کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مطبوعاتي ټولنې دې دمسؤلیت له مخې پریکړې وکړي

مطبوعاتي ټولنې دې دمسؤلیت له مخې پریکړې وکړي

په کابل کې دژورنالیستانویوې ټولنې پریکړه کړې چې ددوی دیوه ملګري سلطان محمدمنادي دمبهمې نیونې اوبیاوروسته وژنې په وجه به دری ورځې دطالبانودجهادي فعالیتونوخبرونه نه خپروي .
لومړی خوکه ددوی لخوا اسلامی امارت پورې داړوندو خبرونواواعلامیودپخواني خپراوي څومره والی اوڅرنګوالی پرېږدو اودوژل شوي خبریال دورکېدو اووژنې څرنګوالې ته راشو اټکل نه کیږي چې دحقیقت اوواقعیت له مخې دې دوی ته دیوداسې تصمیم لپاره وړبهانه په لاس ورشي .په مطبوعاتوکې دراغلیوخبرونوله مخې سلطان منادي له خپل انګریزملګري سټيفن فارل سره دکندزدچهاردرې اوعلي ابادترمابین ورک شول چې تراوسه یې داسلامي امارت مجاهدینو مسؤلیت ندی منلی .
له دې پېښې څوورځې وروسته برطانوي کوماندویانوپه سیمه کې په یوه کورچاپه واچوله سلطان منادي یې وواژه اودهغه برطانوی ملګری یې له ځانه سره یووړداچې سلطان منادي برطانوي عسکرووژلی کېدای شي په کابل کې دژورنالیستانوبایکاټ کوونکي ټولنه به هم پکې شک ونلري .
دبرطانوي ژغورل شوي خبریال په شمول دسلطان منادي دکورنۍ غړي اوپه سیمه کې موجودولسي خلک ټول په یوه خوله وايی چې داسې شواهدورسره شته چې بې له شکه منادي برطانویانو ویشتلی په دې اړه دبي بي سي اونیویارک ټایمزپه شمول په نورومعتبروخپرونوکې هم قانع کوونکي خبرونه راغلي .خوبیاهم دمنادي دملګروټولنه په ځای ددې چې دهغه دقاتلینویابرطانوي حکومت سره داموضوع راپورته کړي په خپله بیړنۍ پریکړه کې دنوموړي دوژنې کسات له طالبانواخلي .
زمونږباوردی چې منادي برطانویانویوازې ددې لپاره وواژه ترڅویوځل بیامطبوعاتي کارکوونکي اوخبرنګاران دمجاهدینوپه وړاندې تحریک کړي چې دادی داهدف یې ترلاسه هم کړ.
داپه رښتیادتأسف ځای دی چې دژورنالیستانوغوندې یوویښ قشردداسې یوې لوڅې توطیې قرباني کیږي ژورنالیستان لکه څنګه چې ځان دټولنې سترګې بولي بایدهمداسې سترګوراو بادرکه واوسي .
داسلامی امارت له خواله ابلاغ شویو خبرونوسره بایکاټ ښایي کوم نوی اوموثرګام ونه اوسي ځکه په دې اړه تردې پخواهم په هیواددهراړخیزغربي اشغال اوانحصارله راخپرېدووروسته دډيری ژورنالیستانواوخبري اداروچلندبایکاټ ته ورته وه .
زمونږله انده داډول بیړنۍ اوسمبولیکي پریکړې دموضوعاتودحل په ځای یوازې دهمدې مطبوعاتي اداروازادي اوناپېلتوب ترپوښتنې لاندې راوستلی شي .
له واقعیتونوداسې معلومیږی لکه همدغه مطبوعاتي ټولنې چې دبیان دازادی حق یوازې دواکمن استعمارلپاره خوندي بولي ..ځکه په تېرو څوکلونوکې مکررا داسلامي امارت مطبوعاتي کارکوونکي هغوی چې یوازې دحقايقورابرسیره کول یې دنده وه نیول شوي تعذیب شوي اوپه شهادت رسول شوي په محلي ایف ایم راډيوګانواوکارکوونکویې بریدونه شوي دغه رازیې وېب پاڼې ورتړل شوي دي چې په اړه یې همدغو دمطبوعاتودازادی دعوه داروټولنو ځانونه هم ندي خبرکړي خودنیویارک ټایمز اوراډيوافغانستان دخبرنګارانو چې دواړه داسلامي امارت داصلي رقیبانوکابل رژیم اوامریکايي حکومت تبلیغاتي ادارې دي په مبهمه نیونه مجاهدین ګرم بولي اودوژنې په اړه یې دبرطانویانوجرم هم په دوی ورتپي .
داهغه څه دي چې ژورنالیستکي ادارې بایددنورو اضطراري پریکړوپه ځای په دې اړه سوچ وکړي
په پای کې لکه څنګه چې ټول ژورنالیستیک سازمانونه په خپلوپریکړوکې په مسؤلیت پېژندنې اوناپیلتوب مکلف بولو دسلطان منادي په وژنه ژورخفګان اوتأثر څرګندوو لوی خدای دې نورګران هیواداومظلوم اولس له وژونکویرغلګروخلاص کړي