کور / سياسي / ځموږ د هیواد ملی ناورین دکوم وخت نه پیل شو ؟ (۵)

ځموږ د هیواد ملی ناورین دکوم وخت نه پیل شو ؟ (۵)

او بایلی ی کومی دی.؟

 پنځمه برخه.

د شوروی یر غل پایلی داسی خلا صه کیدایشی .


– ځموږ په هیوادکی دشوروی یر غل وروسته .سړه جګړه نوی مرحلی ته دا خله شوه . . دغه وخت و چی پاکستان د غرب لپا ره د توجه محراق وګر ځید .حکه دغه هیواد و کولای شول داسلا می بنیاد ګرای نه په ګټه اخستلو سره .دغر ب او متحده ایا لاتو په مالی، نظامی، مرستو ددی توان پیدا کړی چی .دمجاهدینو رهبران په دوام داره ډول دکنترول لاندی راولی .دهغوی جګړو ته سا زمان ورکړی د باکستان ګټی خوند ی ګړی اوبلا خره .خونړیو .جګړو. ترور .انفجاراتو او قوی استخبا را تی کار په کولو سره دداسی حالت په راوستو کی مرسته وکړی چی شوروی په افغانستان کی مات کړا یشی [ سره لدی چی دآزادی بخونکی جګړی اصلی قهر ما نان هغه افغان ملی اتلان و چی خپل سرونه ی په وطن قر بان کړل.هغوی صاد قانه جهاد وکړ. بی لدی چی کوم امتیا زتر لا سه کړی چی اوس ی کورنی . په فقر ، احتیاج، ګمنامی. کی ژوند کوی..خو یو تعدادمعلومالحاله افرادو د مجا هدینو دمشرانو په نامه دهغو په وبنو سیاسی تجارت وکړ اونن شاها نه ژوند لری]سره لدی چی ا یرن او ځینی عربی هیوادونواو نوروهم پدی جګړه کی شر کت در لود .خو پاکستان دافغانستان په جګړه کی محوری رول اداکړ. . ددی په نتیجه کی .باکستان داسلا می بتیاد ګرای لپاره اسا سی کار پیل کړ ځکه دغی جګړی یوی فکری وسلی ته ضرورت درلودهغه. .دسیا سی اسلام ایدیا لوژی وه .ځکه دغه اید یالوژی د جنګ ددوام فکری. روانی. او دجنګی مورال دلوړولو لپا ره یواځنی وسله وه.چی همدا وسله.بیا په نورو هیوادونو کی د مدا خلی لبا ره په یوی قوی بها نی هم بدله شوه . دشوروی یلغر په نتیجه کی يه میلیارد ونو ډالر اقتصادی .او نظامی مرستی پا کستان ته روانی شوی .صرف دغه وخت و چی پا کستان مدرنی وسلی پیدا کړی .داتو می بم خاوند شو. او ځان ی په منطقه کی په نظامی اواقتصادی قوت بدل کړ. او دهند سره دکشمیر په سر په یو بل رقابت کی ځان واقع کړ. هغه مهمه فکری وسله چی پا کستان یې پدی قادر کړ ، چی حتی نیم افغانستان کنترول کړی .دسیاسی اسلام د بنیاد ګرای اوتروریزم ایدیالوژیکی وسله وه.


دا هغه وسله وه چی پا کستان دهغی په وسیله نه یوا ځی افغانستان .بلکی ټولی نړی ته خطر پیښ کړ.دا پا کستان ته دقدرت دنمایش لوړه مر حله وه ..خو کیدای شی هره وسله دو جا نبه استعمال شی او مخالفین هم دهغی نه ګټه واخلی .په پاکستان کی همداسی وشول .ځکه اوس همدغه دسیاسی اسلام فکری وسله نن دپاکستان دحکومت په ضد دداخلی جګړی د یوی موثری وسلی په ډول داستعمال په حال کی ده .دا جګړه ځکه دپاکستان لپا ره مشکله ده چی پاکستان دا ځل د ځان سره په جګړه اخته شویدی . دا جا لبه ده چی دنړی دسترو قدرتونو په سیا سی لوبوکی دپاکستان دولت ته ډیر مغلق رول ور کړ شو.یعنی دا چی پاکستان باید هم داسلامی تروریزم پالونکی ،او صا درونکی رول ولری .اوهم د اسلامی تروریزم ،ماتونکی او ځپونکی،دداسی مغلقو وظا یفو سر ته رسول ، صرف دپاکستان دنظامی استخباراتو آی.اس.آی په وس کی وه همدا دلیل دی چی آی. اس.آی تل په پاکستان کی دسیاسی قدرت داصلی مر کز په توږه پاتی شوی. دا حا لت ما ته هغه وخت ډیر روښانه شو، چی کله ما د ښاغلی.ملا ضعیف .د زندان خاطرات ولوستل .هغه دخپل ځان دنیول کیدو په وخت د .آی.آس.آی ناوړه او کرکجن بر خورد په اړه په ډیره نا باوری اوتعجب سره یا دونه کوی، چی دهغوی لخوا ور سره وشو.هغه دخپلو مسلمانو ورونونه دحا لاتو په تغیر سره دخیانت انتظار نه درلود.


هغوی په د ی هم نه پوهیدل .چی دپردی شا ته ددوی دجګړی اداره دهغه چا په لاس ده چی دوی ورسره جنګید ل.او دا چی کیدایشی چی داسلام په نا مه چغی دچلول لپاره وی نه داسلام لپاره.همدا علت و چی په لس هاو زره تنکی ځوانان د پردو دسیاسی لوبو ښکارشی .او خپل خوږ ژوند .د پردوپه د سیسو کی د لا سه ورکړی.په جګړی ځپلو ساحوکی مکتبونه پدی خا طر سوځول کیږی .چی ځوان نسل په دغه جګړه کی دتوب دخولی دګولی په حیث استعمال کړایشی.ځکه جهالت ،ناپوهی،ددنیا دحالاتو نه بی خبری.هغه وسله ده چی خارجی هیوادونه دهغی نه په استفادی سره خپل اهداف تر لاسه کوی. دا باید هر چاته رو ښانه وی چی په افغانستان کی روانه جګړه مصنوعی او جوړه شوی جګړه ده. نه وا قعی دادهغی ستری درامی شکل لری چه دنړی دستروقدرتونو لخوا دهغو پټو اهدافو په خا طراداره کیږی.چی په رسمی اعلان شوی دپلو ما سی کی دهغی پیدا کول نا ممکن دی . کچیری دباکستان تیر تاریخ ته وکتل شی .هلته منتخب ملکی حکو متونو صرف دقدرت تمثیل کړیدی .او اکثر په بدنامی او یا په زور سره دسیاسی صحنی نه وتی دی .همیشه دملکی حکومتونو واک کم اومسولیت زیات و .خو اوس ددی انتظار کیدای شی چی په نړی کی دشرا یطو په تغیرسره په پاکستان کی هم شرایط تغیر وکړی. په اوسنیو شریطو کی ،هغه هیوادونه چی د سیا سی اسلام په اسا س ی په افغانستان کی حکو متی نظام جوړ کړی .


دمشابه مشکلاتو سره مخامخ کیدای شی.ځکه په افغانستان کی همدا اوس مشابه حالت حاکم دی . اوس مونږ وینوچی زموږ په هیواد کی ټول ضد بشری جنا یات لوټ تالان،اقتصا دی ،سیاسی،او مخدره موادوما فیا ګا نو جوړول،دافغان مسلمان ولس دلاسونو ،پخو،او سرونو پریکول،دهغوی دبدن غوښی په بمونو الوزول اوټوټه ټوټه کول. د وطن خرڅول. ټول دسیاسی اسلام دنا مه لاندی نه یواځی جا یز دی بلکی اجوره ی هم ور کول کیږی .او دا اجوره دهغو هیوادو لخوا ور کول کیږی چی نه یواځی په اسلام عقیده نلری .بلکی مذ هب ی هم بل دی.اوس په هیواد کی حا لاتو داسی انکشاف کړی چی هر هیواد به ځان ته اسلامی ډله ولری .او دهغوی په لاس به خپل اهداف تر لاسه کوی.روس .ایران.پاکستان.عربی هیوادونو.داکار پخوا کړی.اواوس دنوروهیوادونو نوبت دی چی دا کار وکړی.دهیواد تیر تا ریخ وښودله چی اسلامی ګوندونو دخارجی هیوادونو پلانونه زموږ هیواد دتبا هی لپاره په آسانی عملی کړل.لکه څرنګه چی لیدل کیږی .اوس خارجی هیوادونه صرف دمافیای ډلو په کارولوسره کولای شی حکومت وکړی. ځکه واک ددوی او مسولیت دنورودی.هغوی په آسانی کولای شی.خپله دکتی دما فیای ډلو په زریعه په حکو مت ومنی.او یا په هغی کی تغیر راولی.په افغانستان کی درسمی احصای مطا بق ۱۷ سوه وسلوالی ډلی مو جودی دی. ددغو غیر قانونی ډلو ساتل .دهغه پلان مطا بق سر ته رسیږی .چی دمر کزی حکو مت دجوړیدو او دقا نون دحاکمیت مخه ونیول شی. همدارنګه دجنګ دیو اړخ مو جودیت د بل اړخ مو جو دیت لازمی کوی. نو ځکه کچیری د جګړی مقا بل طرف مو جود نه وی .نو جګړه دوام نکوی اوختمیږی .همدا علت دی چی په روانه ، اسلامی استخباراتی لوبه کی چی د تروریزم اوضد تروریزم د نا مه لاندی روانه ده..ښکیل هیوادونه.نسبت دولت ته په مقابل طرف با ندی زیات مصارف کوی. تر څو په هیواد کی د خپلو قواو موجودیت ته قانونی او منطقی دلایل پیدا کړی.ځکه کچیری په هیواد کی امنیت تا مین .مرکزی دولت جوړ.او قانون حا کم شی .


نور نو دخا رجی قواو دموجو دیت منطق ختمیږی.کچیری داسی وشی.داددغو هیوادونو لپا ره دادنفوذ دختمیدلو معنا لری.اوددی معنا لر ی چی ځموږ هیواد دهغوی دکنترول نه ووځی.دا واضح خبره چی دوی دا کار نه غواړی.تیر وخت ته په کتلو سره کچیری هغوی دافغان ولس لباره ښه نیت درلودای .هغوی با ید دد غه نفوذ لپاره دمثبتو لارونه کټه اخستی وای.هغوی باید د افغانستان .اقتصاد،کلتور،او دعادی خلکو ژوند ته په ښه اوپر مختللی بڼه تغیر ورکړیوای.چی شاوخوا هیوادونو ته یو مثال وای.هغوی به دخلکو په زړونو کی ځای پیداکاوه.او ددوی دنفوذ لپاره به انسانی او عا طفی زمینه پیدا شویوای.خو بر عکس دوی دپیل نه دخپل حکومت اساس په جبر ،تجاوز زور، او بیرحمی، اووحشت کیخود .او خلک ی دما کیا ولستی عوام فریبانه سیاستنو نه داطاعت لپاره مجبور کړل.او پدوی باندی ی دخلکو دقاتلانو،دبد نامو جنایت کارانو،دواحد هیواد افغانستان ددشمنانو یا خرا سا نیانو،او لوټمارانو حکومت تحمیل کړ.هغوی داسی فکر کړی و چی افغانان به دفقر،مایوسی، ویری او دایمی احتیاج،بی وسی اوذلت په اساس اطاعت ته مجبور کړایشی .او دولتی نظام به بر قرار کړایشی .په تیرو کلونو کی ددغه سیاست نا کامی او بد نا می.ټو لو ولیده. او په راتلونکی وخت کی هم کچیری دغه سیاست دوام وکړی دهغی نا کامی او رسوای حتمی ده .دافغانستان تیر تاریخ دا ثابته کړیده چی دنړی هر هیواد چی دافغانا نو دملی غرور دما تولو هڅه کړیده .په خپله مات شویدی. او س هغه وخت رارسیدلی دی.چی جها نی ټولنه او دهغوی متحدین .، په دغو سیاستونو نوی نظر وکړی.او دافغانانو ددری لسیزو غمیزه چی دشوروی په تجاوز پیل شوی وه نوره ختمه شی.



– هغه یر غل چی شوروی د جنوبی سر حداتو ته دخطر درفع کولوپه بهانه په افغانستان وکړ.نه یوا ځی ی دا خطر رفع نکړ .بلکی دشوروی دړنګیدو با عث هم شو.دشوروی دړنګیدو وروسته جهان یو قطبی شو.هغه جهانی توازن چی دسترو قدرتونو تر منځ په څو لسیزو کی منځ ته را غلی و له منځ نه لاړ .داکار ددی با عث شو چی جهانی رقا بتونه بیا پیل شی.ملګری ملتونه کمزوری شی.او په جهانی منا سباتو کی. دزور لرل دحقانیت په معیار بدل شی.یعنی دا چی زور حق دی .او ټول نړیوال قوانین دزور په مقابل کی دعملی کیدو امکان دلاسه ورکړی.همدا دلیل و چی په نړی کی نوی بحرانونه رامنځ ته شول لکه په افغانستان او عراق کی دجګړو بیل، نړیوال اقتصادی بحران او داسی نور. ددی نه علا وه به افغانستان کی هم دولتی نظام او ملی حا کمیت دواړه دروسانو لخوا په یوه استخبا راتی لوبه کی له منځه یوړل شول .او افغانستان په اصطلاح بی سر پوشه بی سر پرسته پرېخودل شو . لکه وران کندر چی تول وحشی ځناور هلته ځاله جوړه کړی دهغی ټولی تبا هی سره سره چی شوروی دولت ځموږ په هیواد راوسته..شورو یا نو نه دجنګ تاوان ورکړ. او نه ی خپل مسو لیت ومانه .دا دشورویانو بل ستر جنایت و.

د یادونی وړ ده چی په افغانستان کی دشوروی اشغال دمخه د نورو هیوادو براخه استخبا راتی مداخله چی ملی حاکمیت

له منځه یوسی . امکان نه درلود .ځکه په افغانستان کی.د ح .امین. په مشری یو ملی مستقل دولت موجود و .دغه دولت په داسی شرایطو کی.چی دشوروی .کی .جی .بی. لخوا دکارملیانو. ستمیانو. اونورو شبکو په استعما لولو سره دداخل او خارج نه د .کودتا ګانو سره مخ وه. او دسیسی روانی وی خو ددی ټو لو سره سره. دغه ملی دولت د ح.امین په مشری به خپلو پخو ولاړ وه.او په افغانی مټو په مستقل ډول اداره کیده. سره دټولو ادعا ګانو چی ا فغان دشمن سیا سی کړی ی کوی .په دا خل کی داسی یو طا قت موجود نه و چی دغه افغان ملی حا کمیت ته سقوط ورکړی .ځکه هغه په افغانی هوډ ولاړ او دهیواد دداخلی او خارجی دشمن سره ې مقابله کوله .او خلکو دهغی نه ملا ټړ کاوه. دغه ملا ټړ هغه وخت دیر ښه را څر ګند شو .چی دشوروی جوا سیسو کودتا ګانی یو په بل پسی دامین دحکو مت دسقوط په خاطر نا کا می شوی. چی بیا شوروی فا سدو رهبرانو حتی دشوروی نظام د نا بو دی په قیمت ځمونږ په هیواد د حملی او دجمهور ریس .ح.امین دوژلو فر مان ور

کړ. او ځموږ هیواد ی اشغال کړ. په افغانستان کی دنورو هیوادو مداخلی هغه وخت پیل شوی .چی شورویانو خپلی ،سیاسی جاسوسی شبکی او دهغوی لخوا جوړ شوی ګوندونه ،اوحلقی .لکه کار ملیان .ستمیان. اونور حاکمان کړل.

صرف دغه وخت وه ،چی دتولو مداخله کونکو هیوادونو لپا ره دغو وطن فرو شانو زمینه مسا عده کړه .

او بیا کله چی د شوروی د امحا وروسته ، روسی استخباراتو دشما لی تل والی اواسلامی تنظیمونو په مرسته

د نجیب په ضد کودتا وکړه.او افغانستان یی په روس او ایران خرڅ کړ.او روسی ساخت اسلامی دولت یی جوړ کړ. نو بیا ایرن .پا کستان .عربی هیوادونو اونورو

ته ددی زمینه مسا عده شوه .چی افغا نستان ته داسلامی نقاب په کارولو سره داخل شی. اسلامی تنظیمونو افغانستان په لومړی ځل په وږو لیوانو خرڅ کړ .هغوی په دغه معا مله کی ډیره ګټه ونکړه اسلامی تنظیمونو په روس اوایران باندی دافغانستان په خرڅولو کی ګټه زیاته نه وه اما هغوی په دغه کر غیړه نه معامله کی هیواد ته زیات زیان ورساوه.او لویه تبا هی ی راوسته. هغوی ۲۵۰ کلن افغانی سیا سی نظام ختم کړ .اوافغان روشنفکران یی دکمونست او ملحد دنا مه لاندی قتل عام کړل. دغه ظاهرا اسلامی دولت.

تر دی حده سقوط وکړ.چی مشران ی دپا کستان نه وغوړی چی افغا نستان دهغی یوه بر خه کړی. [دغه مطلب اوس دبی نظیربوتو په نوی کتاب کی خپور شویدی] د یا دونی وړ ده .چی اسلامی تنظیمونو مشران سیا سی قد رت ته په راتلو سره.دا ثا بته کړه چی هغو ی ته خپلی شخصی ګتی مهمی دی نه وطن .هغوی لمړی ټول وطن پا لونکی روشن فکران په کفر کمونیزم، او الحاد محکوم اودپردو هیوادونو په مرسته ی دتیغ نه تیر کړل .سره لدی چی اسلامی دولت هغه شوروی جواسیس چی دټولو جنایاتو مسول وه او دحاکم ګوند رهبران ولکه کار مل او دهغه جنرالان.. دروسی دولت په امر نه یواځی په امن کی وساتل او په قد رت کی وساتل.بلکی هغوی ته ی اسلا می القاب ستر مجاهد. امیر. هم ور تحفه کړل.او په اصطلاح دجنت قوالی ی ورکړی.چی مثا لونه ې ډیر دی. اما هغه وطنپا لونکی

روشنفکران.چی کوم ّهیواد پوری تړلی نه وه.او صرف د وطن مینه ی په زړونو کی وه .حتی عادی معلمین استادان دکمونست او ملحد په نا مه قتل عام کړل. او يا جبری مها جرت ته اړ کړای شول. هغوی ټول هغه ملی عناصر چی کولای شول دهیواد دملی ګتو دفاع وکړی او یا دهیواد دتبا هی مانع شی .دسیاسی صحنی نه دپردوپه مرسته وایستل.دغه وخت و چی افغانستان لکه بی خا ونده مال په شان ددوی په لاس کی ولوید.اوهغوی دټول هیواد بلا منا زع ما لکان شول.به خلکو کی هغوی ته داسی څوک یا قوت پاتی نه وه چی ددوی نه دملی خیانت پوښتنه وکړی .اود بلی خوا خارجی هیوا دونو ته خپلی ګټی مهمی وی.نه افغانستان.نوځکه همدی حالت ملی فاجعه را منځ ته کړه. بلا خره په هیواد باندی دکار مل حاکمیت نه وروسته هغوی افغانستان جهانی مارکیت ته دخر څولو لپاره وړاندی کړ .هغوی دا ځل افغانستان په ډیر لوړ قیمت او په ۳۶ هیوادونو باندی د بن په کنفرانس کی خرڅ کړ. ددغو اسلامی تنظیمونو سیا سی قدرت ته درسیدلو حاکموډلو دملی خیانت په نتبجه کی خبره دیته ورسیده چی حتی افغان منتخب جمهور ریس خپل واک ونلری. او خبره دی ځای ته ورسیږی چی دهیواد جمهور ریس دخپلو ملکی خلکو دوژل کیدو مخه ونشی نیولای. هغه چغی وهی چی زما ملکی خلک مه را وژ نی خو په سبا ی بیا دملکی خلکو جنا زی هدیری ته روانی وی.دلیل دادی چی ظا هرا حکومتی تشکیلات پارلمان او نور عملا صلا حیت نلری .

دا دپردی شا ته ما فیای ډلی دی چی د خارجی هیوادو په اشاره واک چلوی..خا رجی هیوادونو چی خپلی ما فیا ی ډلی جوړی کړی اوهغه یی قدرت ته رسولی اوس دغه خا رجی هیوادونه ددی قدرت لری چی ټول کارونه دپر دی شا ته.بی لدینه چی دوی ته مسولیت متوجه کړی.یا څوک په هغی پوه شی. دمافیایی ډلو په لاس وکړی. هغوی نور ضرورت نلری .چی دمنتخب جمهورریس چغو او فر یاد ته غوږ ونیسی . ځکه نن د پر دی شا ته ټول هیواد ما فیای ډلی اداره کوی .نه ظا هری حکومتی تشکیلات کچیری پا ر لما ن ته وکتل شی .هلته دسیا سی ما فیا قدرت په ښه ډول د لیدو وړ دی .مثلا هغه وخت چی د اسما عیل پر ضد دبشر دحقوقو ستر ګذارشونه نشر شول هغه ته دبرق دوزارت مقام ور کړ شو چی دکابل خلک په تیا ره کی کینوی او دادی ۵ کا له دخلکو اعتراض دهغه پر ضد نه یواځی ګټه نلری بلکی هغه نسبت نورو وزیرانو ته دا امتیا ز هم لری چی دپا رلمان یو غړی هم دهغه په مقابل کی داستیضاح د مطرح کولو زړور توب نلری . ځکه دهغه شا ته وسلوالی ما فیای ډلی ولاړیدی .دا دنن ورڅی

د حا لاتو واقعی تصویر دی. افغان روشنفکران باید د مغلقو استخبا راتی لوبو ما هیت خلکو ته څر ګند کړی .د افغان دشمن هیوادونو افغان جا سوسان دلیکوالانو په نقاب کی ستر امکا نات په واک کی لری هغوی نه یواځی حقایق نه توضیح کوی بر عکس. هغوی دحا لاتو دمغشوش ساتلو ، دملی خاینانو نه دملی قهرمان جوړولودجعلیاتو په خپرولو دهیواد ملی ناورین دعاملینو لپاره د مداحی په کولو، دهغوی د برات لپاره دداستانونوپه جوړولواو دعوام فریبی لپاره تر اوسه ډیر ستر تخریبی کار سر ته رسولی دی.او اوس هم په ټول قوت دغه جنایت ته په کامل مصو نیت دوام ور کوی..دا باید رو ښانه شی چی نن ورځ..هغوی ددغو تنظیم شویو درواغو د خپرولو او عا مه ذ هنیت دغولولو لپاره د تبلیغاتی مدرن تخنیک نه استفاده کوی.

د مطبو عاتو دآزادی دنامه لاندی.په لسهاو تلویزیونونه، رادیو ګانی، اخبارونه، مجلی، انترنتی سایتونه،اونوردیته ندی

موظف شوی .چی حقایق توضیح کړی. بلکی دځینو هیوادونو لخوا دهغوی دنده دملی نفاق اورته لمن وهل،دمختلفو نومونو لاندی دهیواد تجزی ته کار کول.دآر شیفی اسنادو دنامه لاندی په ډبر مهارت د جعلی داستانونو جوړول .دملی عنا صرو بدنا مول دهغوی بر ضد دجعلیا تواومنفی تحلیلونو خپرول.

دموجود حالت په ارتباط،دابهاماتو نشرول .دملی خاینانو نه ملی شخصیتونه جوړول .دهغوی په ملی خیانت پرده اچول.

داددغو ستر پرو پاګندی ما شین اصلی وظیفه ده. نو ځکه عا مه ذهنیت دهغوی دکنترول لاندی دی. اود عامه خلکو ذهنیت ته دهغوی لخوا جهت ورکول کیږی.نو څکه افغا نی تولنه په سیاسی.تبلیغاتی .اجتماعی لحاظ دهغوی دکنترول لاتدی ده دوطن پا لونکو ننی تیت او پا شان کیدل .او دسیاسی باور له منځه تلل د هغوی دکار محصول دی.په ډیر تاسف سره باید وویل شی چی دافغان دشمن هیوادونودپرو پاګند ډله .دډیرو ښه نومونو او شعارونو لاندی خپل ځان پټوی .

هغو ی د وطن بالنی ملی یووالی، بشر دوستی. دموکرا سی. د قا نون حاکمیت .اجتماعی عدالت.دافغانستان .

دملی ګتو نه ددفاع په نقاب کی .خبلو ضد اافغانی اوضد بشری سیا ستونو ته کار کوی.ډول ډول ډرامی جوړوی .مصاحبی کوی او دعوام فریبی لپاره سیاسی بحسونه جوړوی.او په ډیره زیرکی سره عامه ذهنیت ته په هغه جهت کی سمت ورکوی .چی خارجی هیوادونه ی غواړی. نو ځکه لا زمه ده چی د حقایقو او جعلیاتو تر ةنځ توپیر په ښه ډول وشی.اودا معلومه شی چی د یو معین تبلیغ ګټه کوم هیواد او په هغو پوری تړلی کوم ګوند او یا حلقی او یا شخص ته ته رسبږی. او دا تبلیغ چاته زیان رسوی.د قدرت خا وندانو ته او یا هغه چا ته چی نه یواځی په قدرت کی ندی بلکی په کلوکلو ځپل شوی اود حاکم قدرت لخوا دهغوی دبد نامی لپاره کار شوی. دا هغه څه دی چی افغان وطن پا.

لونکی په هغی خلک خبر وسا تی او دهغوی دذهن دروښانه کولو لپاره کار وکړی. دشوروی تجاوز مهمه پایله چی په 27/12/1979 کی وشو داده چی اوس خارجی هیوادونه دا قدرت لری هر ډول لوبه چی ویی غواړی دافغانستان په خلکویی کولای شی د مثا ل په ډول :

— لکه چی ولیدل شول تیر انتخابات دافغانستان دتجزیی اوقومی خونړیو جنګونو لپاره یوه لویه دسیسه وه .خارجی هیوادونو غوښتل چی جنوبی افغانستان په کامل ډول درای ورکولو نه محروم کړی ځکه هلته دوی داسلامی ډلو په وسیله دمخه امنیت ختم کړی وه.او په شمالی ولایاتو کی دپښتون میشتو سیمو کی یی هم . داسلامی ډلو په وسیله امنیت له منځنه وړی وه. دا دسیسه داسی جوړ شویوه .چی دملیون هاو ډالرو په مصرف کولو سره .دیوی میشتی په جریان کی ماشینی شخصیتونه جوړ .او دملی رهبرانو په حیث په خلکو تحمیل شی. او شمالی تل والی ته دټو لو جنایاتو سره سره قدرت تسلیم شی.او بیا په جنوب کی خلکوته وویل شی چی پا څیږی او دخپل حق نه دفاع وکړی .اود ډیرو خونړی قومی او نژادی جنګونو په پیل سره دهیواد تجزیی ته زمینه مساعده کړی. خو افغانانو په وخت دادسیسه د حوصلی اودرایت په ښودلو سره خنثی کړه. افغانان باید متوجه وی چی په اینده کی بیا هم دداسی دسیسو کیدل امکان لری.