کور / تازه خبرونه / تخار : د دوو ښوونځيو د ودانيو ډبرې كيښودل شوې

تخار : د دوو ښوونځيو د ودانيو ډبرې كيښودل شوې

تخار ولایت: د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ د آب درې د ابتدائيه ښوونځي او خواجه بهاءالدين ولسوالۍ د هلكانو د ليسې لپاره د ودانيو د جوړيدو چارې پيل شوې.

دغه دواړې ودانۍ چې د رغولو مالي لګښت يې د افغانستان لپاره د المان د خلكو د مرستو د موسسې يا G.T.Z لخوا وركول كيږي نن د وږي په ۲۲مه په هغه غونډه كې چی د بنسټ ډبرې كيښودل شوې دغور ولسواليو ولسوالانو، د يادې شوې موسسې استازو، د پوهنې رياست مسؤلينو او لسګونو قومي مشرانو ګډون كړى وو.

د آب درې ښوونځى چې تر دې وړاندې يې ودانۍ نه درلوده اوس به ورته د (۵۷۰۰۰) امريكايي ډالرو په لګښت په هغه يوه جريب ځمكه كې ودانۍ جوړيږي چې د سيمې د خلكو لخوا رانيول شوې او پوهنې رياست ته اهداء شوې ده.

د آب درې ښوونځي لپاره جوړيدونكې دغه ودانۍ به شپږ درسي او دوې اداري خونې ولري، خو د خواجه بهاءالدين د ليسې ودانۍ به چې د (۳۳۸۳۰۰۰) افغانيو په لګښت، په لس جريبه دولتي ځمكه كې جوړيږي، اته درسي خونې او يوه اداري هغه ولري چې په يوه وخت كې به د ۴۰۰ تنو د ځايولو ګنجايش ولري.


د لوګر ولايت دكليوالى ښوونځيو ښوونكو ته ۵ ورځنۍ سيمينار جوړشو

د لوګر ولایت: نن دروان كال دوږٰٰى د مياشتى په ۲۲ مه نيټه، د لوګر ولایت دكليوالي ښوونځيو ښوونكو ته ۵ ورځنۍ ښوونيز وركشاپ د نوموړى ولايت د مركز مربوط حضرت عمر فاروق دهلكانو په ليسه كى جوړ شو.

نوموړی ورکشاپ د پاملرنى موسسه په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری جوړ شوى چى ددی ولایت د مرکز او بركى برك او محمد آغى ولسوالیو دكليوالى ښوونځيو ۳۰ تنو نارينه ښوونكو ګدون كړى ؤ چی له مخی یی د نوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی .

د یادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانیستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .