د كندهار ښار او ولسواليو ۵۰ تنه ښوونكو ته د درسي ميتود په اړه د ماشومانو د حمايت د موسسې لخوا اووه ورځنى سمينار پيل شو.
د دغه سیمينار ګډونوال هغه ښوونكي دي چې د لومړيو ټولګيو زده كونكو ته سبق وركوي.
په دغه اووه ورځني وركشاپ كې به ګډونوالو ته له ماشومانو سره د چلند او هغوى ته د زده كړې وركولو د څرنګوالي په اړه معلومات وركول كيږي.