کور / نثر / خوست تالا شو !

خوست تالا شو !

د واليانو تجارت او راکړې ورکړې اوازې خو د هر چا غوږو ته رسيدلي او دا به مو هم اوريدلي وي چې غزني ولايت د واليانو لابراتوار په نوم مشهور دی او تر ټولو د کم وخت لپاره واليتوب يې شېرخوستي وکړ چې د خوستيانو پوزې يې پرې کړې .

خوست د واليانو له پلوه يو هغه ولايت دی چې په واقعيت سره هماغه د کفن کښ خبره سړي ته وريادوي، حکيم تڼيوال دې خدای وبخښي ښه سړی ؤ، په هغه نه غږيږو ځکه چې اوس په ريښتينې ځای کې دی.

له تڼيوال صېب وروسته معراج الدين پټان د خوست والي شو که رېښتيا ووايم په هغه وخت کې زه په خوست کې نه وم نو ځکه دده په اړه پرېکنده نشم غږيدی، ضد نقيص خبرې مې دده په اړه اورېدلي خو نه غواړم په دې بسنه وکړم .

خبره له ارسلا جماله راپيلوم دی چې په اول سر کې خوست ته راغی لومړنی اور يې چې له ځانه سره راوړ هغه د ښي او چپ نظريې بيا را ژوندي کول ؤ، د خلقي، مجاهد او کميونېسټ، اخواني په نوم يې د وروڼو خوستيانو ترمنځ د نفاق او بدبينی تخم وکرلو .

په مېليونونو ډالر يې له خوسته يووړل، په هره پروژه کې يې په زغرده فيصدي اخيسته چې په وروسته کې چا ارسلاجمال نه بللو په فيصدي مشهور شو ، دده په اړه يوه بله خبره هم مشهوره ده، وايي چې چا به د همکاری غوښتنه ورنه وکړه نو ده به ورته وويل چې دا زه چې پروپوزلونه جوړوم ، شپې تېروم ، ځان بې خوبه کوم بيا يې تاته درکړم ؟ تاته يې مصرف کړم ؟ .

بالاخره له خوسته داسې لاړ چې د کابل له هوايي ډګر څخه يې ټېلېفون وکړ چې ما استعفا ورکړه مرستيال والي صېب چارې سمبال کړه .

ددې پرځای چې د مېليونونو ډالرو د غلا په تور يې څوک وپوښتي، د محکمې مېز ته يې کېکاږي، ښاغلي حامد کرزي د مير مسجدي خان په مډال هم ونازاوه او اوس د کرزي د کمپاين فعال غړی دی خدای خبر چې کوم وزارت به ورکړي .

له ښاغلي ارسلاجمال څخه وروسته د بېلابېلو خلکو اوازې وې چې د والي په صفت خوست ته راځي خو بالاخره د حميدالله قلندرزي په نوم يو ننګرهاری راغی او ځان يې اېنجينير معرفي کولو .

خوستيان د ډېرو واليانو د بدليدو را بدليدو له امله او ددوی د کړنو او غلاګانو له وجې دومره ذکي شوي دي چې حميدالله قلندرزی يې په لومړنی وينا وپېژاند او ويې ويل چې د خبرو مداري راغلی په خدای که خوست ته يې خير ورسيږي، خو بيا هم دوی انتظار ويست چې څه کوي، کله چې پوی شول چې د خوست دګمرک رييس هم دده ورور دی نو شک قدم په قدم په يقين بدليده او پوی شول چې خبره پلان شوي ده، څه وخت تېر نه ؤ چې وياند يې هم ځانته له ننګرهاره راوست ، د خوست راډيو ټلوېزيون په اداره يې سترګې ولګيدې چې دا خو والا ډالري معاشونه اخلي پاتې يې مه کړې، سمدلاسه يې خپل ماما ورته راوست او د ټلوېزيون امر يې وټاکلو خو په خوست راډيو يې زور ونه رسيد.

د امريکايانو دومره نر کار ما بيا لدې مخکې نه ؤ ليدلی، وار له واره يې په ټلوېزيون ټول امکانات بند کړل، والي او ماما يې وازه خوله پاتې شول،كله چې قلندرزي امكانات بندوليدل نوسملاسي يې يوه نومره ځمکه ماما ته ورکړه ،چې هغې په اته ويشت لکه افغانی خرڅه کړه او ټول تاوان يې پکې وايست.

کله چې په خوست ښار کې ډله ييز ځانمرګی بريد وشو، له هغې ورځې راوروسته بيا حميدالله قلندرزي خپل دفتر ته پل نه دی اخيستی، په کور کې ناست دی او له هماغه ځايه ولايت کوي، يو چا د ټوکې په ډول وويل چې که دا وار کوم ځانمرګی بريد دده کور سره نېږدې وشو نو په خدای له ننګرهاره به دلته ولايت درباندې کوي.

د خوست هوايي ډګر پروژه چې د خوستيانو لپاره حياتي ارزښت لري منظوره شوي وه او لګښت پې د ولايتي بيا رغونې ډلې پرغاړه اخيستی ؤ خو کله چې امريکايانو دده بې کفايتي وليده نو له مخې يې د منظور شوي هوايي ډګر پروژه لغوه کړه، د قلندرزي چې کله لدې زړه صبر شو کنه خپلې منډې ترړې يې وکړې خو څه يې ونشول کړای، نو د خوست په ځمکو يې سترګې ولګيدې او له يو چا سره يې معامله وکړه چې د خوست شپږ سوه جريبه ځمکه ورسره په بلخ ولايت کې تبادله کړي چې په دې سره به د خوست بېخ ووځي .

د قبايېلو چارو رياست ته يې هڅه وکړه چې خپل ننګرهاری ورته راولي خو تراوسه مالومه نده ، د خوست ښاروالی ته يې هم همداسې هڅه وکړه خو ناکامه شو چې اخېر يې د ښاروال معاون ورته ننګرهاری راوست او خپله ناړامي يې وښودله .

څه وخت مخکې ګمرک رياست د ازادې سيالۍ له لارې اتلس کسان نيول چې په پايله کې يې څوارلس تنه ننګرهاريان کامياب شول او څلور تنه خوستيان، پوښتنه داده چې په خوست كې ددغودندولپاره وړخلك اواستعدادونه ؤاوكه ولې يې له ننګرهاره ورته خلك راغوښتل چې په دغوسياليوكې برخه واخلي اوبياټول بريالي هم شي ؟
نوره دې لوستونكي خپله په سمت پرستی پرېکړه وکړي .

د خوست سپورتي سټډيوم رغونې لپاره د دولت لخوا د دوه ويشتو مېليونو افغانيو پروژه منظوره شوي خو ښاغلی قلندرزی له قراردادي سره په فيصدی بد دی،قراردادي ورته شل زره ډالر ورکوي خو دی پنځوس زره ډالر ورنه غواړي.

دادی د خوست او دخوستيانو حال، ما دغه د ګوتو په شمېر ټکي رابرسېره کړل چې تاسو يې مشت نمونه خروار ونيسی.

ليكوال
ميوند (فدا)

تبصره نسته

  1. سلام گرانه میوند فدا جانه !!!
    خوشحاله سومه چی ستاسو شکلی نظر می ولید او افرین دی پر شیر او همت سه بس بیغمه اوسه هلمند کی هم گلاب جان او یارانو یی دا غسی په خدای تعالی چی حال جور کری دی او کومی خبری چی تاسو لیکلی دی تر هغه لا دلته بده او ناروا روانه ده میرزکوال نا می زوی یی ورته مقرر کری کنه د بل کار اهلیت او لیاقت خو نه لری دونه کولای سه چی په کیسو کی چی تاسو یادی کری وی ملگرتیا او همکاری ورسره وکری د هلمند سره یوازی گلاب جان نه بلک هغه نور چی تیر وسوی دی هم یی خورا بی دریغه خیانتونه یی ور سره کری او هر سوک چی راغلی هغه خبل نا اهله د کا کا او ماما او یا هم نورو زامن را استولی دی نو حساب به ورسره الله ج (ج) وکی .
    کور ودان