کور / اسلامي / ايا د شيخ احمد په نوم وصيت نامه رښتيا ده ؟

ايا د شيخ احمد په نوم وصيت نامه رښتيا ده ؟

(( که يې څوک ډير کافۍ واخلي پنځوس زره به پيدا کړي که يې کافۍ وا نخلي زوى به يې مړسي ))

پوښتنه : مشهوره خبره ده چي دډيره وخت څخه يوه پاڼه دصيت نامې په نامه راځي اوخلګوته يې دخپراوي اونشر په اړه امر اوهڅونه كوي نو ستاسو څخه مو پوښتنه داده چي نوموړى وصيت نامه دشريعت له پلوه څنګه ده اوخپراوى يې څنګه دى اوكوم عذاب چي په نوموړى وصيت نامه كي دنه خپراوى په صورت كي ښودل سوى دى تركومه بريده ريښتنى دى ؟

سائل (پوښتونكى ): قاري مطيع الله ذهين

ځای : نهمه ناحيه کندهار افغانستان

الجواب : حَامِدًا وَمُصَلِّياً

پورتنۍ وصيت نامه چي دپخوا څخه دلږ،لږ ځنډ وروسته په تكرار سره خپريږي داپه حقيقت كي دسپېڅلو مسلمانانو دبد لاري كيدو لپاره يوه لومه ده ځكه داسلام دښمنان داسلام دتخريب لپاره دوه ډوله عمليات كوي :

الف : بربنډ( لوڅ ) عمليات لكه دعيسويت تبليغ ، دمادياتو په مټ پرمسلمانانو نفوذ اوبيا يې انحراف اوداسي نور.

ب : پټ عمليات دي چي دهغو كسانو عقيدې تربريد لاندي راولى چي دعقائدو له پلوه پياوړى دي دغه عمليات په داسي بڼه منځته راځي چي په ښكاره داسلام پوښ پرې اغوستل سوى وى خو په حقيقت كي ټوله يايې ځيني برخي داسلامي اصولو سره ټكر وي .

نوموړي وصيت نامه زموږ په آند همداسي ده ځكه پورتنى وصيت نامه چي دشيخ احمد په نامه را استول سوي ده نو لومړى خو پدغه نامه هيڅ كس په حرم شريف كي وجود نه لري ځكه دنړۍ دهيوادو څخه په ميلياردونو خلګ وحرمينو ته ځي په ځانګړي ډول دافغانستان څخه په سلهاؤ زره حاجيانو ځي هيچا يې په اړه معلومات نه دى پيدا كړى نو شيخ احمد چي دومره سپيڅلي انسان دى ولي ددومره انسانانو څخه پټ دى ولى يې څوك پيدا كولاى نسي او ددې سره نور هم ډير لټون سوى دى هيڅوك په دغه نامه په حرم شريف كي څوك نه پيژني كه فرضاًٍ تېرسوى وي نو دهرچاخبره خو دمنلو وړنه ده ترڅو يې پوره معلومات نه وي سوى چي ايا دغه كس يوسپېڅلى عالم دى چي خبره يې ومنل سي كه يا ؟

دوهم داچي په دغه وصيت نامه كي دوې داسي خبري ليكل سوى دي چي داسلام سره سختي ټكر دى لومړى خبره دا پكښي ليكل سوى ده چي رسول اللهe ماته په خوب كي وفرمايل چي په يوه اونۍ (هفته) كي شپېته زره انسانان بې ايمانه مړه سوه دغه خبره درسته نه ده ځكه رسول اللهe چي په ژوند كي يوه داسي خبره كول چي تراوسه به نه وه پېښه سوى اويا به يې نورو انسانانو ته معلومات نه وو هغه به پررسول اللهe باندي وحي نازلي سوي اللهY به معلومات وركړى خپله رسول اللهe په غيبو نه ووخبر ځكه اللهY فرمايي :

@è% Hw ãAqè%r& óOä3s9 “ωZÏã ßûÉî!#t“yz «!$# Iwur ãNn=ôãr& |=ø‹tóø9$#

ژباړه : ووايه (اې محمدهe !) چي زه نه وايم زما سره داللهY (دعلم) خزاني دي اونه زه په غيبو خبر يم .

په بل ځاى كي اللهY فرمايي :

@è% žw ÞOn=÷ètƒ `tB ’Îû ÏNºuq»yJ¡¡9$# ÇÚö‘F{$#ur |=ø‹tóø9$# žwÎ) ª!$# 4

ژباړه : ووايه (اې محمدهe !) نه پوهيږي هغه څوك چي په اسمانو اومځكه كي دي په غيبو سره ماسوا داللهY څخه .

اوس چي رسول اللهe وفات سوى دى هيڅ وحي نه پرې نازليږي اونه نبيu په غيبو خبر دى نو ده ته يې دكوم معلومات له مخي وويل چي شپېته زره انسانان بې ايمانه مړه سوه ؟ معلومه سوه چي داخبره هيڅ حقيقت نه لري نو كله چي يې حقيقت پيدا نه كړى په ښكاره پر رسول اللهe باند ي درواغ ويل سوه اوڅوك چي پررسول اللهe باندي درواغ وايي په اړه يې رسول اللهe دسخت عذاب وعده كړى ده ځكه رسول اللهe فرمايي :

مَنْ كَذَّبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّداً فَلْيَتَبَؤّ مَقْعَدُهٌ مِنَ النَّار ..

ژباړه : څوك په قصده پرماباندي درواغ ووايي ددوزخ په اوركي دي ځاى ورته تيارسي .

نودداسي چا خبره به چيري دمنلو وړ سي چي پر رسول اللهe باندي درواغ وايي نتېجه داچي دا دين دتخريب لپاره يوه خبره ده ځكه داخبره سره ددې چي دمنلو وړنه ده بده پايله يې لاداده چي مسلمانانو ته داعقيده وركوي چي يا پر رسول اللهe باندي اوس هم وحي نازليږي اويا رسول اللهe په غيبو باندي خبر دى (العياذ بالله ).

دوهمه خبره په وصيت نامه كي داليكل سوى ده چي څوك دغه وصيت نامه زياته خپره كړى اللهY به دنياوي اواخروى ګټي ورپه برخه كړى اوكه يې خپره نه كړى ددنياوي اواخروى تاوانونو سره به مخ سي دغه خبري ته كه ځير سوسخته تاواني خبره ده ځكه دغه خبره په آياتو اواحاديثو كي هيڅ شتون نه لري چي څوك دغه وصيت نامه خپره كړى دومري به يې ګټه وي اوكه يې خپره نه كړى دومري به يې تاوان وي نو څوك چي دجنت ، شفاعت اوياداسي نورو شيانو لپاره داسي موجبات پيداكوي چي په شريعت كي نه وي داپه حقيقت كي په دين كي زياتونه ده اوزياتونه په دين كي هغه وخت راتلاى سي چي دين نيمګړى وي (العياذ بالله) اوحال داچي زموږ دين كامل دى هيڅ ډول نيمګرتيا نه لري ځكه اللهY فرمايي :

4 tPöqu‹ø9$# àMù=yJø.r& öNä3s9 öNä3oYƒÏŠ àMôJoÿøCr&ur öNä3ø‹n=tæ ÓÉLyJ÷èÏR

ژباړه : نن ورځ مي ستاسو لپاره دين كامل كړى اوخپل نعمت مي پرتاسو پوره كړى.

دپورتنيو خبرو په نظر كي نيولو سره په ښكاره معلوميږي چي دوصيت نامې دوهمه خبره پدې معنى ده چي داسلام دين نيمګړى دى . نو دداسي خبرو خپرول سخت جرم دى .

دريمه خبره داده چي كه چيرى دپورتنيو ټولو خبرو سره ،سره وصيت نامه صحيح سي نو ددې وصيت نامې څخه مطلب چشي دى ؟ كه يې مطلب داوي چي خلګ وويروي اودين ته يې رانژدې كړى نو اللهY په قرآنكريم كي دخلګو دويرولو لپاره ډير سخت ويرونكى اوددين محبت پيداكونكي آياتونه راليږلى دى اودرسول اللهe څخه هم ډير احاديث ددغه موضوع لپاره راغلي دى نودغه وصيت نامه به دخلګو په ويرولو كي ترقرآنكريم اونبوي احاديثو ښه وي يعني دشيخ احمد وينا به داللهY اودرسول اللهe ترويناوو ښه وي ؟ هيڅكله امكان نه لري نو څوك چي داللهY په كلام اودرسول اللهe په كلام ونه ويريږي اودين ته رانژدې نه سي نو دشيخ احمد وينا خو داللهY دوينا په پرتله هيڅ شى نه ده پدې به چيري وويريږي . اوكه يې مطلب داوي چي پدغه وينا سره به دقرآن اوحديث ټينګښت راسي نوهيڅكله ديوې ټينګي اوموثقي وينا ټينګښت په يوه كمزوري وينا سره نه سي راتلاى .

اخرداچي دداسي ويناوو شتون هيڅ حقيقت نه لري اودداسي بې حقيقت اوناروا خبرو خپرول اوتكثيرول هيڅ جواز نه لري .

فتاوى فريدية جلد اول صفحه (۳۵۰ ) خير الفتاوى جلد اول صفحه (۸۲ )

په درنښت