کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد محمدخان پر مړينه د خواشينۍ پيغامونه

د ارواښاد محمدخان پر مړينه د خواشينۍ پيغامونه


 

ارغوان – له نامالومه ځايه

 

ستا د پلار د وفات خبر ډیر خواشینۍ کړم!
دعا کوم چې خدای دې ده ته جنت فردوس ، تاسو او ستاسو محترمې کورنۍ ته د
جمیل صبر درکړي. نوم یې دې تل ژوندې وي او روح یې دې ښاده




 

 

محمد آصف ننګ – کابل

 

انا لله و انا اليه راجعون

خداى دي مرحوم وبخښي، داسې وبوله چي مرگ حق دي او د خداي له لوري ده، زموږ ټولو تگ د هغه په لور دى

تاسو ته تسليت وړاندي كوم او كورنۍ ته مو صبر جميل غواړم

 

آصف ننگ 



بېنوا فرهنګي ټولنه  



په دې خواشيني يو چې خبر شوو د ګران او خوږ ملګري نبي ساحل پلار محمدخان د جمعې په ورځ له نړۍ نه سترګې پټې كړې. نوموړى يو مهربانه مشر و، چې خپلې سيمې او خلكو ته يې نه هېرېدونكي خدمتونه كړي دي.
د بېنوا فرهنګي د اوراښاد له درنې كورنۍ سره په دې غم كې ځان شريك بولي، او له خداى پاك څخه دې درانه مشر ته جنتونه او درنې كورنۍ ته يې زغم غواړي.
                                                                                           په درنښت
                                                                                       بېنوا فرهنګي ټولنه  





 د نبي ساحل د پلار د مړینې د خواخوږۍ پيغام

د جغتو مدني او کلتوري بهیر د هیواد د کلتوري یون د تکړه لیکوال، پیاوړي ژورنالیست او فرهنګپال ځوان ښاغلي نبي ساحل د ارواښاد پلار د مړینې له کبله چې د تیرې جمعې په ورځ په حق رسیدلی دی خپله غمرازي او د تسلیت مراتب څرکندوي. ارواښاد خزانه دار محمدخان د وردګو یو خیرخواه سپین ږیری وو چې تل یې د خیرښیګڼې په کارونو کې نه یوازې پخپله ونډه درلودلې بلکي د خپل اولاد په سالمه روزنه کې یې هم هیڅ ډول سپما نه ده کړې چې نبي ساحل د ارواښاد د کلتوري هڅو یوه غوره ډالۍ ګڼلی شو.

لوی خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او حوصله په برخه کړي. د جغتو مدني او کلتوري بهیر په دې ستر غم کې ځان ورسره شریک ګڼي.

انا لله و انا الیه راجعون.

د جغتو مدني او کلتوري بهیر   






 له نبي ساحل سره خواخوږي


لونګ کولتوري ټولنه دځوان ژورناليست نبي ساحل دپلار دمړينې له امله، ده او دده ټولې کورنۍ او خواځوږو ته دخپلې خواشنۍ مراتب وړاندې کوي او ځان په دې غم کې ورسره شريک بولي  .


ارواښاد ته له  لوى څښتن څخه فردوس جنت او کورنۍ ته يې دصبر او زغم غوښتنه کوي .


په درنښت


دلونګ کولتوري ټولنې مشرتابه پلاوى


غزنى- افغانستان


لونګ کولتوري ټولنه   











دډاډګیرنې پېغام


دیکشنې په ورځ  خبر شوم چې د ځوان ليکوال ، شاعر او ژورناليست نبي صاحل پلار دورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. مونږدګران نبي ساحل او ددوی له کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک بولو،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.


انا لله و انا الیه راجعون.


فضل غني حقمل/کابل


 









دننگرهارد کليد راډيو دخواخوږي پيغام  
په ډيره خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړچي د هڅان ژورناليست نبي ساحل پلار له فاني نړي پور پريکړي .


دلوي څښتن څخه ارواښاد ته دفردوس جنت ،کورني په ځانگړي ډول نبي ساحل ته د پوره زغم غوښتونکي يو .
 



  په درنښت


 محمد شفيق همدرد 


دننگرهار کليد راډيو


مسول









 د ارواښاد محمدخان پر مړينه د لراوبر ويبپاڼي غمرازي


په ډيره خواشيني سره خبر سوو چي د ځوان ليکوال ، شاعر او ژورناليست ښاغلي نبي ساحل پلار ارواښاد محمدخان پرون د جمعې ورځي ماخستن د ۲۰۰۷ د جنوري 11 نېټه د ورپېښي ناروغۍ له امله د پېښور په يوه روغتون کي له دې نړۍ د تل لپاره سترګي پټي کړې .


 انالله و انا اليه راجعون


خدای بخښلي محمد خان نه يوازي خپل ټول ژوند د ولس او هيواد په خدمت کي تير کړ بلکي خپلو اولادونو ته يې هم د هيواد پالني او ولس پالني غوره درسونه ورکړل ، ددې تر څنګ ارواښاد محمدخان د وردګو په سيمه کي د کابل کندهار د لويي لاري تر څنګ يوه ټوټه مځکه له خپلي شخصي شتمنۍ څخه د روغتون ، ښوونځي او مسجد شريف لپاره وقف کړي او د عام ولس ګټي اخستني ته ډالۍ کړي وه .


د لراوبر ويبپاڼي چلوونکي ټول همکاران د ګران همکار نبي ساحل او ددوی له کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي ، دوی ته د څښتن تعالی ج له دربار څخه د لوی زغم ، صبر او نورو غمونو څخه د نجات دعا کوي .


په درناوي


د لراوبر ويبپاڼي د همکارانو له خوا