کور / تازه خبرونه / تازه خبر:په كندهاركې پرنړۍ والوځواكونوچاودنه وشوه

تازه خبر:په كندهاركې پرنړۍ والوځواكونوچاودنه وشوه

دكندهار له پنجوايي ولسوالي څخه عيني شاهدانو لر اوبر ويپاڼي ته وويل چې دپنجوايي ولسوالي په تلقان كلي كې پرنړۍ والو ځواكونو يوه چاودنه وشوه چې اوس يې هم له پوځي موټره تور لوګي پورته كېږي ، عيني شاهدان وايي چې دچاودنې نوعيت لاتر اوسه نه دى څرګند خو پردغه لاره داسياف دپوځيانو كاروان تېرېده چې پېښه وشوه ، ايساف لا تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي او افغان چارواكي خو هسي هم په دغو پېښو ځانونه ناخبره ښيي.په پېښه كې دمرګ ژوبلي درك هم نه دى مالوم.