کور / خبرتیا او پيغامونه / اوتريش : د پښتو ژبزده کړې درېيم ښوونيز کال پيل شو

اوتريش : د پښتو ژبزده کړې درېيم ښوونيز کال پيل شو

د اوتريش په پلازمېنه ويانا کې د پښتو ژبزده کړې درېيم ښوونيز کال پيل شو


د ويانا (وين) ښار د ښوونځيو رياست د ۲۰۰۹ کال د سپټامبر پر۷مه نېټه رسمي پرېکړه وکړه چې د روان کال د سپټامبر پر يوويشتمه نېټه دې د وين په ښوونځيوکې دافغان زده کوونکيوله پاره د پښتو ژبزده کړې درېيم ښوونيز کال پيل شي.


دهمدې پرېکړې له مخې به نوموړې زده کړې هره اونۍ
 د دوشنبې پر ورځ له دوو بجو په فولکس شولې نايلرايښ ګاسې۱۱۱
 1010 Wien, Neilreichgasse 111
 او د چارشنبې پر ورځ له دوو بجو په فولکس شولې مېنګېرګاسې ۳۳
1210 Wien, Mengergasse 33
کې پرمخ بېول کېږي .


په دې توګه د هغو زده کوونکيود کورنيو مشرانو ته، چې موږ ته يې د پښتو ژبزده کړې ګډونپاڼې رارسېدلي دي، په درناوي خبر و بلنه ورکول کېږي چې دزده کړې دپيل پرلومړيو ورځو له خپلو لوڼوــ زامنوسره يو ځای اړوندو ښوونځيو ته په خپل راتګ سره نوموړي بهير ته لا ځواک وپياوړتيا ور وبښي .
 هغه کورنۍ چې لاتراوسه يې موږ ته د پښتو ژبزده کړې له پاره د لوڼوــ زامنو ګډونپاڼې رارسېدلې نه دي، هم کړای شي، چې په خپل راتګ او د ګډونپاڼوپه ډکولو له دغه بهير سره همغږي شي.


 تاسې کړای شئ چې، ګډونپاڼه له دغه ځايه هم تر لاسه کړئ .


http://www.bmukk.gv.at/medienpool/15846/mu_unterri_anmeldung.pdf


يادونه : که د دې خبرتيا په اړه لا هم پوښتنې لرئ په دغو لاندينيو تېلېفون شمېرو اړېکي نيولای شئ.
044 (0) 699 114 155 16
0043 (0) 664 60 806 603
د برېښليک پته : Afghan_wulas@yahoo.de