کور / خبرتیا او پيغامونه / بلنليک : د سولې او ازادۍ لپاره خوځښت

بلنليک : د سولې او ازادۍ لپاره خوځښت

ګرانو هېواد والو!


په يوه بلنليک مو چې لاندې په دوه ځليز قوس کې نيول سوی دی ،په کولن پوري تړلی د هورت په ښارګوټې کې په ٨٠٨٠٢٠٠٩ نېټه يوه١٦ کسيزه غونډه جوړ کړې وه ، چې ګډونوال يې دالمان له نورو ښارو څخه هم را غلي وو٠
دغونډي برخوالو د ليکني له محتوااو عملي کېدونه هرکلی وکړ، خوتر څنګ ئې په لاندي ډول پرېکړه وکړه :
د افغانستان دسولي او ازادي لپاره هلي ځلي پر هر افغان فرض دي نو لدې کبله هرومرو ده چې په داسې يوه تاريخي خوځښت ،هڅه او یون کې ډېر افغانان سره راغونډ شي او پخپلو کي خبري سره وکړي، ترڅوچې ديوه سياسي بنسټیيز پلتفورم ډبره کيږدي . ددغه سياسي اوحقوقي خوځښت نوم اودستراتېږي ګامونو څرنګواله ئې په ګډه وټاکي، ترڅو چې دافغان ولس لکه د نورو هېوادونو ولسونه په خپل ټاټوبي کې په عزت او برم سره خپل ژوند وکړي . او دخپل هيواد علمي، سياسي او اقتصادي چاروپر مختګ په خپل لاس کې واخلي .
غونډي برسېره پردې وویل :
 چې ددې کار دعملي کېدو لپاره به له وسه سره سم ډېر افغانان خبروو او دروژې دمياشتې وروسته به په لومړۍ اونۍ کي ئي بيا غونډه کوو ٠


ګرانو خوندو او وړوڼو!
که جنګ په افغانستان کي دی خو موږ دلته سخت نا ارامه یو، ولې چې بې ګناه او مظلوم خلک مو مري . نو له دې کبله ددغي غونډې دګډون لپاره چې دسپټمبر دمياشتې په ٢٦ نېټه ( 26.09.2009 ) په ١٢ بجوجوړېږي لاندنی پتي ته تشریف راوړۍ!


Max-Planck-Str. 9 A
 50354 Hürt
که په دې هکله کومه پوښتنه لرۍ دلاندي تلیفون سره اړيکي ونیسی !
دماښام لخوا له ٧ بجو وروسته : 888470 -05361/0049
دورځې لخوا : 01739551915 /0049
دګوګل څخه : (google.de) دپتې لار ښودنه
Event Palast Assadullah Shir


هموطنان عزیز!


چندی قبل طی دعوت نامه موءرخه ٨٠٨٠٢٠٠٩ هیأت ۱۶ نفری جلسه ای درشهرک هورت شهر کولن آلمان دایر نمودن که اشتراک ګننده ګان آن از شهرها وایالات دیګر جمهوری فدرال آلمان نیز حضور به همرسانیده بودند.


اشتراک ګننده ګان مجلس ازمحتوای پروتوکول وجنبه عملی شدن آن خیرمقدم ګفته ، ولی درپهلوی آن نکات آتی را نیز فیصله نمودند :
 تپ وتلاش برای ایجاد آزادی وصلح در افغانستان فریضه هرافغان است، بناأ برای نیل ورسیدن به همچون آرمان میلی وتاریخی لزوم به تشکیل وبنیاد یک پلتفورم سیاسی واساسی افغانی میباشیم که نام این حرکت سیاسی وحقوقی واهداف ستراتیژیکی آنرا مشترکأ باهم انتخاب ونامګذارای خواهیم نمود، روشن است که این ارمان میلی از راهای مجا لس،ګردهما یی ها وتدویر کنفرانسها در یک دایره وحلقه افغانی تصور شده میتواندوبس ، تا باشد ما ملت افغان نیز مینحیث ملتهای جهان متمدن باعذت وآرام زندګی نمایم ومملکت مخروبه خویش رااز لحاذ اقتصادی، سیاسی وفرهنګی به دست خود آباد نمایم.


اشتراک ګننده ګان جلسه علاوه نمودند که :
بمنظور عملی نمودن نکات فوق الذکر با ګرفتن تماسهای پی درپی با افغانهای مقیم خارج ازکشور وتشویق وترغیب آنها به منظوراشتراک شان درمجلس آینده که انشاءالله در هفته اول بعداز عید سعید فطر دایر خواهد شد ګامهای خسته ناپزیری بردارند .
 هموطنان عزیز!
اګر جنګ وملت کشی در وطن ما افغانستان جریان دارد ولی مادراینجاوجدانأهم نآرام هستیم ،زیرا روزمره هموطنان بیګناه ومظلوم ما به قتل وقتال میرسند،
 بنأ به همین منظور تصمیم برآن شد که موءرخ ۲۶ سیپټیمبر ۲۰۰۹ روز یکشنبه ساعت ۱۲ بجه روز به آدرس ذیل جلسه دایر میشود وتشریف آوری تعداد کثیری از افغانهای بااحساس ومیهن پرست را چشم به راه هستیم :


(google.de) آدرس: طریق دریافت
Event Palast Assadullah Shir


Max-Planck-Str. 9 A
 50354 Hürt
درصورت ضرورت به تیلیفونهای ذیل تماس بیګیرید:
بعداز ٧ بجه شام به نمبر: 888470 -05361/0049
ازطرف روز: 01739551915 /0049


 (( له ٢٠٠١ زېږیزکال څخه را پدي خوا ،امريکايانواونوروانډيوا لا نو يې افغانستان شکېلاک کړ ی او دغه شکېلاکګردافغانستان داساسي قانون اوايتنيکي دودونو په نورمونو کې ځانونه تړلي نه بولي او نه يې درناوي کوي ۰
په هرځای اوهر وخت کې چې يې زړه وغواړي بمبارۍ کوي، دروازې ماتوي دمړو جسدونه سوځي ، ښځې تلا شي کوي ، جنسي تېري کوي ، انسانان وهي لنډه دا چې دمظلوم ولس معنويات له منځه وړي اوولس په مختلفو لاروپه ګونډو کښې نوي ٠
اشغالګره قوه دافغان ولس سره داسې چلښت کوي چې پخپلو هېوادونو کې د قانون له مخې له ژوو سره هم نه کوي .
دالقاعدې او طالب په نوم يې دمېديائي پروپاګندې اودرواغو په مرسته ، افغان ولس د شکنجې ، تهد يد او تېري په جال کې کلک تړلی دی او هراړخيزه غيرې انساني، هغه بې عدالتی عمل ورسره کوي چې هغه دملګرو ملتونو، جېنوا او ويانا د ولسونو د حقوقو دساتلو په کنوېنڅيونونو(پرېکړو) کې ځای نلري ٠
ټو لو ته مالومه ده چې هيڅ يوه افغان اويا طالب نه کوم ترور کړی دی او نه دالقاعد ې غړيتوب لري ، دغه حقائق داشغالګرې قوې د ملي ساتندويو او پلټونکو څانګو ته هم يوڅرګند حقيقت دی له دغه ناولي ريتوريک او ميديائي شعار څخه چې :
« ا فغانستان د ترورځاله ده , طالب نړۍ وال تروريست او بشريت ته بد مرض د ی . »
 ځان وژغورو. داپه معنوي ډول سره خو دواړي خواوي
شکېلاکګر او دکابل کښېنول شوی دولت لکه طفيلي نباتات يو له بله خپلې ګټې اخلي، يوه ته يې پېسې ، ډالر او بل ته يې په منځنۍ اسيا کې اوږدمهاله ستراتېږي ، دقدرت ريښې غځول او ټينګول ئي د راتلونکو اقصتاد ي ګټو لپاره مهم دي ٠
قدرمنو خوندو وړوڼو!
په دې برخه کې ډېرې خبرې ، کنفرانسونه شوي خو کومه پیله يې نده لرلې راځئ چې بيله سياسي سوابقو ، ايديالوژي ، قومي ، مذهبي اړیکوڅخه ديوه اسلامي «ملي افغاني» هويت تر نامه لاندې دملي ګټو لپاره يوعملې خوځښت پیل کړو او دغه پټ تړلی طفيلي ډوله د ګاونډيتوب ژمنې ددغو دواړو ظالموګروپونو د اروپا اولسونوته کوم چې دمالېي پيسې جنګ ته ورکوي او زامن يې پکشې وژل کيږي دوی ته د مظاهرو او لاريون په توګه ور ښکاره کړو اود درواغو، پروپاګند کارونه ئي برملا کړو٠
افغانان بايد لکه نور ولسونه خپله سياسي لاره پخپله وټاکي او له خپلو غلطيو ځخه يې زدکړي٠ زه په دې باور لرم چې افغانان خپله لاره په خپله پيداکولاسي که تاريخ ته په ځیروګورو د هوتکو له دوري ځخه نيولې بیاد داؤد خان تر حکومته پورې ئي يوه ژوندۍ بېلګه ده ۰
زموږ دلاريون او مظاهرو موخه به د بهرنېويو قواؤ وتل وي دکوم ګروپ يا سياسي ګوند نوم يادول په ښه او يا بد نامه زموږ دنده نده ، ځکه چې بيا په بله توګه سړی پلوی ښکاري ٠
ددولت پلتفورم ، سياسي او اقتصادي تړلی سيستم دکړېدلي افغان ولس پخپله دنده ده، چې داشغالګرو له وتلووروسته به يې پخپله سمباله وي ، خپلو غلطويو او ناسم تیا ته به ګوري . او په نه ستړي کېدونکو هلو ځلوبه قدم په قدم به ليبراليزمه ديموکراسي چې زموږ له دين او کلتورسره تړاو ولري پیله وي ،خو نه د پرديو او دباندنېو له خوا نه يو تپول سوی ))