کور / تازه خبرونه / په زابل كي د يوه لمړني ښوونځي دبنسټ ډبره كښيښودل شوه

په زابل كي د يوه لمړني ښوونځي دبنسټ ډبره كښيښودل شوه

د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې نن د یوه لمړني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودل شوه .

د زابل مرستیال والي ګلاب شاه علي خیل وویل چې د ښوونځي دغه ودانۍ د شهرصفا ولسوالۍ د جلدک په سیمه کي په پاخه او اساسي ډول جوړیږي .

علي خیل وايي چې دغه ښوونځي د پوهنې ریاست په غوښتنه او د یونیسف د ادارې په دوه میلونه او څلور سوه زره افغانیو مالی لګښت جوړیږي .

مرستیال والي ګلاب شاه علي خيل و لراوبر ته وويل چې د ښوونځي دغه ودانۍ به لس درسي خوني ولري چې تر دریو سوو پوري زده کوونکي به پکي درس وویلای شي .

علي خيل وايي چې ددې ښوونځي لپاره د سیمي یو قومي مشر حاجي رمضان درې جریبه خپله شخصي مځکه وروبخښله .

د زابل د پوهنې د ریاست رییس عبدالنبي ودان وايي ددي ښونځي جوړول په زابل کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو د پلان یوه برخه ده .

نوموړي له قومي مشر حاجي رمضان څخه مننه وکړه چې خپله درې جریبه مځکه يې د ښوونځي لپاره په مفت ډول ورکړه .

حاجي رمضان چې خپله درې جریبه مځکه يي د مکتب جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته په واک کي ورکړیده
نوموړي لراوبر ته وويل :

نوموړي وویل ( زما هدف په زابل او ټول افغانستان کي د بي سوادۍ ورکول او د علم رڼا خپرول دي او پدې لاره کي زه د خپلي ټولي شتمنۍ مصرفولو ته هم حاضریم).

د یادولو وړ ده چې په شهرصفا کي دغه ښوونځي پداسي حال کي جوړیږي چې ددې ولایت له نژدي دوه سوه ښوونځیو څخه یوسل او پنځوس يې د زده کوونکو پر مخ تړلي دي .