کور / ترخې خبري / د وژنو په قېمت وركړو رايو ته سپكاوى مه كوئ

د وژنو په قېمت وركړو رايو ته سپكاوى مه كوئ

افغانستان د ټولو افغانانو ګڼ کور دى او ټول اوسېدونکي يې حق لري، چې په برابر ډول له خپل طبيعي او انساني حق څخه ګټه واخلي چې رايه ورکول هم له همدې ډلې څخه شمېرل کېږي. وروسته له هغې چې د ۱۳۸۸ لمريز کال ولسمشريزې ټولټاکنې پاى ته ورسېدې او د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا د څو سيمو د رايو شمېرنې پايلې په ډاګه شوې، ځينې معلوم الحاله نوماندان د مرګ تبې ونيول او چيغې يې پيل کړې چې په سويل کې چا رايه ورکړې نه ده او هر څومره رايې او صندوقونه چې له سويل څخه راغلي، هغه ناسم دي او بايد قرنطين شي! داسې بې مسؤليته ويناوو ته چې له سپکاوي پرته بل څه نه لري، بايد د سپين سترګتوب وروستۍ کچه وويل شي. د دې پر ځاى چې دغه نوماندان په سويل کې د خپلو هېوادوالو مېړانې، اتلولۍ او سرښندنې ته د درناوي سرونه ټيټ کړي او ورباندې و وياړي، هغوى او رايو ته يې سپکاوى کوي او ورته په ټيټه سترګه ګوري. په ځانګړې توګه يو نوماند چې د بهرنيو هېوادونو تر ټولو زياتې پيسې يې په خپل کمپاين کې لګولې، له کمپاين څخه مخکې يې خپل سوانح راوکاږل چې ګني هغه پښتون او د کندهار دى څو د پښتنو رايې وګټي، غافل له دې چې پښتانه په هېڅ توګه نه هغه مني او نه ورته د پښتون په سترګه ګوري، بلکې هغه د پښتنو دښمن ګڼي. د هغه دښمني له همدې سپکاوي څخه څرګندېږي چې د سويل د اوسېدونکو رايې ته يې کوي او غواړي هغه ټولې رايې باطلې شي.

په سويل کې پښتنو په داسې حال کې رايه ورکړه، چې راكټ ورباندې اورېدل، هرې خوا بمي چاودنې تر سره کېدې او هره شېبه د دې امکان موجود و، چې کوم ځان وژونکى يا وسله وال بريد ترسره شي او رايه ورکوونکي ټول په وينو کې ولړي. په دغو بريدونو کې د سويل لسګونه وګړي په وينو کې لېت پېت شول، خو د دې نوماند او د هغه د کمپاين کوونکو وجدان يې ونه لړزاوه. د دوى چلند داسې ښيي چې دوى له ډبرو او لوټو څخه جوړ شوي چې نه احساس لري، نه هېواد پالنه او نه هم بشردوستي. دوى په دې خوشاله وو، چې کاشکې له آسمان او ځمکې پر کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، فراه، پکتيا، خوست، پکتيکا، کونړ، وردګو، غزني او نورو پښتون مېشتو سيمو باندې د ګوليو او راکټو بارانونه جوړ شي، څو پښتانه ونکړاى شي د رايې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او خپل د خوښې نوماند ته رايه ورکړي. د دغو نوماندانو او ځينو کړيو په وړاندې د پښتون وينه دومره بې قدره شوې چې دوى هره شېبه په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، کونړ، خوست، پکتيا، پکتيکا او نورو پښتون مېشتو سيمو کې د چاودنو، پښتون وژنې او ځانمرګو بريدونو انتظار باسي او په اورېدو يې من من غوښه اخلي. دغه نوماند او ملاتړي يې نه د پښتنو پر وژنې خپه کېږي او نه ورته د انسان په سترګه ګوري، که نه نو د پښتنو رايې او سرښندنې ته به يې دومره سپکاوى کړى نه واى، دا په داسې حال کې ده، چې همدغه نوماند په خپله د کندهار د اوسېدونکو رايې ګټلې او اوس په ډېر سپين سترګتوب اعلانوي چې په سويل کې چا رايه ورکړې نه ده. د دغه نوماند له دې اعلان څخه په ښه توګه څرګندېږي چې ده او ملاتړو به يې په زړه کې څومره ګوړې ګوړې کړې وي چې کاشکې په سويلي او ختيځو سيمو کې اور بل او ځمکه خوله پرانيزي څو خلک رايه ورنكړي او دى د بريالي نوماند په توګه اعلان شي.

د ايران له خوا دغه نوماند ته د کمپاين لپاره پيسې ورکول او ايران ته د طالبانو نږدې کېدل هم په سويلي سيمو کې د ټولټاکنو په ورځ د راکټي، بمي او ځانمرګو بريدونو ترسره کول د دغه نوماند په ګټه يو کار ګڼلى شو چې د هېواد امنيتي او استخباراتي کړۍ يې بايد څېړنه وکړي، داسې نه چې د دغه نوماند، ايران او طالبانو تر منځ اړيکه موجوده وي او په دې لټه کې وي چې په پښتون مېشتو سيمو کې حالات کړکېچن کړي څو هغوى د پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاتې شي. دا يوه جدي او مهمه خبره ده چې بايد ورباندې غور وشي او پښتانه نه يوازې د دغه نوماند بلکې د طالبانو له دسيسو څخه ځان خبر وساتي چې غواړي نړۍ ته پښتانه وحشي او نامتمدنه انسانانو په توګه وروپېژني.

دغه نوماند او ځينې نورې کړۍ چې د پردو په پيسو لوى شوي، نه ورته د هېواد ګټې ارزښت لري او نه د پښتنو ټول وژنه او په وينو کې د هغوى لمبېدل. دوى ته يوازې خپلې ګټې ارزښت لري او د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره حاضر دي هر چا ته سر ټيټ کړي او د پښو لاندې يې ځانونه حلال کړي.

که چېرې په سويل کې چا رايه ورکړې نه وي، هلته خو په ميليونونه وګړي اوسېږي، او که چېرې دغه نوماند ولسمشر شي چې خلک د هغه د نوم په اورېدو سره د کابل ترخې خاطرې راپه يادوي، يوازې د نظار شورا او اسلامي جمعيت ولسمشر به وي، نه د ټول افغانستان، او په دغه حالت کې به ښه دا وي چې ځان ته د نظار شورا په نوم يو هېواد جوړ کړي!

تبصره نسته

  1. we do not want again election we are accepted hamid karzai before and we are accept hamid karzai now if doctor abdullah want to do election again he should be give people head of damage and other problem happened
    in election so doctor abdullah want to distrub afghanistan governament and he has opposite with pashtoon nation but this is his goal