کوزه پښتونخوا : وروستي کورني خبرونه

د لراوبر اداره | سپتمبر 13th, 2009


ږوب :

د ږوب په ګل کڅ سيمه کي نامعلومه وسله والوکسانو يوتن چي جهاندادشينواری نومېده، په ‌‌‌ډزو وواژه او له سيمې په تېښته بريالي سول.

کلا سيف الله :

سيف الله کلا سره په پنځلس کيلوميترۍ کي له مولوي بختيار تمځاي سره نږدې يو تن پرموټرسايکل سپور وو،چي تېز روان موټر وواهه او ځاي پرځاي يې وواژه.

کچلاغ :

دکچلاغ په کتيرکلي کي پر يوه څلور کلنه ماشومه جنسي تېری وسو.

سمرينا د هاشم لور لس ورځې وړاندي د خپلې واده خور کور ته تللې وه، خو په بېرته راتګ سخته ناروغه سوه. کله چي ئې مورپلارروغتون ته بوتله ، ډاکټرانو ووئيل ، چي پر دغه ماشومه جنسي تېری سوی دی.

کچلاغ :

په کچلاغ سيمه کي درې تنه وسله والو وواژل

اخترګل،ولي او نيازګل يو تن په دې وواژه چي پخوانۍ دښمني يې ورسره درلوده.

Copyright Larawbar 2007-2024