کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خبریال چا مړ کړ او زور يې تر چا خیژي

خبریال چا مړ کړ او زور يې تر چا خیژي

تېره اونۍ یو انګریز خبریال او د هغه افغان ملګری کندز ولایت ته ولاړل ویل کیږي چې هدف يې د کندز د خونړۍ پيښې څېړنه او ورباندي رپوټ برابرول وو، ویل کیږي چې دغه خبریالان هلته دسیمه ایزو طالبانو له لوري ونیول سول. معلومه نسوه چې دغه خبریالان ولې طالبانو وتښتول او د هغوي د خلاصو په اړه يې کومې غوښتنې لرلي.

په هرحال د خبریالانو د تښتونې خبر پر رسنیو خپور سو او طالبانو ومنله چې خبریالان له دوي سره دي

خبریالان تښتول سوي ول خو د نړیوالو پام په کندز کې د یوسل او پنځوسو ملکیانو د وژني پر لور وو او د خبریالانو لورته چندان پام نه کیده تر څو یوه ورځ دا خبر راغی چې د خبریالانو د خلاصون په موخه بهرنیانو عملیات وکړل بهرني یې خوشي سو خو افغان هغه وژل سویدی ، بهرني خبریال چې انګریز وو له نیویارک ټایمز سره کار کاوه او افغان خبریال چې سلطان منادي نومېدی د پنجشیر د ولسوالۍ اوسیدونکی وو چې پدې وروستیو کې له جرمني څخه افغانستان ته راغلي وو

په نیویارک ټایمز کي د انګریز خبریال له خولي راغلي وو چې کله برتانوي پوځیانو ددوي د خلاصون لپاره سیمي ته راغلل او له طالبانو سره ونښتل نو موږ له هغې کوټې چې پکښي بند وو راووتلو او د یو دیوال شاته هغه لور ته روان سو چیري چې بهرنیو عسکرو مورچل نیولی وو کله چې هغه ځای ته ورسیدو نو منادي مخکي وو او له دیوال څخه واوښت لاسونه یې پورته کړل او په انګریزي ژبه يې ځان معرفي کړ چې له همدې سره ورباندي د مرمیو باران سو او ووژل سو.

کله چې د سلطان منادي د وژنې خبرونه خپاره سول نو په کوردننه او بهر کي دغه وژنه وغندل سوه او د تېر په څېر ددې پيښي د پلټنې غوښتنه هم وسوه، خو له دې کار څخه ځینو کړیو ناوړه ګټه واخیسته، خبره ښکاره ده چې منادي انګریزانو وژلی وو خو د خبریالانو د ټولنې په نوم یوې ډلې داسي اعلان وکړ چې تر دریو ورځو پوري به د طالبانو خبرونه نه خپروي ، دا په کوم قانون؟ په کوم دلیل؟ په کوم ثبوت؟ .

ګران لوستونکي پوهیږي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې ډیر شمېر خبریالان ووژل سول ، روحاني ، جاوید، نقشبندي، هاشمزاده او نور او همدارنګه لسګونه خبریالان وډبول سول او تهدید سول خو چا يې پوښتنه وکړه ؟ اصلي خبره داده چې روحاني هاشمزاده جاوید او نور پښتانه ول او د پوښتنې څوک يې نه درلود خو منادي د پنجشیر ولسوالۍ اوسیدونکی دی او پدې توګه موقع پرستان غواړي د منادي له وژني څخه هم سیاسی ګټه واخلي له بده مرغه چې ځیني نوري ادارې هم په شعوري یا غیر شعوري ډول د هغوي سره دغه خبره تاییدوي

موږ یو عادت لرو نه پوهیږم ښه عادت دی که بدعادت ؟ دا فیصله تاسو وکړي خو عادت مو دادي چې د زورور خوا نیسو د غالب پر طرف یو د کمزوري او مغلوب که پر حق وي هم غم نه وي راسره، منادي طالبانو نه دی وژلی بلکه ثبوتونه سته چي هغه انګریزانو وژلی خو موږ د یو ډېر غلط فکر پر اساس پرېکړه کوو چې د طالبانو خبرونه د دریو ورځو لپاره تحریموو، په څه خاطر ؟ ځکه انګریزان زورور دي او طالبان کمزوري .

زه طالب نه یم او د منادي په وژنه هم د یو خبریال او افغان په حیث خفه یم خو موږ باید حقایق د خواخوږۍ تر پرده لاندي پټ نکړو.

په کندز کې څه ناڅه سل ملکي وګړي ووژل سول، په فراه کي همدومره ووژل سول او په … کي هره ورځ کې تر سلګونو ډير بې ګناه افغانان وژل کیږي او همدارنګه بهرنیان په لسګونو نوري دغسي ناکردې کوي چې هیڅ د زغملو وړ ندي خو نه پوهیږم چې دغه د ملت په درد دردمن ژورنالستان ولي د هغوي خبرونه نه تحریموي؟

زما پوښتنه له هغو ښاغلو څخه چې د منادي په وژنه يې د طالبانو خبرونه تحریم کړل داده چې: منادي وواژه چا او زور يې له چا څخه خیژي؟؟؟

د منادي ، هاشمزاده، جاوید ، روحاني او … د ارواح د خوښۍ په هیله