کور / تازه خبرونه / هلمند : طالبانو د هلمند د بريد پړه ومنله

هلمند : طالبانو د هلمند د بريد پړه ومنله

دهلمند دنني ځانمرګي بريد پړه ترپېښه څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو ومنله طالبان وايي چې دغه كس دهلمند ولايت اوسېدونكى وو. دطالبانو يوه وياند زبيح الله مجاهد وويل چې دبريد اصلي هدف قوماندان عبداولي ووچې په كوكا باندي مشهور دى ، دهلمند په نني بريد كې دوه پوليس ووژل شول او څلور نور ټپيان دي چې ددوو روغتيايي حالت سم نه دى ، كوكا وويل چې ځانمرګى ترلومړۍ دروازه كورته وردننه شوى وو خو په دوهمه دروازه كې دده په وينا يوه زړور ساتونكي عبداصمد غېږ ترچاپېره كړه او هغه ځان ورباندي وچاودېد.


د قوماندان كوكا په وينا په پېښه كې دده لس كلن ماشوم زوى هم ټپي سوى دى ، دهلمند امنيه قوماندان محمد حسين انډيوال وايي چې دايوترهه ګر عمل وو او وسله والو طالبانو ديوه حاجي دمرګ تابيا كړې وه


ديادونى وړده چى څلورمياشتى وړاندى  دهلمندولايت دمارجه ناوى ناداعلى اونوروجنوب لويديزو ولسواليو دموټرودتم ځاى سره دبولان په سيمه كى دعبدالولى ياكوكه قوماندان عسكرو يوتن ځان وژونكى په نښه كړ اوويې واژه خوپه هلمندولايت كى په روان زيږديزكال كى دالومړى ځان وژونكى بريدوه چى ترسره سوو.