کور / خبرتیا او پيغامونه / د خواشينۍ پيغام

د خواشينۍ پيغام

 په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايو چې د سوهېلي پښتونخوا د پښين سيمې د تكړه شاعر او ليكوال محمد نعيم ازاد ځوان ورور عبدالقدير- چې دوه دېرش كلن و- د تېرې جمعې په ورځ د يوې ړندې او ناببرې مرمۍ د لګېدو له امله مړ شو، ارواښاد عبدالقدير په پوليسو كې وظيفه لرله او د تېرې جمعې په ورځ په پښين كې د يوۀ جومات مخې ته د امنيت ساتلو په مقصد په وظيفه بوخت و، چې ناڅاپه وپرځېد او د خپل توپك مرمۍ يې پر څټ ولګېده او په روغتون كې يې ساه وركړه. انا لله و انا اليه راجعون
خداى دي ارواښاد عبدالقدير ته فردوس جنت ور په برخه كړي او د محمدنعيم ازاد صاحب په شمول د ارواښاد محترم پلار محمدكريم او درنې كورنۍ ته دي يې خداى تلپاتى صبر او زغم ور په برخه كړي. له ارواښاد عبدالقدير څخه دوه اولادونه- يوه لور، يو زوى- پاته دي.


((ملګري ليكوال ادبي ټولنه- كوټه))



……………………………
محمدنعيم ازاد
3876230 300 (0) 0092

تبصره نسته

  1. انا لله واناالیه راجعون
    الله دی فامیل ته د زړه صبر ورکړی

  2. انا لله واناالیه راجعون

  3. ازاد صاحب او د كورنۍ ټولو غړو ته يې د صبر غوښتنه كوم، په دې هيله چې د روژې په دې مباركه مياشت كې يې د ورور شهادت قبول شي. خداى دې ازاد صاحب او نور وروڼه ژوندي لري.

  4. انا لله واناالیه راجعون
    الله دی فامیل ته د زړه صبر ورکړی

  5. د خواشينۍ پيغام

    په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايو چې د سوهېلي پښتونخوا د پښين سيمې د تكړه شاعر او ليكوال محمد نعيم ازاد ځوان ورور عبدالقدير- چې دوه دېرش كلن و- د تېرې جمعې په ورځ د يوې ړندې او ناببرې مرمۍ د لګېدو له امله مړ شو، ارواښاد عبدالقدير په پوليسو كې وظيفه لرله او د تېرې جمعې په ورځ په پښين كې د يوۀ جومات مخې ته د امنيت ساتلو په مقصد په وظيفه بوخت و، چې ناڅاپه وپرځېد او د خپل توپك مرمۍ يې پر څټ ولګېده او په روغتون كې يې ساه وركړه. انا لله و انا اليه راجعون
    خداى دي ارواښاد عبدالقدير ته فردوس جنت ور په برخه كړي او د محمدنعيم ازاد صاحب په شمول د ارواښاد محترم پلار محمدكريم او درنې كورنۍ ته دي يې خداى تلپاتى صبر او زغم ور په برخه كړي. له ارواښاد عبدالقدير څخه دوه اولادونه- يوه لور، يو زوى- پاته دي.

  6. انا الله وانا اليه راجعون
    دپښتو ژبي دتكړه شاعراو ليكوال پښتونپال ښاغلي ازادصيب دورور دشهادت له امله ښاغلي نعيم ازاد صيب درني كورني اوټولودوستانو ته دجميل صبراو ځواني مرګ شهيدته دلوي دربارنه فردوس جنتونه غواړم ،په دي لوي اونه جبيره كونكي ويركي ورسره ځان كډبولم خداى ج دي له نورداسي غمونو ځخه ټول دوستان وساتي ، امين رحمتيار

  7. کندهاري فرهنګيان دنعيم (ازاد)سره په دې دروند غم کي ځان شريک ګڼي ،مرحوم ورورته يې دفردوس جنت غوښتنه کوي اوکورنۍته يې دپاک څښتن (ج)له دربارڅخه جميل صبرغواړي.

  8. انا لله واناالیه راجعون
    الله دی فامیل ته د زړه صبر ورکړی ، زموږ ټولو همدا لار ده .

  9. انا لله واناالیه راجعون
    الله دی فامیل ته د زړه صبر ورکړی ، زموږ ټولو همدا لار ده .

  10. انا لله و انا اله راجعون

    په هلمند کی د علامه محمود ‌‌‌‌طرزی علمي او کلتوري ټولنه د پښتو ژبي د جنوبي پښتونخوا د وتلي لیکوال او خوږ ژبي شاعر ګران محمدنعیم ازاد د ورور د مړیني له کبله د ګران ازاد د درنې کورنۍ سره په غم شریکه ده درنې کوړنۍ ته یی د جمیل صبر دعا کوی او شهید قدیر ته د فردوس جنت دعا کوي.

  11. دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام
    په ډېرې خواشينۍ سره خبره شوم چې دتكړه شاعر محمد نعيم ازاد ورور له فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي او ځان يې حق ته سپارلي دى.
    انالله وانا اليه راجعون
    موږ دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابۀ په داسې حال كې چې خپله ژوره خواخوږي له محمد نعيم ازاد او دده دكورني له نوروغړيوسره ښيو،ارواښاد ته فردوس جنت اوخواخوږيو ته يې دالله له سپېڅلي دربار څخه اوږد عمر غواړو.
    په خواخوږۍ
    همت الله امين زى
    دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر