بفروشد مرا آخر بدردی
چراکردم جوانی خرج جائی
که در پیری نهندم در بهائی
چرا بودم بجائی روزگاری
که آن خدمت فروش آورد باری
ولې وم تر اخیره سره د هغه سړي
چی ما په یوه درد پلوري
ولې مې وپلورله خپله ځواني
هلته چې په زړښت مې پلوري
ولې وم په هغه ځای کې تل
چې زما دچوپړ حاصل و پلورل

***
یوپاچا یو درویش ته په غوسه ویل:
ځه زما له ملکه وځه!
هغه خوار ولاړ او په یوه هدیره کې کیناست .
کله چې پاچا خبر شو هغه نه دی تللی نو هغه ته يې یو استاځی ولېږی ،چې هغه ته د پاچا فرمان ورسوي.
هغه درویش ته ویل : پاچا وایي ژر زما له ملکه وځه کنه په زوره به دي وباسم او وینې به دې توی کړم !
درویش يې په ځواب کې وویل: ورشه پاچا ته ووایه زه ستاله ملکه بهر تللی یم.

قیامت را که راهی مشکل آمد
نه گورستان نخستین منزل آمد؟
نخستین منزل محشر نه آنست؟
نه ملک تست، ملک آن جهانست

د قیامت چې لاره ده مشکل
مګرهدیره يې نه ده لومړی منزل ؟
د محشرلومړی منزل نه دی هغه؟
نه دی ستا ملک، ملک دهغه دنیا دی هغه
بل مثال ورته وايي

چو افتد زن بدرد زه از آغاز
چنین گویند خلق از حالِ او باز
که این زن در میان دو جهانست
که یک پایش درین، دیگر درآنست
چې ښځه د لنګون په درد شي اخته
خلک وایي داسې د هغې له حاله
چې ددو جهانو تر منځ ده دا ښځه
یو پښه يې دلته بله يې ده هلته

تو هم ای بی‬خبر تا درجهانی
میان دو دمت دایم چنانی
گر این دم شد دگر دم بَرنیاید
نشان تو ز عالم برنیاید
مزن بانگ و مکن نوحه بیارام
که ناید باز مرغ رفته در دام
چو تن شد مرغِ جان را دامگاهی
چرا زین دام کرد آرامگاهی

ته هم اې بې خبره تر څو په جهان يې
په منځ د دوو دمو کې به مدام يې
که دي دا دم شوبل دم دي نه لري بر
ستا نښه به له دې عالمه نشي سر
مه واهه ناری او مه کوه ماتم شه ارام
چې نه راځي تللی مارغه بیاپه دام
چې تن دی شي مارغه اوځان لومه
ولې ارامګاه جوړوی له دامه
***
سیلما ن (ع) د میږیانو د یو غار تر څنګ تېریدی ټول میږیان يې مخي ته د ښه راغلاست لپاره ورغله خو یو میږی پاته واو د خاورو له یوې کوټې څخه يې چې د غار مخی ته يې پرته وه ذره ذره خاوره بهر وړله
سیلمان (ع) ورته وویل: ای خواره میږیه که ته د نوح عمر او د ایوب صبر پیدا کړی لا دا کار تر سره کولی نشې !
هغه یې په ځواب کې وویل:

زبان بگشاد مور و گفت ای شاه
بهمت می‬توان رفتن درین راه
تو منگر در نهاد و نبیت من
نگه کن در کمال همت من
یکی مورست کز من ناپدیدست
بدام عشق خویشم در کشیدست
بمن گفتست گر تو این تل خاک
ازینجا بفگنی وره کنی پاک
من این خرسنگ هجران تو از راه
براندازم نشینم با تو آنگاه
کنون این کار را بسته میانم
بجز این خاک بردن می‬ندانم

خوله خلاصه کړه میږي چې اې پاچا
په همت کیدای شي تلل په دې خوا
ته مه ګوره په نهاد او نبیتوب دي ماته
وګوره زما همت کمال ته!
وایه یو میږی دی زمانه ورک شوی
خپل د عشق په لومه کې ګیر شوی
ویل يې چې دا د خاورو کوټه
لیری کوم او لاره به کم پاکه
زه به دا د هجران لویه ډبره د لار
لیری کړم بیا به کښينم ستا سره سالار
اوس مې ددې کار لپاره تړلې ملا
بېله دی کاره بل شی نه دی ماته روا

عزیزا عشق از موری بیاموز
چنین بینائی از کوری بیاموز
بچشم خرد منگر سوی موری
که او را نیز در دل هست شوری
درین ره می‬ندانم کین چه حالست
که شیری را ز موری گوشمالست

شاعر وایی
عزیزانو مینه زده کړئ د میږي
د ړانده زده کړئ داسې بینایي
دخرد په سترګو میږي ته ګوره
چې هغه هم به زړه کې لري شوره
په دې لاره نه پوهیږم څه حال دی چي
میږی ورکوي زمري ته غوږ پيچي