کور / کیسه / بيامي هيڅکله دهغې سترګي ونه ليدلې

بيامي هيڅکله دهغې سترګي ونه ليدلې

يوه خوا ورځ تېره اوماښام اوله بلې خوا آسمان وريځ وو ځکه نوهرڅه ښه نه صحي کيده،اټکل کېده چې نور به هم واوري، تالندې اوبرېښناوې هم ډېرې کېدې، سپرلى وو، ټول په تلوارکې ووچې ووريهاخولږڅه وار وکړهريوه هڅه کوله ځان تريوه ځايه ورسوي. پوره درې ساعته مودباران درېدوته انتظارکړى وو يوه ويل چې نه نورنوشين کېږي باد پسې راوالوت، بل چې لږڅه سپين ږيرى غوندې ښکارېده ويل چې نه والله څوکاله وړاندې زماښه په ياد دي همداسې ډېر باران وشو، سېلابونه راغلل هغه مهال هم هوا همداشان وه خوهغه وخت باران لانور موسم ونيوه او ډېره خواشينوونکې دا چې دهمدا اوس په څيرهوا هم ډېره تياره وه هغه وخت بياترسهاره ښه واورېده دناوويوه جوړاوه زمونږه هم ځواني وه ترډېره پورې داملګري ملګري سره يوځاي دجومات په چوتره کې سره ناست دسېلاب اوچت غږ دناوو شوړا اودبارن شړقا له امله په ناروغږېدوکه څه هم ډېرنيږدي په يوه واټن کې سره ولاړ وو، خداي دې خيرکوي ما خودااوس هم هماغه شېبه رايادوي خداي دې وکړي چې يوځل ترکوره پورې ورسېږو.


ريښتيامو د سيمې کلينيک ته ددوا داخيستلو لپاره تللي وو. نورو هم ځينې دکور دسوداوو ځينو نورو بيا نورو نوروکارونوپه موخه دسيمي ښارته راغلي وو. موږ سره په دې ډله کې ډېرې ښځې هم وې ځينې لږڅه ځوانې وي نورې يې له عمره زياتې او په کچرو باندې سپرې وي که څه هم ټولوښځوشنې چادري ګانې درلودې نه صحي کېدې چې کومه ځوانه اوکومه يوه له عمره ډېره ده يواځې له تګه څه ناڅه فکرکيده چې کومه ګړندۍ ځي خوځښت اوحرکت لري.


 دامهال دټولوستونزه يوه وه همداچې ځان تريايه ورسوي،لاره هم خټه وه ګړندى تګ هم نه کېده خوبياهم يوڅه کېده لږ تکړه لږمخکې اونوربياپه همدې سلسله خوځېدلي وو. ددوي په ډله زه يواځينى څوک وم چې ترنورومې کورپه لارکې وه اوتردوې مې منزل نېږدې وو.


شېبې تېرېدې کرارکراباران هم داسې معلومېده چې بياپيل وکړي،ټول اوچت اوچت غږېدو،تالندواوبرېښناووغږونه يوپه بل پسې اورېده کېده،باران شو،داسې يې موسم ونيوه چې نوريې نو ږلۍ يې هم ملتيا کوله ټول يوځاى پټم ودرېدو،رېښتيازمونږدحوېلۍ دېوالونه ښکارېده،څه مې ويلى هم نشوى خوبيامې هم سل زړونه يو زړه کړ ومې ويل ګورۍ دغه دېوالونه يې چې معلومېږي دغه زمونږکوردى يوه اودووته نه وايم راځۍ ټول راسره لاړشي،داباران کېداى شي دوام وکړي اوبياکه لږڅه لاروشوه بيابه لاړشۍ،اوس که راسره لاړشي داښځې بېچاره ګانې؟ دامحال نو باران اوږلۍ داسې په شړق اوري چې دټولوکالي لانده خيشته لاهم تالندې اوبرېښناوې کېږي،يوه سپين ږيري وويل چې راځې ريښتياوايي دلته به يو څو دقيقي کښينوګوندې چې باران هم کرارشي اوبياله دې ځايه به هغه ډېرښه وي دلته خوموداباران اوورسره ږلۍ ژوبلوي.
بياخونودکلي کورخبره ده که څه هم ډېرپردي وي خوبيادپښتوننګ دى ويې ويل داسياسرې ښځې بېچاره ګانې دوي خودتداوۍ په خاطر راغلې وې اودابه يې په ناروغي باندې هم بده اغېزه ولري دابه هم دالته لاړې شي. کورته ورسېدو زه ترمخ شوم پلارجان مورجان نارې مې وکړې هغوي هم زمادراتلولارې څارلې داوخت مې وويل مورجانې پلارجانه دلته مېلمانه راسره دي ورخلاص کړي اوهمداسې په يوه ساه ور هم ټکوم. کوچني ورور مې دحوېلۍ ورخلاص کړ،حوېلۍ ته دننه شوم ورور مې ويل دا ماماګان، داته داڅنګه لانده شوي ياست،غږيې پرې وکړ،راځي راځي داسې دمېلمنودخونې په لورراځې راځي راځي داوخت نوماخستن ده اودورېځې نوره هم تياره کړې ده،پلارجان مې دميلمنوپه خونه کې له مېلمنوسره کېناست،اوښځې هم له مورجانې سره مې لاړې ماخپلې جامې بدلې کړې،بېرته ورته راغلم پلارجان ته مې کيسه وکړه چې داسې باران ونيولو،پلارجان مې هم دتل په څېرشاباس اوآفرين راته وويل اوويي ستايلم،چې ځويه ښه ده چې دوي دې هم له ځان سره راوستل،يوه څه جامې مې ورورجان نورې هم راوړې اويوه نيم بل هم خپلې جامې بدلې کړي خوساړه نه وه ځکه چې هواډېره سړه نه وه، نودډوډي وخت دي دکلي کورخبره وه همدستي موڅه دډوډي لپاره تيارکړل شيدې مستې خوپرېمانه وو اونورهم په کورکې يې لاډوډۍ نه وه خوړلې،ډوډۍ موسره يوځاى وخوړه،خبرې خبرې پيژندګلوه هم ژوره شوه داوخت نو باران په همغه شدت پوره يوساعت نورهم دوام وکړ.


ماخستن اته اته نيمې بجې دي،باران ودرېده يونيم سره په خپلوکې سره خبرې پيل کړي پسپسک اورېده کېده چې ورور مې خونې ته راننه ووت ويل پلارجانه دااوس يوه ډله خلک دغسې ښکته روان وو اوسره غږېده چې اوس به چيرته يې، ښايې دا اکاګان به يې ښودل،اوچته پسې راجګ شوم خلک مې راوګرځول ريښتياپه همدې خلکوپسې راغلي وو واړه واړه اليکينونه ورسره وو،ورته ومې ويل دغه خلک چې تاسې يې يادوۍ،هغوي زمونږکره دي له ماسره راوګرځېدل. داخلک هم خوښ شول همداسې سرسري مننه يې هم په خپلوکې سره وويل،راتاوشول خونوريې وويل چې نه مونږبايدلاړشو،کلي کي دخلکوډېره سوداوه چې دوي څه شول همداسې چې ښکته راتلوددانورکلييوخلکوهم په خپلوخپلوانوچې په دوي کې وه ورسره راملګري شوي وو.
خلک کلک شول چې ځو،باران درېدلى وو،ريښتيالاړل ښځې يې هم له سرکړې،اولاړل،څوورځې وروسته مې پلارجان پورته يوه ختم ته تللى وو ماسپښين چې کورته راغى،ډېرخوشحاله وو، ويل يې ځويه نن ټولوستاصفت کاوه اوماته هم ټولوويل چې يوه پادشاهي ځوي دې دى.ځوي جانه ځماشمله دې نن دخلکوپه منځ کې ډېره اوچته کړي وه. دکلي کورپه مسايلوکې همداسې لانورغښتلي شي.


اوس هم کله ناکله هغوي يونيم وينم ډېرښه برخورد راسره کوي خودځينونورو لپاره هغه وروستى ماښام شو،بيامې کله هم هغوي ونه ليدل،هغوي نه، هغه، هغه چې په لومړي ځل کلينيک کې يې راسره سترګې په سترګوشوه،اوبياچې کله ماخستن يې دتلوتکل کړي وو په کراره وويل چې دخداى په امان، دهغه امان غږ يواځې ما واورېداوهغې هم يواځې ځه اورولم اوبيامې هېڅکله دهغې سترګې ونه ليدلې.


همت الله امين زی – کابل