کور / اسلامي / الصلاة التسبيح (د تسبيح لمونځ)

الصلاة التسبيح (د تسبيح لمونځ)

۹

عبدالله بن عباسt فرمايي : چي رسول اللهe وعباسt ته وفرمايل : اې اکا! ايا داسي يو عمل درته وښيم چي الله تعالىY تاسي ټول گناهو نه ، نوي زاړه ، په قصده ، په خطاسره ، کوچني او لوى پټ اوښکاره ټول درمعاف کړي ؟ هغه عمل دادئ چي ته څلور رکعته لمونځ په داسي ډول وکړه : نيت چي دي وتړى وروسته تر سبحانک اللهم به پنځلس واره ( سبحان الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اکبر ) ووايي بيا به اعوذبالله ، بسم الله ، الحمدلله او سورة ووايي او بيا به لس واره( سبحان الله والحمدلله ولا اله الا الله والله اکبر) ووايي ، بيا رکوع ته ولاړ سي په رکوع کي به درې واره درکوع تسبيح ووايي او ورپسي به لس واره هغه تسبيح ووايي درکوع څخه چي راپورته سي بيا به لس واره هغه تسبيح ووايي ، سجدې ته به ولاړ سي په سجده کي به درې واره دسجدې تسبحيح او ورپسې لس واره هغه تسبيح ووايي دسجدې څخه چي راپورته سي بيا لس واره هغه تسبيح ووايي وروسته به دوهم سجدې ته ولاړ سي په سجده کي به اول دسجدې تسبيح او بيا لس واره هغه تسبيح ووايي ددوهمي سجدې څخه چي ولاړ سي او ل به پنځلس واره هغه تسبيح ووايي او وروسته به الحمدلله او سورة ووايي ، پاته درې رکعته هم په دغه شان سره ادا کيږي په هر رکعت کي پنځه اويا واره تسبيح ويل کيږي چي مجموعه يې دڅلورو رکعتو تسبيحات درې سوه کيږي . دا لمونځ چي هره ورځ وسي ډير ثواب لري که هره ورځ نه وي په هفته کي بايد وسي او که په هفته کي نه وي نو په مياشت کي بايد وسي که په مياشت کي نه وي په کال کي بايد وسي او که په کال کي نه وي په ټول عمر کي بايد يو وار وسي ، که څوک ددې لمانځه دعظمت اولويۍ څخه خبر سي او بيا يې هم ادا نه کړي دا سستي کونکى په دين کي دئ .

دصلوة تسبيح دادا کولو بهترين وخت دماپښين دلمانځه څخه وروسته دئ .

دابن عباسt څخه يو چا پوښتنه وکړه چي کوم سورتونه په صلوة تسبيح کي ښه دي ؟ هغه ورته وفرمايل : چي دغه څلور سورتونه دي ووايي : التکاثر ، والعصر ، قل ياايهاالکفرون او قل هوالله .

يوڅو مسائل

مسئله : که په صلوة تسبيح کي سهوه وسي نو دسهوي په سجده کي به دغه تسبيحات نه وايي .

مسئله : که په ولاړ کي دي تسبيحات هير سوه نو په رکوع کي ووايه . مثلا شل واره .

مسئله : که په رکوع کي دي هيرسي په سجده کي يې ووايه او که په سجده کي دي هيري سوي وي نو هغه په بله سجده کي ووايه .

مسئله : که په رکعتو کي غلطېدلې نو بيا دوه ، دوه رکعته جلا جلا ادا کړه .

مسئله : که دتسبيحاتو په حساب کي غلطېدلې په ذهن کي دي حساب نه سواى کولاى بيا لږ دګوتو پر سرو باندي زور کوه چي حساب درڅخه ورک نه سي او فکر کوه چي حضور دي په حساب کي خراب نه سي .

ستاسي ددعا محتاج