په كوټه كې د كډوالو ، ژوند ، ستونزو او ..
کړاونو ته لنډه كتنه
د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کي افغان يو دی
د كوټي له ښار څخه د ختيځ و لورته پرته خروټ اباد نومي سيمه هغه سيمه ده چي دلته هم لكه د نورو سيمو په څېر د بر افغانستان څخه را کوچېدلي ډېرئ كډوال اوسي او د دوى ژوند هم لكه د نورو كډوالو په څېر له ستونځو او كړاونو څخه ډك دى ، يو خوا د كورونو كرايې ، د نه كاروبار ستونځي ،ګراني، او بله خوا له اقتصادي مشكلاتو سره مخا مختوب ددوی ژوند سخت کړی دی .
كه څه هم دغه كډوال د دوو لاسو په خوارۍ او مزدورۍ باندي خپلو بچيانو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا كوي خو نن سبا دا كار هم ګران شوى دى ولي چي د پاكسان د نورو سيمو په څېر دلته هم د 18 كيلو وړو بيه 450 روپو ته ختلې ده او د
2.50 كيلو غوړو يوه ډبه بيه خو له اسمان سره خبري كوي چي پوره په 280 روپۍ باندي تر لاسه كېږي ، چي دلته د هر سړي وس نه ورته رسېږي .
كه څه هم د لر افغانستان د نورو سيمو په څېر دلته ډېرى افغان كډوال د لاس په مزدورۍ اخته دي او خپله ګزاره كوي او يوه ګوله ډوډۍ پيدا كوي نو دا حال به تر څو پوري په ځان تېروي؟ د دې سوال ځواب به څوك وركوي؟ اود دې سوال ځواب له چا سره شته؟
حضرت خان چي د بر افغانستان د غزني اوسېدونكى دی راته وايي ” څه وكړم مجبوره يم چي كاغذونه ټول كړم پيسې نه لرم چي بل كاروبار وكړم هم دا كار زما د پاره ښه دى”
دا نه ده چي دلته صرف لويان په خوارۍ او مزدورۍ باندي اخته دي دا رنګه ماشومان هم له خپلو پلرونو سره د ګولې ډوډۍ په پيدا كولو كې بوخت دي .
بريالى يو له هغو ماشومانو څخه دی چي له كاغذونو ډكه يوه ګونۍ يې په شا وه او په ډېرو خرابو كچرو ( ناپاکيو ) كې ګرځېدو كاغذونه يې راټولول .
كله چي مي له هغه څخه پوښتنه وكړه چي ولي كاغذونه ټولوې ؟ نو په لستوڼي يې پوزه پاكه كړه ،او لراو بر ډاټ كام ته يې وويل چي” زه كاغذونه ټولوم پلار مي نه شي كولى چي د كور خرڅه پوره كړي ، كور مو په كرايه نيولى دى” كه څه هم په دلته د لر افغانستان په سهيلي پښتونخوا كې د بر افغانستان څخه په راغليو كډوالو باندي په زدكړه هيڅ پابندي نشته خو بيا هم دغه كډوال له زده كړي څخه بې برخي دي،د دې خاص وجه د دوى تنګلاسي او غريبي ده.
كله چي مي له بريالي څخه پوښتنه وكړه چي ولي سبك نه وايې؟ نو هغه په ځواب كې راته وويل “سبك خو د ځايي خلكو كار دى ،موږ خو مهاجر يو “ د هغه فكر داسي جوړ سوى و چي ګواكې كډوال د زدكړي حق نه لري بلكي دا د ځايي خلكو كار دى
.
توريالى چي د بريالي كشر ورور و او له هغه سره يې په خپلو مقدسو او جنتي لاسونو كاغذونه ټولول چي په كچره كې پيدا كړى د هندواڼې پټوكى يې په غاښونو شكاوو او د دنيا له ټولو سهولتونو څخه نا خبره و لراو بر ډاټ كام ته وويل” پلار مي هم كاغذونه ټولوي او زه هم له هغه سره مرسته كوم پيسې ګټم”
مكۍ چي د دوى دواړو كشره خور وه ګول روايتي ( پښتني ) جامې يې په تن وې لوڅ سر او لوڅي پښې وه نو له كېمرې او مايك څخه وېرېده هيڅ يې نه ويل او ګنډلو شونډو يې د خراب حالۍ او در په درۍ اظهار كاوو.
كه څه هم بريالى او توريالى له خپل پلار سره مرسته كوي او ډوډۍ پيدا كوي ، نو يو دوى نه بلكي ډېر افغان ماشومان له خپلو پلرونو سره په دا رنګه كارونو اخته دي.
په دغه سيمه كې ډېر داسي ماشومان دي چي هغه مزدوري كوي ، كاغذونه ټولوي ، به هوټلونو او نورو كاروباري مراكزو كې په كارونه كوي.
دلته دغه كډوالو ته د نور ستونځو تر څنګ يوه ستونځه د اوبو هم ورپېښه ده.
نصير چي د ګلانو ، ونو ، او نورو تفريحي شيانو د پاره نه بلكي د څښلو او د ضرورت د پوره كولو د پاره يې د لاس په كراچۍ [ رېړۍ ] كې له لري ځايه څخه اوبه راوړلې لراوبر ډاټ كام ته وويل
” په كور كې مو د اوبو هيڅ بندبست نشته نو ځكه له هغه ليري ځايه څخه په كراچۍ كې او به راوړم، په ژمي كې يخ وي او په دوبي ګرمي، سبك نه وايم په بازار كې سګرېټ خرڅوم په مزار شريف كې مو كور و او اوس دلته ژوند كوو”
جمعه خان اكا چي د زابل اوسېدونكى دی هم يو له هغو كډوالو څخه ده چي دلته ژوند كوي او په سپينه ږيره خپلو وړو ماشومانو د پاره د ډوډى په تلاښ كې دى، كله چي مي له هغه څخه پوښتنه وكړه چي ولي خپل ولايت ته نه ځې؟ نو و يې ټوخل لاړي يې تو كړې وېل” بچيه څنګه حالات دي هلته تاته ښه معلومه ده چي جنګونه دي وژني كېږي غلاوي كېږي نو څنګه ولاړ شم”
حقيقت خبره خو ده چي هلته حالات ښه نه دي، كه چېري حالات ښه شي نو لر افغانستان ( د كوټي پېښور ) په ګډون به د پاكستاني ښارونو ( کراچي ، اسلام اباد او . .. ) او همدا ډول به له ګردي نړۍ څخه د بر افغانستان كډوال و خپلو كورونو ته په ډېره خوشحالۍ راستانه شي .
په لر او بر افغانستان کي د غميزو ختمېدو او يوه سمسور او ښکلي لوی افغانستان د جوړېدا په هيله !
حبيب الرحمن تاثير – د لراوبر ويبپاڼي د سهيلي پښتونخوا همکار