کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره خپل مطالب د افغانستان انتخاباتو اوپه تیره بیا ددغو انتخاباتو پر سر د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د هغه د مرستیال ترمنځ اختلافاتو ته ځانګړي کړیدي.

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال دا ورځپاڼې لوستي او عمده ټکي یې په لاندني مطلب کې راخستي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د انتخاباتو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د هغه د امریکايي مرستیال ترمنځ اختلافاتو ته په اشارې لیکلي دي، چې پیټر ګالبریت د کای ایده په وینا له افغانستان څخه شړل شوې دې.

ورځپاڼې په دوام کې ددغه اختلاف اصلي علت د انتخاباتو په بهیر کې د ګالبریت مسلسله لاس ونه ښودل شودلې او لیکلي دي، چې دې او د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون مشر ، چې د هالبرک د ډلې غړي دي هڅه کوله، چې انتخابات دوهم پړاو ته راکاږي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره روانې هڅې څیړلي او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د قومندان په حواله يې لیکلي دي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو طرح تر پلان لاندې ده.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې دا خبر دارې ورکړې، چې بهرنیان د انتخاباتو په اړه پخپل ناسم دریځ سره افغاني ټولنه یو ځلې د خپلمنځي ټکر پر لور بوزي.

ورځپاڼې وړاندې غوښتي دي، چې نړیوال دې په افغانستان کې د نوي سیاسي کړکیچ او درز د رامنځ ته کیدو د مخنیوي لپاره د خلکو د رایو درناوې وکړي.

ورځپاڼې پخپل لومړيئ مخ کې د ولسمشر کرزي او د برتانیې د لوی درستیز ترمنځ د لیدنې خبر هم ورکړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې برتانیه د افغان امنیتي ځواکونو روزلو، سمبالولو او پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د افغان ملي اردو په روزلو او سمبالولو کې شته نیمګړتیاوې په ګوته کړي او د هیواد د ساتنې لپاره د یوې پیاوړې اردو په لرلو ټینګار کړې.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام دا خبردارې هم ورکړې، چې په دغسې یو حالت کې د بهرنیو ځواکونو بې وخته وتل به سیمه له یو نوي ناورین سره مخامخ کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا په افغانستان کې د جنګ پر سر د امریکا د حکومت او کانګرس ترمنځ اختلافاتو او د عامه ذهنیت بدلون ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې اوباما باید د افغانستان د روانې جګړې په اړه د د کانګرس د ملاتړ د جلبولو لپاره پخپله ستراتیژۍ کې بنسټیز بدلونونه راولي.

په ورځپاڼه کې د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو پر ځنډ د اروپايې ټولنې خفګان هم راخستل شوې او په عینې حال کې لیکل شوي، چې ددې ټولنې د د بهرنیو چارو وزیرانو پخپله غونډه کې په افغانستان کې د یو مشروع او باوري حکومت د جوړولو په اړتیا ټینګار کړې.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې له امنیت سره په کیدونکو مرستو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د امریکايي ځواکونو زیاتول، د پوځي بنسټونو پیاوړتیا او د اوباما د ستراتیژۍ ګنګو اړخونو تعریف هغه مهم مسایل دي، چې د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته به عامه افکار ځان ته جلب کړي.

خو اصلاح بیا د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې د ځنډ عوامل څیړلي او پوښتنه يې کړې، چې دا نتایج ولې نه اعلانیږي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د ځینو بهرنیو کړیو لخوا په افغانستان کې د یو ائیتلافي حکومت د جوړولو لپاره روانې هڅې څیړلي او پدې ترڅ کې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي، چې د ائیتلافي حکومت جوړول تیر وخت ته د ورګرځیدلو مهنې لري.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ناټو کې د امریکا د استازي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې افغانستان د امریکا جنګ نه بلکه یوه نړیواله هڅه ده.

دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو پر سر روانو بحثونو او د ځینو کړیو دریځونو ته کتنه کړې او دا غږ يې کړې، چې له نزاع باید لاس واخستلې شي.