کور / نوميالي / شهيده ستاره اڅکزۍ

شهيده ستاره اڅکزۍ

دستارې اڅکزۍ دپيغلتوب او نجلۍ توب وختونه که را واخلم او يو څه پر وليکم نو دهغه څخه به يو اوږد داستان جوړ سي چي دا زما ددې ليکني هدف نه دی . زه غواړم دهغې په باب فقط يو څو کرښي وليکم او دا حقيقت په کښي څر ګند کړم چي ستاره اڅکزۍ څنګه دوحشت دحملې ښکار سوه ؟ .

 دا دشهدي ستارې اڅکزۍ دهغو ور ستيو وختونودا ستان دی چي وطن ته يې دخدمت دپاره دسفر عزم کړی وو، خوا سفر يې ابدي سو.

 ما ستاره اڅکزۍ په آخيرو کي يووار په جرمني کي هغه وخت وليده چي تازه يې واده کړی ؤ. زه او مير من مي دامر يکا څخه جر مني ته ور غلي ووچي د خپلوانو سره مو د جرمني په ايسن او هامبرګ ښارونو کي ورځي تيرولې ، خو ستاره خبره سوه او زموږ دليدو دپاره دخپل خاوند (( ډاکټر درويزه )) سره دبرلين څخه هامبرګ ته را غله .

 په هغه ورځ دکورنۍ غړي او دوستان ښه ډير سره را ټول سوي وه ، ټول دخپل هيواد څخه را وتلي مها جرين وه … ځيني يې دخلقيانو دلاسه ، ځيني دپر چميانو دلاسه ، ځيني دپخوا نيو مجا هيدينو دحملو دلاسه ، چي دليري ، ليري ځايونو څخه يې پر ښارونودهاوانو اوتوپونو مر مۍ اورولې خو ځيني بيا دطالبانو د لاسه چي تو پک پر اوږه په ښار کي به ګر ځيدل اوخلکو ته به يې کتل چي څوک ږيره لري او څوک يې نه لري، دچا ږيره تر خپل حد لنډه او دچا وږده ده. او په دې ډول يې دډيرو بيوزلو او مظلومو خلکو وهل ټکول ځانته روا کړي وه . نو په داسي شرا يطو کي نه يوازي زموږ د کورنۍ غړي، بلکي په مليونونو نور افغانان دخپل سر، ناموس او غيرت دساتلو په خا طر دخپل وطن افغانستان څخه را وتلي وه . دستارې اڅکزۍ ميړه درويزه اڅکزی کله چي لا تنکی ځوان ؤ، دزده کړي او تحصيل دپاره جرمني ته را غلی او خپل تحصيلات يې بشپړکړي وه. هغه دجرمني په حکومت کي کار کاوه .

 ستارې هم په علم او لياقت کي څه کموالی نه در لود . دواړه ښه جوړه وه او ښه سره ايسيدل . په عين حال کي دواړو هيواد ته دتګ نيت کړی وواوحا ضر مجلس يې هم تشويق کاوه ؛ چي که څوک ددوی ملګري وکړي . ډاکټر درويزه ښه ډير وخت کيده چي هيواد ته نه و تللی او دخپل کور کلي تګ ته ليواله ؤ او په اخير کې وويل : (( موږ خو نيت کړي دی ! ځو هيوادته تر ابده پوري داسي نه سو کښينستلا ی . )) هغه بيا ماته مخ را واړا وه او دسترګو په ايشاره يې ما او حاضر مجلس ته را ورسول چي تاسي څه په کښي واياست ؟ …

ماورته وويل :

 (( درويزه وروره ؛ دهيواد خدمت خو پر هر چا لازم او ضروري دی . ما تر هغه وخت پوري چي شرائط مسا عد وه ، دا خدمت وکړ ، خو کله چي حالات بدل سول او خلکو يو اوبل ته دسيسې پيل کړې او امنيت دومره خراب سو چي څوک نه پوهيده چي سهار چي ددې خدمت دپاره دکوره وځي نو ماښام به روغ رمټ او ژوندی بيرته خپل کور ته را ستنيږي او که نه ؟؟ نو ما نوموړی خدمت نور نه سو کولای او مجبور سوم را ووتلم .))

او دا مي هم ورته وويل : (( خدمت په سوله او امنيت کي کيږي . چي امنيت نه وي ، خدمت څنګه کيدای سي ؟ )) ډاکټر درويزه چپ سو، خو ستاره اڅکزۍ چي هيواد ته دتګ دپاره تر ده لا هم جدي وه وغوښتل يو څه ووايي، مګر په مجلس کي يو بل چا زما خبره تا ئيد کړه اوددې دپاره چي دوی دواړه دخپل دې عـزم څخه را وګرځوي ، تر مايې په سختو الفاظو ورته وويل : (( چي دا کار دي په دا اوس وخت کي نه کوي )) دهغه نوري خبري مي هيري دي . خو دومره مي په ياد دي چي داسي يو مفهوم يې افاده کاوه :

ښه يې وګوره چي خاوره ده که مالګه

بيا نو يـــوې ورته وتــــړه ور دا نګه

څـــوک چي وکــــري تخمونه په ښوره کې

هم يې تخم ، هم يې وخت سوځي ، هم پانګه

خو ستارې اڅکزۍ دې خبري ته ځواب درلود هغه دا ؤ :

نن دي لا س ته د رغـــــلی دی مـا شيـن

په جلا کړه نوي ، زوړ او تور او سپين

په دې نوي تازه عصر د ما شين کي

زرغونه کړه ټول پټي ، ترخه مالګين

دستارې دليل معقول و ، په ريښتيا هم نن ورځ دعلم او تخنيک په پر مختګ سره دپخوازمانې ډير نا ممکنات ممکن سوي دي .

 مجلس کورنی مجلس وو، په بحثونو ، ټوکو او خو شحاليو تير سو .

 څه وخت ور سته ډاکټر در ويزه او ستاره اڅکزۍ دواړه د هيواد پر لورروان سوه ، دجرمني کور او څه چي يې په کي در لودل ، ټوله يې ليلام کړه او کندهار ته ولاړل . ډاکټر در ويزه په خپل پلا رني کلي کي ديو ې ښوونځی بنسټ کيښود ، چي دهغه دلګښت زياتره برخه پيسې به شا يد همدا ددوی دکور دليلام پيسې وې . او بيا دکندهار په پوهنتون کي استاذ سو .

 خو دستارې ا څکزۍ خبره ده … ستاره هم چي دهيواد دبيا آبادولو دچارو دپاره تللې وه ، ځانته يې دکار امکانات لټول . دې فکر کاوه چي په دې وخت او محيط کي ددې تر ټولو مهم مکلفيت به دا وي ؛ چي دښځو دژوند دښه کيدو او دهغوی حقوقو ته چي تر تيري لاندي دي ، پا ملرنه وسي . ځکه چي هغې ليدل چي په افغا نستان کې او په ځانګړې تو ګه په کندهار کي دښځو حقوق تر پښو لاندي سوي دي او له همدې کبله يې دښځو دحقوقو دملا تړي په توګه په يو لړ فعاليتونو پيل وکړ .

هغې داسي فکر کا وه :

ښځو و ګټل حــقـــو ق په عــقــل وزور

ناسي نه وې چي دا بڼ يې سي سمسور

که دحـق خبره کيږي ټول پو هيږي

د غاصيب نه به حق اخلې په ډير زور

ستارې خو زور نه درلود، په اصطلاح يوه ((عاجزه )) وه ، خو دعقل څخه يې کار وا خيست . غو نډي او مجلسونه يې جوړ کړل طرفداران او طرفداراني يې پيدا کړې او دکند هار په ولا يتي شورا کې د خپلي سيمي داستازي په توګه وټا کل سوه .

 ستاره اڅکزۍ د حا جي محمد انور خان اڅکزي لور او زما عمه يا ترور وه، خو په عمر تر ما کشره وه ، مسلمانه مير من وه او دخپلو نورو خويندو په شان يې پنځه وخته لمونځ کاوه ، روژه يې نيوله او ټول اسلامي فرا يض يې ادا کول . پلار يې حا جي محمد انور خان اڅکزی چي هر چيري مېنه کړې وه نو هلته يې دخپل کور څنګ ته يو مسجد هم جوړ کړی وو . دا کار يې دکند هار دبي،بي هوا په کوڅه کي کړی وو. او بيا کله چي يې په کند هار کي د ملا علم اخند کلي ته کډه وکړه او هلته يې کورونه آباد کړل نو يې په هغه ځای کي هم دخپل کور څنګ ته ، په خپله ځا نګړې مځکه کي مسجد جوړ کړچي تر اوسه لا هم دواړه مسجدونه ولاړ دي . او خلک لمونځ په کښي کوي .

اوس نو څوک دا منلای سي چي ددغه سړي لور ـ مسلمانه لور ، دغه څو ګامه نژدې دخپل کور ددروازې په خوله کي دڅو توپک والاو چي ځانونه مسلمانان او داسلام مدافع بولي دتوپک په نښان وژل کيږي ؟؟ او که يو څوک داسي يو خبر وچا ته ووايي نو هغه به يې ومني ؟ هيڅکله نه ! . ما هم چي دا خبرواوريد ، هغه مي نه سو منلای او ډيرو نور هم . خو خبره ريښتيا وختل . دستارې اڅکزۍ دو ژلو دپاره دوه سړي استخدام سوي وه او دهغې دکور دروازې ته نژدې يې ځانونه پټ کړي وه او کله چي هغه خپل کورته ننوتله ، ډزي يې پر وکړې او ځای پر ځای يې ووژله . قا تلين وتښتيدله او ستاره يې په وينو کي لژنده په کو څه کي پريښوده .

دا قتل څو اړخونه لري او هر څوک به يې دخپل نظر په بنسټ څيړي. ما هم دا قتل دخپل نظر په بنسټ څيړلی دی او ښه ډير مي څيړلی دی . چي ددې څيړني تفصيل ډيري او ږدې خبري دي او ټولي يې کله دلته کيدلای سي. خو فقط په لنډ ډول وا يم چي : ((ميرمن ستاره اڅکزۍ دوحشت قرباني سوه.))

څنګه وحشت ؟ داسي وحشت :

انساني ما غـزه که يوواري وحشي سي

نو اعمال يې نه د وحش نه دسړي سي

هيڅ وا حشي حيوان لا ښکار دخپلو نه کړي

دی د خپلو همنوعــــانو پـــوخ ښکاري سي

را سۍ دا دوعا وکړو چي : (( خدای دي د انسان ما غـزه وحشي کوي نه ، او هغه چي يې وحشي کړي دي ، هغه دي بيرته انساني کړي )) .

ستاره اڅکزۍ زموږ څخه ولاړه ، دوحشت په حملو کي را څخه ولاړه (( روح دې ښاد وي)) .