کور / تازه خبرونه / بغلان : دملي پيوستون ۱۹ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي شوې

بغلان : دملي پيوستون ۱۹ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي شوې

د کليو د بيارغونی اوپراختيا وزارت د ملی پيوستون پروگرام(١٩) پروژی پدی وروستيو کى دبغلان په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپارل شوی.

د دی ولايت دملی پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی د(٦٦٠٠) مترو په اوږدوالى دسرک ترميم او شګى اچول ، د(٦٧) پل ګوټيو جوړول ، ددريو ټولنيزو مرکزونو جوړول، د(٢١) مترو په اوږدوالي ديوه استنادى ديوال جوړول ، دڅښاک داوبو د(٩) زيرمو جوړول ، د(١٢٢٢) مترو په اوږدوالى داوبو رسولو دشبکى غځول ، او دڅښاک داوبو ديوى څاه کيندنه او په هغۍ دلاسى بمبى نصبول او دښځو لپاره د خياطى دزده کړى دکورونو دايريدل شامل دى .

يادي شوي پروژي دبغلان ولايت دبرکه ، نهرين ، بغلان جديد ،بغلان کهنه ، تاله او برفک ، اندراب ، خوست ، خواجه هجران ، جلگه ، فرنګ ، دوشى په ولسواليو کى د (٢٢٩٤٧٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پاسه (٤٠٥٢) کورنی ترينه گټۀ اخلی .