کور / سياسي / ای محکومولروبر افغانانو هر چيري چي ياست د هيواد… (۱)

ای محکومولروبر افغانانو هر چيري چي ياست د هيواد… (۱)

دتير پاته
 ــــ۱ ـــ

ای محکومولرو بر افغانانو ، هر چيری چی ياست ، دهيواد
دخپلواکۍ په خاطر داشغال پر ضد لاسونه سره ورکړئ

 ــــ ۲ ــــ
 ب ۰ دتاريخی افغانستان ظالمانه اشغال دڅه له پاره ؟

نتيجه :

ب۰ دتاريخی افغانستان ظالمانه اشغال دڅه له پاره ؟
افغانستان په تاريخی او ستراتيژيکی لحاظ دډير پخوا څخه لا اهميت درلود چی اوس يي همدغه اهميت په مراتبو زيات شوی دی ۰ دهيواد جګ جګ غرونه هميشه دغليم په مقابل کی دډيرو قوی سپرو نو په څير او دپامير لوړه سطحه دنړيوال بام ديوی ستری برخی په حيث دتل له پاره ددښمنانو او بيګانکانو په زړ و نوکی هيبتونه او دهيواد دسترا تيژيکو سيمو په شان يي خپل عضمت پوره ساتلی دی ۰
نوموړی جهانی بام نه يوازی آسيايي مهمی برخی تر خپل حضور لاندی لری بلکه يولړ نوری سيمی يي هم تر خپلی فضالاندی وروستلی دی ۰ نو دهمدغه واقعيت له مخی دجهان جګړه مار ان او استعمار ی تجاوز کارانو تل هڅه کړې چی دخپلو هدفونو او مځکو داشغالولو له پاره نوموړی ډول سيمی ځکه خپلی کړی څو د ښمن يي تر لاندی ښورونه خوری ۰ پر نوموړی اساس استعماری خاصتأ امريکايي ـــ انګليسي تجاوز ګران بيله دافغانی ولسونو داجازې او بيله دهغوی دخبرو لو نن ورځ په هيواد کی په لسګونو پټی او ښکاره داسی اډی لری چی دخپلو خارجی او داخلي دښمنانو په مقابل کی يي تنطيم کړی دی ۰
دنوموړو ستراتيژيکو هدفونو په باب دا هم ويل کيږی چی دپامير پر لوړو سظحو باندی ډول ډول درنې وسلی داسی ځای پر ځای شوی دی چی دچين ، روسيی او مرکزی آسيا او افغانی سيمی په هروخت کی کيدای شی چی تر جنګی مرميو لاندی شي ۰ البته ، نوموړی نارواعملونه هغه وخت انجام شول چی امريکا يي ــ انګليسي واکدارانو په دې وروستيو کلونو کی ـــ ميدان چغالی وليد ــــ نو يي دانګريز انو دتيرو تاريخی ماتو په نظر کې نيولو سره دناټو په نامه خپل نوی او زاړه هيوادونه په ځان پسې ورکش او دــــ۴۶ ــــ هيوادونو دفوجونو څخه اضافه يي دچيلی غوندی هيوادونوڅخه يي هم لښکريان په کرايه واخستل اوپه ټولو يي پر غريب خو قهرمان هيواد افغانستان غير انسانی اود شرمه ډکی حملې پيل کړې ۰
دادی چی نن يي دهيواد ، په خاصه توګه ، پر پښتنی سيمو وحشتونه زيات او دآزاد و پښتنو په سوات سيمه کی يي کتلوی داسی مرګونه پيل کړل چی په زرګونو پښتانه يي ووژل او تر ميليون يي زيات هم اوار ه او بي ځايه کړل ۰ دغه تاريخی جنايت د ـــ اوباما ــــ او ـــــ زرداری ــــ ددوی دنوی مزدور، سره په هغه موافقه انجام شو چی دوه بيليو نه ډالره به يي په دولتی جيبونو کی ورلويږی ، البته ، دغه درشوت ورکولو عادت يي نوی هم نه دی ۰ دلته داستعمار ګرانو په سرکی يي ـــــ اوباما ــــ هدف دادی چی دهمدغه ډول رشوتونو او جنايتونو له مخی به لروبر افغانان دخپلی آزادۍ غوښتنی څخه راوګرز وی !
۲ – پر هيواد دتجاوز ګرانو دحملې او تجاوز بل مهم هدف دهغوطبيعی ثروتونو چور او چپاول دی کوم چی يي وختی لا په نظر کی نيولی دی ۰ هيواد چی په خپلو جګو جګو غرونو او پراخو دښتو کی ډير غنی معدنونه ، تيل او ګاز ، ډول ډول قيمتی ډبری او مختليف ارزښتمن ثروتونه لکه يورانيم لری ، نويي دتصاحب له پاره هغه تاريخی دښمنان او تجاوز ګران پرراپورته شوی کومو چی دنړۍ په ډيرو سيمو کی زيات خلک او بيچاره ولسو دنوموړو شومو هدفونو په خاطر په بی رحمی سره وژنی او بې کوره کړی دی ۰
۳ ۰ ښاغليو لو ستونکو ته دی څرګنده وی چه انتقام اخستل يوازی په قبايلی او مليتی ټو لنو کی رواج نه لری ، بلکه په اصطلاح به پرمختليفو هيوادونو کی هم دانتقام اخستلو عادت نه دی ورک شوی ۰
انګريزانو چی درې واره دافغانانو له لاسه شرمناکی ماتی خوړلی دی ، نو يي دادی دخپلو امريکايي او کانا ډايي لمسيانو او واکدارانو په نژديو مرستو سره دهغه جنايتونو رهبری پر غاړه اخستی ده چی ۱۱ـــ۹ په غير انسانی دسيسی سره راپي او تقريبأ دــــ۴۶ ــــ هيوادونو په واسطه يي ادامه موندلې ده ۰ په نوموړو هيوادونوکی ځينی اجيرنيول شوی او يا هم په درواغو دچور او چپاول په مالو نوکی شريک ګڼل شوی دی ۰
بايد څرګنده شی چی دامپريالستی استعماری عقيدی همداده چی په خاصه توګه لر وبر افغانا ن چی تل يې دخارجی دښمنانو دتيريو مخنيوی کړی ، او اوس يې هم ددوی دتجاوز نو په مقابل کی ټينګ سنګر ونه جوړ کړی دی ، بايدکمزوره اوناتوانه کړل شي ، خو د ــــ ۲۱ ــــ پيړی دغير انساني غلاميو تناونه په غاړه کی ورواچوی او ټوله سيمه په خپلو شومو منګولو کی ونيسي ۰
البته ، بی مفهومه پلمه يې داچی دآسيا په زړه کی طالبان دامريکا دګټو په مقابل کی خطر دی ۰ ـــ ده کجا درختها کجا ؟ ـــــ مخکی له دی چی دليکنی يوه لنډه نتيجه اعلان کړ ولازمه ده چی دګلی په توګه دتيری پيړی د پينځو سومو څخه تر اويايمو کلونو پوری دهيواد سياسی جنبش ، هغو مبارزينو او مشرانو ته يادونه وکړم چی دنوموړی زماني مقطع سياسی مبارزين چی تل به يي دامپرياليزم او دهغوی دتجاوز اتو پر ضد نارې سورې وهلې ، اوس څه شول ، چی هيڅ ږغ يي نه راپورته کيږی ۰ داخبره بياهم هغو مشرانو او کدرونوته متوجه ده چی دولسونوبه ورته اميد ونه وه ، او نن ورځ يې په خارج کی رنګينی ځالۍ جوړ کړی ، دآرامۍ خو دغلامۍ ژوند بی نصيب کړی دی ۰ دغلامۍ ژوند يي ځکه بولم چی په زړه کی يي ښايي ډيري خبری وروګرزی خو تر خولو يي هيڅ نه راوزی ۰ داهم ځکه چی ښايي ، ددوی په عقيده ، له هيواده څخه به يي ديپورت کړي ؛ يا به يي دکارکولو او ولفير له پيسو څخه محروم او يابه يو تعداد دهاګ غير عادلانه محکمی ته معرفی کړی ۰ په دی حساب ، نو يقينأ چی زموږ دوطن هغه شپی او ورخی دی مبارکی وی چی هم مو مظاهری او اعتصابونه کول او هم مو پر خپل قانونی وخت خپل منظم معاشونه ، چی مستحق وو، اخستل ، او هيچاله وطنه څخه ځکه نه شو وايستلای چی هم مو وطن خپل او هم موزندانونه خپل وه ۰
نن په ډير احترام دنوموړوی سياسی زمانی کين لاس او ښی لاس مبارزينوته وړانديز کيږی چی دوطن دآزادۍ او خپلواکۍ په خاطر دافغانانو په نامه تير مخالفتونه ، چی دبيګانګانو دتحريک او مداخلو نتيجه هم وه ، پر خپل ځای پريږدی او دخپل واحد هدف په خاطر په يوه واقعی او انقلابي سنګر کی دتجاوز ګرانو او امپر يالست استعمار چيانو په مقابل کی داستقلال دګټلو له پاره لاسونه سره ورکړی او يو وار بيا دخپلو نيکه ګانو په شان بيګانګانو او دښمنانو ته دتاريخي او عبرت درس پر څنګ خپل تير برم وروښي ۰
نتيجه :
په دی خبره دی هيوادوال پوه وي چی دغلامۍ اواشغال په دوران کی به هيڅ صورت دآزادۍ او خپلواکۍ وده او انکشاف نه راځی او نه هم په ټول بشری تاريخ کي راغلی دی ۰ کله چی يوه ټولنه دمريتوب په ځنځير ونو تړلی وی ، نو يي ټولنيز و د ه هم نه ليدل کيږی مګر دبادارانو پر لاس دهغوی په ګټه ۰ اوس نو ای محکومو لروبر افغانانو ، هر ځای چی ياست ، دوطن دخپلواکۍ په خاطر دناټو ظالمانه او وحشی اشغال پر ضد لاسونه سره ورکړئ او ټولنه دواقعی ډموکراسۍ ، ټولنيز عدالت ، سراسر ی سولی په وړاندی رهبری کړی ۰
دټولنی ټول اجتماعی سازمانونه ،او ګوندونه ، اجتماعی او قومی ټولنی بايد داسی لاسونه سره ورکړی ، چی ټول قومی ، سيمه يز ، مذهبی ، ژبنی او داسی نور اختلافونه چی هميشه يي دښمنان په شدت کی لاس وهی ، اضافه ځای ونه لری او ديوه کلک افغانی يووالی په چوکاټ کی خپل ملی ارمان ته ورسيږۍ دادی هم زموږ ته څرګنده وی چی ټول امريکايي او اروپايي واکداران هڅه کوی ځانونه سکالرو بولی ، خو په واقعيت کی سخت داسی عيسويت کوی چی عمده دښمن يي داسلام مقدس دين بللی ، څووس يي کيږی مسلمانان او پښتانه افغانان دتروريست په نامه وژنی او دخرابيو کندوته يي پوری وهی ۰
موږ لر وبر افغانان بايد دغه ډول واقعی خبری هميشه په نظر کی ولرو او ددښمنانو په هغو درواغو نو او چالونو بازي ونه خورو چی تقريبأ نيمه پيړۍ يي راباندی چلولی دی ۰
 په پای کی دخپلواکۍ ، سولی او پر مختګ په لور !