د پاکستان خلک وايي دولت د بوتو په وژنه کې لاس لاره
سعيد لودين
د رويټر خبري آژانس خبر ورکوي چې هغه نظر پوښتنه چې د « پاکستان ګالوپ» مؤسسې لخوا تر سره سوېده د پاکستان د نيمايې زيات خلک په دې باور دي چې د پاکستان دولتي سازمانونه او هغه سیاست پوهان چې د دولت سره هم ږغي دي د بېنظیر بوټو په وژنه کې يې لاس درلود .
ددې نظر پوښتني پاېلې ښيي چې د پاکستان د خلکو نه يوازي په سلو کې ۱۷ تنه دغه کار د القاعدې يا طالبانو لخوا بولي خو نيژدې و نيمايي ته وايي چې په دې ترور کې دولت برخه لرله .
په دې نظر پوښتنه کې په سلو کې ۱۲ تنو ويلي دي چې د بوټو د ساتني مسؤله پخپله امريکا وه او په سلو کې ۴ تنو بيا ويلي دي چې هند ددې ترور تر شا ولاړ وو.
د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف د بوتو په وژنه کې د ځان، دولتي سازمانو او پوځ لاس درلودنه رد کړې ده .
بوتو د جدي پر شپږمه نيټه په راولپنډۍ کې ترور شوه .